نیمروز کې له اوونيو هڅو وروسته د ۱۴ لارویانو مړي موندل شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په سوېل لوېدیځ کې د نیمروز د والي ویاند، متوکل توحیدي، بي‌بي‌سي ته تایید کړې ده چې د ۱۴ افغانانو مړي چې ایران ته پر لاره وو، پرون د مارګو دښتې د (لالو) شګلنه بیدیا کې موندل شوي دي.

د ښاغلي توحیدي په وینا، دا کسان د بادغیس ولایت اوسېدونکي وو. هغه وویل چې د سیمې د لرې والي له امله، مړي تر اوسه د دې ولایت مرکز ته نه دي لېږدول شوي او دا چې له لېږدونې وروسته به د هغوی کورنیو ته وسپارل شي.

د نیمروز د والي ویاند زیاته کړه چې په سخته تودوخه کې او تر شګو لاندې د اوږدې مودې لپاره د مړیو د پاتې کېدو له امله، د هغوی پېژندنه په اسانۍ شونې نه برېښي. له دې سره سره، سیمه ییز چارواکي هڅه کوي چې د قربانیانو هویت کې له کورنیو سره مرسته وکړي.

د هغه په وینا، دا ۲۰ کسیزه ډله په یوه ټیوټا موټر کې روانه وه چې په لاره کې یې موټر تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه، له هغه وروسته چلوونکی له یوه بل کس سره یوځای د خوړو او د موټر د جوړولو لپاره د اړینو وسایلو د راوړلو په موخه له ډلې جلا شوی و.

ښاغلي توحیدي وویل چې د سختې دوړې او ګردونو له امله، دغو دوو کسانو د بېرته راستنېدو پر مهال ونه توانېدل نور مسافر یو بل ومومي.

هغه زیاته کړه چې چلوونکي او ملګري یې موضوع د پولیسو قوماندانۍ ته خبر ورکړه او د لټون عملیات کابو درې اونۍ وړاندې پیل شول. د توحیدي په وینا، د دې کسانو مړي پرون و موندل شول.

د نیمروز د والي ویاند د مړیو په موندلو کې د ځنډ لامل تر خاورو او شګو لاندې د هغوی پټېدل وبلل او ویې وویل چې د شګو او خاورې له لرې کېدو وروسته مړي وموندل شول.

کابو درې اونۍ وړاندې هم د پنځو نورو کسانو مړي چې د نیمروز په دښتو کې ورک شوي وو، و موندل شول. هغوی هم په همدې ډله کې شامل وو چې ایران ته د سفر تکل یې درلوده.

کال په کال د افغانستان ډېر شمیر وګړي ایران ته د رسېدو لپاره د مارګو دښتې له سختو او شګلنو لارو تېرېږي، یوه خطرناکه لاره چې په وار وار یې کډوالۍ ته د تلونکو ژوند اخیستی او د یو شمېر هغوی د ورکېدو لامل شوې ده.

ایران د افغان وګړو د کډوالۍ لومړنی تمځای دی. ډېر افغانان د کاري فرصتونو د موندلو لپاره دغه هېواد ته ځي او ځینې نور بیا له ایران اروپا ته د رسېدو لپاره د ټرانزیټي لارې په توګه ترې ګټه پورته کوي.

په دې وروستیو میاشتو کې د ایران ویزې ته لاسرسی د پخوا په پرتله ستونزمن شوی دی. یو شمېر افغان وګړو د ویزې ترلاسه کولو په بهیر کې د محدودیتونو او سختېدو له زیاتوالي خبر ورکړی دی. ایران له دې وړاندې هم د ویزې ورکولو لپاره د کار ویزې په ګډون ځانګړي شرایط او تګلارې ټاکلې وې.

له همدې امله، د افغانستان هغه وګړي چې د قانوني سفر د لوړو لګښتونو د ورکړې وس نه لري یا د ویزې ترلاسه کولو شرایط نه پوره کوي، اړ کېږي چې قاچاقي او خطرناکو لارو ته مخه کړي، هغه لارویان چې هیڅکله منزل ته نه رسېږي او پر دې لاره خپل ژوند بایلي یا ورکېږي.

له دې وړاندې هم ایران ته پر غځېدلو قاچاقي لارو د افغانانو د مړینې او ورکېدو په اړه ګڼ کیسې شوي او داسې نه څه ضمانت نشته چې دا دې وروستۍ پېښه شي.