تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د فوټبال نړیوال جام: سکاټلنډ هایټي او استرالیا ترکیې ته ماته ورکړه
د فوټبال نړیوال جام د څلورمې ورځې سیالیو کې چې نن یکشنبه سهار وختي وشوې، سکاټلنډ هایټي ته یو – صفر او استرالیا ترکیې ته دوه – صفر ماتې ورکړه.
سکاټلنډ او هایټي په (سي) ګروپ کې له برازیل او مراکش سره او استرالیا او ترکیه بیا په (ډي) ګروپ کې د امریکا له متحدو ایالتونو او پاراګوای سره لوبېږي.
نن یکشنبې لپاره دوه نورې نسبتآ په زړه پورې سیالۍ هم پلان دي.
ټاکل شوې د جرمني د فوټبال ملي لوبډله چې په (يي) ګروپ کې ده، د امریکا په هاسټن کې له کوراسایو او ورپسې څو ساعته وروسته د (اېف) ګروپ په سیالیو کې هالنډ په دالاس لوبغالي کې له جاپان سره مخامخ شي.
تر دې ورمخکې د تېرې شپې او تېرې ورځې سیالیو کې برازیل له مراکش او قطر له سویس سره یو-یو مساوي او متحدو ایالتونو بیا پاراګوای ته د یو پر وړاندې په څلورو ګولونو لویه ماته ورکړې وه.
د یادونې ده چې برازیل تر ټولو ډېر (۵ ځله) د فوټبال نړیوال جام ګټلی دی.
سبا (دوشنبې) ته څلور سیالۍ پلان دي.
په (يي) ګروپ کې به د عاج ساحل له اېکوادور، په (اېف) ګروپ کې به سویډن له تونس، په (جي) ګروپ کې بلجیم له مصر او (اېچ) ګروپ کې اسپانیا له کېپ وردې سره لوبه لري.
د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۲۰۲۶ کال د جون پر ۱۱مه پيلېږي او د جولای پر ۱۹ نېټه له پایلوبې سره پای مومي.
د نړیوال جام سیالۍ د درېیو کوربه هېوادونو - امریکا متحدو ایالتونو، مکسیکو او کاناډا په ۱۶ بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.