تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ننګرهار، کندهار او هلمند کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه په اوبو کې ډوب شوي
د کندهار، هلمند او ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي د دغو دواړو ولایتونو په سيندونو کې لس تنه چې څلور یې ښځې، څلور ماشومان او دوه ځوانان دي په اوبو کې ډوب شوي.
د طالبانو حکومت کې د هلمند ولایت سيمه ييزو چارواکو ويلي، د دې ولایت د ناوې ولسوالۍ په دوو بېلابېلو ځايونو کې څلورو ښځو او دوو ماشومانو په سيند کې د لوېدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ياد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس عبدالباري راشد رسنيو ته ويلي، لومړۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو کس غوښتل د خپلې کورنۍ شپږ مېرمنې بلې سيمې بوځي. د نوموړي په وینا لومړی يوه مېرمن اوبو ته ولوېده ورپسې نورو د هغې د ژغورولو لپاره اوبو ته وردانګل.
د ښاغلي راشد په وینا، په دې پېښه کې دوې ښځې مړې شوې او دوې لاردکه دي.
د هغه په وینا، په همدې ولسوالۍ کې په يوه بله پېښه کې دوه ماشومان د لامبو پر مهال اوبو کې ډوب شوي، چې لا یې مړي نه دي موندل شوي.
همدلته د هلمند په څنګلوري ولایت د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ (۲ مې) دوه ځوانان د لامبو پر مهال اوبو وړي دي.
د کندهار ولایت ځايي چارواکو ويلي، دغه دوه تنه د ارغنداب ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې اوبو وړي دي.
په ننګرهار کې د دوو تنو ډوبېدل
د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې سيمه ييزو چارواکو هم د لامبو پر مهال د دوو کسانو د ډوبېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور امر قريشي، بي بي سي ته ويلي، "د تېرې جمعې په ورځ دوه ماشومان د مومند درې او نازيانو ولسواليو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي. د امنيتي ځواکونو او ځايي وګړو په هڅو یې مړي له اوبو رايستل شوي دي."
ننګرهار ولایت د اوړي په موسم کې ډېر ګرم وي. تېر کال هم ګڼ کسان د دې ولایت په بېلابېلو برخو کې د لامبو پر مهال ډوب شوي وو.
د قريشي بدلون په وینا "تېر کال ۲۰ تنه چې ډېری یې ځوانان وو د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې ډوب او مړه شوي وو."
ویل کېږي د هوا له تودېدو سره ځوانان او ژڼي پرته له دې چې لامبو یې زده وي په بې پروايۍ سيندونو ته مخه کوي.
پر دې سربېره د سېلابونو راوتلو پر مهال هم خلک پرته له دې چې احتمالي ګواښوونو ته پام وکړي، هڅه کوي له سيندونو، نهرونو او د اوبو له ډکو لارو تېر شي چې دا ستونزې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې څو ځله د مرګژوبلې لامل شوې دی.
د طالبانو حکومت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ویاند محمد يوسف حماد وايي، په افغانستان کې ډېری خلک د بې پروايۍ او ناپامۍ له کبله اوبو کې ډوبېږي.
د نوموړي په وینا، خبرداريو او اعلانونو ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې خلک خپل ژوند له لاسه ورکړی.
قريشي بدلون هم وايي، سيمه ييز چارواکي هڅه کوي خلکو ته سيندونو کې د لامبو د خطرونو په اړه معلومات ورکړي.
نوموړی وايي، "په بېلابېلو وختونو کې د رسنيو، ټولنيزو شبکو او راډيو له لارې د لامبو او ډوبېدو د ګواښونو په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شوي چې د دې ډول پېښو د تکرار مخه ونيول شي. ګرځنده ډلې هم په ځينو سیمو کې ګومارل شوې چې خلکو ته معلومات ورسوي. د ډوبېدو د خطرونو په اړه لوحې هم نصب شوې دي".
د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د شمېرو له مخې تېر کال له ۱۰۰ ډېر کسان چې پنځه ښځې او ۳۵ ماشومان په کې شامل وو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د ډوبېدو له کبله مړه شوي دي.