له ډیلټا انټرنېشنل شرکت سره د نفت او ګازو تړون لاسلیکېدا کې د زلمي خلیلزاد رول څه و؟
له ډیلټا انټرنېشنل شرکت سره د نفت او ګازو تړون لاسلیکېدا کې د زلمي خلیلزاد رول څه و؟
د خپرېدو وخت
د طالبان حکومت او د سعودي شرکت "ډیلټا انټرنېشنل" ترمنځ د کُشک-تیرپل د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج د تړون لاسلیک پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په ځانګړي ډول، د عبدالغني برادر ترڅنګ د زلمي خلیلزاد حضور د پام وړ ګرځېدلی او د خبرونو د سر ټکی شوی دی. دغو دواړو شپږ کاله وړاندې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تاریخي د سولې تړون لاسلیک کړی و.
د دغه تړون له مخې، ډیلټا انټرنېشنل شرکت به په لومړي پړاو کې د ګازو د اوو بلاکونو د کشف او استخراج لپاره ۲۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د تړون لومړی پړاو به اته کاله دوام وکړي او وروسته به تر ۲۵ کلونو پورې وغځېږي.
خو دا تړون د افغانستان د اقتصاد لپاره څومره ارزښت لري او د دې تړون په لاسلیک کې د زلمي خلیلزاد رول څه و؟



