تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکايي محکمې د طالبانو یو پخوانی قومندان په ۴۲ کاله بند محکوم کړی
امریکا کې یوې محکمې د افغانستان د طالبانو یو پخوانی قوماندان په ۴۲ کلونو بند محکوم کړی دی. د امریکا عدلیې وزارت ویلي چې "د طالبانو دې پخواني قوماندان په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د یوه امریکايي خبریال او دوو افغانانو یرغمل کولو کې برخه درلوده".
اېاېفپي خبري اژانس ترمخه" نجیبالله په اوکرایین کې له نیول کېدو وروسته په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا متحده ایالتونو ته سپارل شوی و". په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ښاغلی نجیب الله څنګه او ولې اکرایین ته تللی و.
د عدلیې وزارت د عامو چارو ادارې ویلي چې ۵۰ کلن حاجي نجیبالله د افغانستان اوسېدونکی دی او د "نجیبالله نعیم"، "ابو طیب"، "عتیقالله" او "نثار احمد محمد" په نومونو هم پېژندل کېږي. دی په دې تورن و چې په افغانستان کې یې تر لاس لاندې طالب وسله والو پر امریکايي پوځیانو بریدونو او نورو کسانو خونړي حملو کې ښکېل و.
نجیب الله چې په محکمه کې ود سې شنبې په ورځ سیمه ییزې قاضۍ کاترین پولک فېلا هغه ته د سزا اورولو پرمهال وویل چې "د ۲۰۲۵ کال اپرېل پر ۲۵مه نجیبالله د یرغمل نیولو او هغو ترهګریزو کړنو لپاره پر مالي ملاتړ اعتراف کړی چې د مرګ لامل شوي دي". دې زیاته کړه "هغه کسان چې امریکایانو ته زیان رسوي او ترهګریزې کړنې کوي، که هر څومره وخت هم ونیسي، تعقیبېږي او عدالت ته راکاږل کېږي".
چارسمبالي لوی څارنوال ټوډ بلانچ وویل. "نجیبالله د طالبانو د یوه قوماندان په توګه د هغو ظالمانه ترهګریزو بریدونو ملاتړ کړی چې امریکايي پوځیان یې وژلي او د یوه امریکايي خبریال او افغان ملکي وګړو د بېرحمانه یرغمل نیولو طرحه یې جوړه کړې وه. د نن ورځې سزا قربانیانو او د هغوی کورنیو ته د عدالت لپاره ده."
په ورته وخت کې د اېفبيای مشر کاش پټېل ویلي"دغه پخواني طالب قوماندان د هغو وسله والو مشري هم کړې چې داسې ترهګریز اعمال یې ترسره کړي چې د امریکايي پوځیانو د وژنې سبب شوي او په یرغمل نیولو کې یې برخه اخیستې او اوس به د خپلو ظالمانه جرمونو بیه پرې کړي".
وردګو ولایت کې پر امریکايي پوځیانو برید
د امریکا د ملي امنیت لپاره مرستیال لوی څارنوال جان اې. ایزنبرګ وویل، نجیب الله د هغو طالب وسله والو قومانده پر غاړه لرله چې درې امریکايي پوځیان او د هغوی ژباړن پکې ووژل شول.
امریکايي چارواکي وايي، نجیبالله د افغانستان په وردګو ولایت کې په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو کې د طالبانو یو قومندان و چې د امریکايي او ناټو ځواکونو او د هغوی د متحدانو پرضد یې خونړي بریدونه کول، سړک غاړې ماینونه یې ښخول او د ټانک ضد وسلې او چاودېدونکي توکي یې ځای پرځای کول.
د عدلیې وزارت د بېلګې په توګه د ۲۰۰۸ کال د جون د ۲۶مې هغه پېښه یادوي چې د نجیبالله په مشرۍ طالب وسله والو وردګو ولایت کې پر یوه امریکايي پوځي کاروان کمین کې سړک غاړې ماینونه او توغندیز برید وکړ چې درې امریکايي پوځیان او د هغوی ژباړن پکې ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
نجیبالله وروسته د برید مسؤلیت پر غاړه واخیست او څو کسانو ته یې وویل "دا برید د هغه جنګیالیو کړی چې پایله کې یې امریکايي پوځیان ووژل شول".
سرچینه زیاتوي د نجیبالله کسانو څو میاشتې وروسته د افغان ملي پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ او درې پولیس یې ووژل.
د خبریال یرغمل کول
د عدلیې وزارت په راپور کې ویل شوي چې نجیبالله د ۲۰۰۸ نومبر کې افغانستان کې د 'نیویارک ټایمز' یو امریکایی خبریال له دوو افغانانو سره یوځای یرغمل او وتښتول، چې له کابو اوو میاشتو یرغمل وروسته نجیبالله یرغملان د پاکستاني طالبانو تر واک لاندې قبایلي هغوی ته وسپارل.
راپور کاږي، پایله کې یرغمل شوي کسان اړ شول چې فدیه ورکړي او د هغوی ځینې وېډیوګانې یې ثبت کړې چې امریکا طالبانو د هغوی د خوشي کولو په بدل کې فدیه ورکړي.