د اسرائیلو پر شمال د ایران د توغنديو برید

د ویډیو تشریح، د اسرائیلو پر شمال د ایران د توغنديو برید
د اسرائیلو پر شمال د ایران د توغنديو برید
د خپرېدو وخت

ایران وايي پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې یې د اسرائیلو پر شمالي برخو بالسټيک توغندي توغولي او ګواښ یې کړی چې که اسرائیل نور بریدونه وکړي دوی به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. د اسرائیلو د پوځ ویاند بيا د ایران د توغنديو بریدونه "لويه تېروتنه" بللې او ويلي یې دي چې د اسرائیلو پوځ به "ایران ته اجازه ورنه کړي چې پر اسرائیلي وګړو دې توغندي وتوغول شي." د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دواړو غاړو غونښتي چې يو پر بل نور بریدونه ونکړي.