تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

ژوندۍ پاڼه, د اسرائیلو پوځ د دغه هېواد په شمال کې له بریدونو وروسته د ایران پر خاوره غچ اخیستونکي بریدونه پیل کړل

د اسرائیلو پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ایران په څو برخو کې یې هوايي بریدونه کړي. د اسرائیلو د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، "هوايي ځواک، د پوځ د استخباراتو په لارښوونه لږ شېبه وړاندې د ایران په لوېديځ او مرکزي برخه کې د ترهګر ایراني رژيم پر پوځي موخو بریدونه وکړل". د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ساتونکو وړاندې خبرداری ورکړی و چې که اسرائیل غچ اخيستونکي بریدونه وکړي دوی به یې قوی ځواب ووايي.

لنډیز

  • د اسرائیلو پوځ وايي د ایران پر خاوره یې څو غچ اخيستونکي بریدونه کړي
  • د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي، د ایران بریدونو مرګژوبله نه ده اړولې؛ د نوي برید اړتیا نشته
  • ایران په تهران کې د امام خمينی هوايي ډګر ته الوتنې لغوه کړې دي
  • ایران د بيروت په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد په شمالي سیمو بالسټيک توغندي وتوغول

ژوندی پوښښ

  1. امریکایی چارواکی: د امریکا پوځ پر ایران د اسرائیلو بریدونو کې ښکېل نه دی

    یوه امریکایی چارواکی د دغه هېواد رسنیو ته ویلی چې د امریکا پوځ د اسرائیلو لخوا پر ایران د تېرې شپې بریدونو کې هېڅ رول نه درلود.

    د اکسیوس رسنۍ د امریکا د دفاع وزارت د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلو بریدونه "نسبتا محدود" وو.

    دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له بریدونو مخکې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتي وو چې د روانو ډیپلوماتیکو هڅو په جریان کې د ایران په وړاندې له غچ اخیستونکو ګامونو ډډه وکړي.

  2. په نړيوال بازار کې د تېلو بيې لوړې شوې

    د دوشنبې په سهار د اسیا په بازارونو کې د تېلو بیې وروسته له هغه لوړې شوې چې ایران د اسرائیلو پر لور توغندي وتوغول او په ځواب کې یې اسرائیلو پر ایران بریدونه وکړل.

    د راپورونو له مخې د یو بېرل خامو تېلو بيه ۲.۶ سلنه لوړه شوې او ۹۵.۵۰ ډالرو ته رسېدلې ده. د امریکايي تېلو بيه بيا ۲.۵ سلنه پورته شوې او ۹۲.۷۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

  3. وروستی, د ایران دولتي تلویزیون: په تهران، تبریز او اصفهان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

    د ایران دولتي تلویزیون وروسته له هغه په دریو ښارونو کې د چاودنو خبر ورکړی چې اسرائیلو د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو د بریدونو ادعا وکړه.

    د ایران دولتي تلویزیون په ټیلیګرام کې په یوه بیان کې ويلي، "په تهران، تبریز او اصفهان کې څو چاودنې اورېدل شوي دي."

    د راپورونو له مخې، د کرج مرکزي ښار ته نژدې هم چاودنې اورېدل شوي دي.

  4. د اسرائیلو پوځ وايي په ایران کې یې څو بریدونه کړي دي

    د اسرائیلو پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ایران په څو برخو کې یې هوايي بریدونه کړي. د اسرائیلو د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، "هوايي ځواک، د پوځ د استخباراتو په لارښوونه لږ شېبه وړاندې د ایران په لوېديځ او مرکزي برخه کې د ترهګر ایراني رژيم پر پوځي موخو بریدونه وکړل".

    د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ ساتونکو وړاندې خبرداری ورکړی و چې که اسرائیل غچ اخيستونکي بریدونه وکړي دوی به یې قوی ځواب ووايي.

    د اسرائیلو د بریدونو د بڼې او په دې کې د اوښتي زيان په اړه نور جزئیات نه دی خپاره شوي.

    دا برید څو ساعته وروسته له هغه کېږي چې ایران د اسرائیلو د شمال پر لور څو توغندي وتوغول او خبرداری یې ورکړ چې دا بریدونه د یوې اوونۍ د دوامداره عملياتو پيل دی. اسرائیلو هم د ایران بریدونو ته د ځواب ويلو ګوتڅنډنه کړې وه.

    دا وروستي پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ساعته وړاندې د اسرائیلو له لومړي وزير بنيامين نتياهو غوښتي وو چې له غچ اخيستونکو اقداماتو ډډه وکړي.

  5. له ایرانه د اسرائیلو د شمال پر لور د توغندي توغولو شېبه

  6. په بیت المقدس کې د امریکا سفارت به د دوشنبې په ورځ تړلی وي

    په بیت المقدس کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې په "اسرائیلو کې د اوسني امنیتي وضعیت" له امله به د دوشنبې په ورځ سفارت تړلی وي.

    سفارت په یوه بیان کې ويلي، د امریکا ټولو دولتي کارکوونکو ته امر شوی چې په خپلو استوګنځایونو کې پاتې شي او خوندي ځایونو ته د لېږدولو لپاره چمتو وي.

    دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په بیروت او سویلي لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو او د اسرائیلو په شمال کې د ایران د توغندیو برید وروسته په سیمه کې امنیتي کړکېچونه زیات شوي دي، چې د نوي جګړې د احتمال په اړه یې اندېښنې راپورته کړې دي.

  7. د اسرائیلو په حیفا کې د ایراني توغندي یوه برخه

    پر اسرائیلو د ایران له خوا د توغول شوي توغندي د یوې برخې د پاتې شونو انځورونه چې د حیفا په شمالي ښار کې لګېدلی دی.

    په دې عکس کې ليدل کېږي چې د ژغورنې او امنیتي ځواکونو غړي د ایراني توغندي د یوې برخې تر څنګ ولاړ دي.

  8. د اسرائیلو پر شمال د ایران د توغنديو برید

    ایران وايي پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې یې د اسرائیلو پر شمالي برخو بالسټيک توغندي توغولي او ګواښ یې کړی چې که اسرائیل نور بریدونه وکړي دوی به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

    د اسرائیلو د پوځ ویاند بيا د ایران د توغنديو بریدونه "لويه تېروتنه" بللې او ويلي یې دي چې د اسرائیلو پوځ به "ایران ته اجازه ورنه کړي چې پر اسرائیلي وګړو دې توغندي وتوغول شي."

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دواړو غاړو غونښتي چې يو پر بل نور بریدونه ونکړي.

  9. ټرمپ: د ایران بریدونو مرګژوبله نه ده اړولې؛ د نوي برید اړتیا نشته

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اسرائیلو د ایران له توغنديز برید وروسته له څو امریکایی او نړیوالو رسنیو سره خبرې کړې او د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا یې ټینګار کړی دی.

    د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ټلیفوني خبرو وړاندې هغه د اکسیوس په نامه یوې رسنۍ ته ويلي وو، د اسرائیلو له لومړي وزیره به وغواړي چې د ایراني بریدونو په ځواب کې غچ اخيستونکی برید ونکړي.

    د اسرائیلو له ۱۲ کانال سره په یوه مرکه کې، ټرمپ ورته دریځ تکرار کړ، او ویې ویل، نه غواړي "نن شپه بل برید" وکړي. د اسرائیلو ټایمز لخوا د هغه له قوله ویل شوي، "د ایران بریدونو هېچا ته زیان نه دی رسولی. هر اړخ خپل کار وکړ؛ اسرائیلو برید وکړ او ایران هم برید وکړ. موږ بل برید ته اړتیا نلرو."

    ټرمپ مخکې له فایننشل ټایمز سره په یوه مرکه کې هم ویلي وو چې نتنیاهو "به له ایران سره د معاملې منلو پرته بله چاره ونه لري،" پداسې حال کې چې یوې موافقې ته د رسېدو او د سیمه ایزو کړکیچونو د کنټرول هڅې دوام لري.

  10. ایران د امام خمينی هوايي ډګر ته الوتنې لغوه کړې دي

    د ایران او اسرائیلو تر منځ د نوې پوځي شخړې اندېښنو سره د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې اعلان کړی چې د امام خميني هوايي ډګر ته ټولې الوتنې به تر بلې خبرتيا پورې ځنډول شوې دي.

    د يادې ادارې په اعلاميه کې راغلي چې "مسافر باید هوايي ډګر ته له ورتګ څخه ډډه وکړي او د نورو خبرتياو لپاره دې له رسمي چارواکو سره اړيکه ونیسي."

    پر اسرائیلو له بریدونو وروسته د ایران د خاتم الانبيا مرکزي قرارګاه په يوه بيان کې ویلي چې که اسرائیل پر بيروت خپل بريدونه پراخ کړي یا د ایران اقداماتو ته ځواب ووايي، د دوی په ټکو له سختو ګوزارونو سره مخامخ شي.

    په بيان کې راغلي، "موږ مخکې خبرداری ورکړی و چې که بریدونه د بيروت شاوخوا سيمو ته خپاره شي، موږ به په اسرائیلو کې موخې په نښه کړو".

  11. اسرائیلو د ایران برید "ستره تېروتنه" بللې ده

    د اسرائیلو د پوځ ویاند افي ډفرين ویلي، ایران د توغنديو بریدونو سره "لويه تېروتنه" وکړه.

    نوموړي په عبراني ژبه يوه خبري کنفرانس کې وويل، د اسرائیلو پوځ "ایران ته اجازه نه ورکوي چې پر اسرائیلي وګړو دې توغندي وتوغول شي."

    "موږ نورو احتمالي بریدونو ته چمتو يوو."

    د هغه په وینا په ټول اسرائیل کې د هوايي دفاع سيسټمونه ځای پر ځای شوي او د هېواد لوی درستيز د تازه بریدونو وروسته د وضعيت ارزولو لپاره غونډه کوي.

    د اسرائیلو پوځ ټینګار کړی چې "پوځ به یې په ټول لبنان کې خپلو عملياتو ته دوام ورکړي او د ترهګريزې ډلې حزب الله پر وړاندې به خپل بریدونه ګړندي کړي."

    دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د لبنان او بيروت په جنوبي څنډو کې د اسرائيلو په بریدونو کې زياتوالي راغلی او له دې سره په سيمه کې د شخړې زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې دي.

  12. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ایرانه غوښتي چې بريدونه ودروي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بريدونو په ځواب کې چې د تهران او واشنګټن تر منځ له اوربند سرغړونه بلل کېږي ويلي، پر بيروت د اسرائیلو له بریدونو "خوښ نه دی" او ایران ته یې هم سپارښتنه کړې چې بریدونه ودروي او د خبرو اترو مېز ته راستانه شي.

    د امريکا يوې خبري شبکې فاکس نيوز سره په مرکه کې ډونلډ ټرمپ ایران ته ويلي، "تاسو خپل توغندي توغولي دي. بس دي. بېرته د خبرو اترو مېز ته وګرځئ او موافقه وکړئ."

    ښاغلي ټرمپ د يکشنبې په ماښام وويل، "اوس بي بي [بنيامين نتنياهو] ته ټليفون کوم او ورته وبه وایم چې غچ وانخلي. دواړو خواوو خپل کار کړی دی، اسرائیلو خپل کار کړی او ایران هم خپل کار کړی. د بل برید اړتيا نشته."

    نوموړي زياته کړې، "موږ له ایران سره وروستۍ هوکړې ته ډېر نژدې یوو. دا به يوه ښه موافقه وي. زه نه غواړم چې دا فرصت د هغه څه له کبله له لاسه ورکړل شي چې اوس روان دي."

    د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که اسرائیل بيا برید وکړي، د شخړې دوره د اوږدې مودې لپاره غځېدلی شي. د ښاغلي ټرمپ په وینا، "که اسرائیل ځواب ورکړي، دا شخړه د ۴۷ نورو کلونو لپاره دوام کولی شي، یا ان دری زره کاله نور."

  13. وروستی, ایران د اوربند له پيل راهیسې په لومړي ځل پر اسرائیلو توغندي توغولي

    ایران د لبنانۍ پلازمېنې بيروت په جنوب کې د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې د دغه هېواد په شمالي سیمو بالسټيک توغندي توغولي دي او ويلي یې دي چې که پر بيروت بريد وشي دوی غلي نه پاتې کېږي.