په امریکا کې هم د فوټبال نړیوال جام سیالۍ پیل شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

له ۱۹۹۴ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره، متحده ایالاتو په لاس انجلس کې د فوټبال فیفا نړیوال جام لپاره پرانیستې مراسم ترسره کړل.

د کیتي پېري په ګډون بېلابېلو هنرمندانو په دې مراسمو کې هنر نندارې ته وړاندې کړ. د نړیوال جام سیالیو شریک کوربه امریکا له پیراګوای سره خپله لومړنۍ لوبه د دوو مقابل کې د څلورو ګولونو په توپیر سره وګټله او د نړیوال جام سیالیو پیل یې په بریالیتوب سره وکړ.

له دې مخکې کاناډا د جمعې پر ورځ او مکسیکو هم د پنجشنبې په ورځ خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د ۲۰۲۶ کال سیالي به په بېلابېلو هېوادونو کې ترسره شي او تمه کېږي چې دا به ترټولو سترې نړیوال جام سیالۍ وي، ځکه چې ۴۸ هېوادونه به پکې برخه واخلي.

په لاس انجلس کې، د ګرامي جایزې ګټونکې سویلي افریقایۍ سندرغاړې ټیلا، برازیلي سندرغاړې او ساندرو، انیتا او لیزا، او د کې-پاپ ګروپ بلیک پنک په ګډه سندرې وویلې.

له دې مخکې کاناډا په ټورنټو کې پرانیستې مراسم ترسره کړل، چې سندرغاړو الانیس موریسیټ او مایکل بوبلي، شکیرا او د نایجیریا هنرمند بورنا بوی هم په مکسیکو ښار کې ترسره شوې لوبې کې برخه اخیستې وه.

له لوبې مخکې، زرګونه نندارچیان د لاس انجلس 'کولیزیم' ته لاړل، چې ځینو د امریکا مشهورو او تاریخي شخصیتونو، ایلوس پریسلي، جارج واشنګټن، انکل سام او ډیوي کراکټ ته ورته جامې اغوستې وې.

دغو څلورو کسانو ویل چې دوی د لوبې نندارې لپاره هر یوه ۱۹۰۰ ډالر ورکړي او په وینا یې ښايي څوکۍ ډ‌ېرې غوره نه وي.

د ورځې پیل کې، کاناډا خپله لومړۍ لوبه د بوسنیا او هرزیګوینا پر وړاندې مساوي کړه او په نړیوال جام کې یې خپل لومړنی پوائنټ ترلاسه کړ.

د بوسنیا ملي لوبډلې مینه وال هم په ورته ډول خوشحاله وو. سلګونه کسان د کاناډایي مینه والو تر څنګ په یوه جلا لاریون کې لوبغالي ته راغلل. ځینو بي بي سي ته وویل چې دوی له خپل هېواده سفر کړی، چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې سیالي وګوري.

په ورته مهال د دې سیالیو نندارې لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نشتون یادونه شوې ده.

هغه په پرلپسې ډول د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام او لاس انجلس اولمپیک کوربتوب د خپلې ولسمشرۍ پرمهال د امریکا د حیثیت او ځواک د نښې په توګه یاد کړي . خو تازه، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ښاغلی ټرمپ به په دې لوبه کې ګډون ونه کړي.

تمه کېږي چې د امریکا ولسمشر به د نړیوال جام پایلوبه وګوري، چې ټاکل شوې ده د نیو جرسي په میټ لایف لوبغالي کې به ترسره شي.