کرېکټ: افغانستان د بنګله دېش او زېمبابوې کوربتوب کوي

د بنګله دېش، افغانستان او زېمبابوې د يو ورځنيو لوبډلمشران

د عکس سرچینه، ACB

    • Author, ګوربت ننګيال
    • دنده, بي بي سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، په متحده عرب اماراتو کې یې له بنګله دېش او زېمبابوې سره د بېلابېلو فارمټونو څو لوبې پلان کړې دي.

د کرېکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دغو سياليو کې د بنګله دېش پر وړاندې يوه ټېسټ لوبه، د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو درې اړخيزه لوبلړۍ، له زېمبابوې سره دری شل اوريزې او دوې ټېسټ لوبې شاملې دي.

ټاکل شوې دغه سيالۍ به د افغانستان او هند تر منځ له شل اوريزې لوبلړۍ وروسته په متحده عرب امارتو کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي.

د لوبو مهالوېش

د افغانستان او بنګله دېش د کرېکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، Getty Images

لومړۍ سيالي به د افغانستان او بنګله دېش تر منځ ټېسټ لوبه وي چې د اکټوبر مياشتې پر نهمه نېټه به پیل شي.

له دې وروسته به د همدې اوکټوبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې تر منځ د يو ورځنيو سياليو درې اړخيزه لوبلړۍ کېږي چې تر ۲۳ نېټې به دوام وکړي.

د دې دری اړخيزې لوبلړۍ له پايته رسېدو وروسته له زېمبابوې سره د دريو شل اوريزو سياليو لوبلړۍ پلان شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ له مخې، د یادې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمه بولي.

د کرېکټ بورډ د اجرائیه مشر نصیب خان په وینا، له بنګله دېش او زېمبابوې سره لوبې به افغان لوبغاړو ته د لوړې کچې سياليو غوره موقع برابره کړي او همدا راز به د افغان لوبډلې مینه وال له نړيوال کرېکټه خوند واخلي.

کومه لوبډله پياوړې ده

راشد خان د بنګله دېش له لوبغاړي سره

د عکس سرچینه، Getty Images

افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې په دې وروستیو کې يو له بل سره ګنې سيالۍ کړې دي. که دغو لوبډلو ته وکتل شي افغانستان نسبتا نوې لوبډله ده، نورې لوبډلې بیا له لسيزو راهيسې د کرېکټ په ډګر کې تجربه لري.

خو افغان لوبډله د ورو توپ اچوونې په برخه کې د راشد خان، مجيب ځدراڼ، نور احمد او الله محمد غضنفر په څېر په نړيواله کچه تکړه او مشهور بالران لري. د شل اوريزو په توپوهنه کې هم د چټکو منډو جوړولو وړتيا لري خو بنګله دېش بيا په کور دننه د کرېکټ ښه سيستم او د چټکو توپ اچوونکو په لرلو سره متوازنه لوبډله لري.

افغانستان او بنګله دېش یو له بل سره ۲۲ يو ورځنۍ لوبې کړې چې ۱۱ افغانستان ګټلې او يوولسو کې بنګله دېش بریالی شوی دی.

بل پلو افغانستان له زېمبایوې سره ټولې ۳۱ يو ورځنۍ لوبې کړې چې ۲۰ افغانستان ګټلې، ۱۰ زېمبابوې او یوه بې پايلې ختمه شوې ده.

په شل اوریزو کې بيا د یادو هېوادونو تر منځ ۲۱ شل اوريزې لوبې شوې چې ۱۹ افغانستان ګټلې او یوه زېمبابوې.

افغانستان په وروستيو کلونو کې د دواړو هېوادونو پر وړاندې په ټولو فارمټونو کې خپل ریکارډ پياوړې کړی دی.

په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان د يو ورځنيو په لوبلړۍ کې بنګله دېش ته ماته ورکړې وه خو د شل اوریزو هغه یې بیا وبايلله.

که د کرېکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو سياليو جدول ته وکتل شي بنګله دېش پر اتم نمبر، افغانستان په لسم او زېمبابوې په ۱۲ نمبر ده.

په يو ورځنیو کې افغانستان په اتم، بنګله دېش په نهم او زېمبابوې په يوولسم نمبر ده.

په ټېسټ لوبو کې بيا بنګله دېش په شپږم او زېمبابوې په لسم ځای کې ده.