BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
"خوست کې د روغتون مخې ته زېږون"؛ اېماېساېف او د طالبانو حکومت ځايي چارواکي یې په اړه څه وايي؟
په خوست کې یوه میندواره مېرمنه چې زېږون ته ډېره نږدې وه، د روغتون دروازې ته په رسېدو یې ماشوم زېږېدلی او قابله ګانو او ډاکټرانو ورته روغتیايي خدمتونه رسولي وو. ډاکټران وایي، د مور او ماشوم روغتیا ښه ده. د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي، د ولایت د مقام او عامې روغتیا ریاست لخوا د دې پېښې څېړنې لپاره د ټاکل شوي ځانګړي ګډ هئیت څېړنو کې موندل شوې، چې میندوارې مېرمنې د لوړ فشار ستونزه درلوده او د همدې لپاره له خپلې اړوندې ولسوالۍ د بېپولې ډاکترانو روغتون ته لېږدول کېده.
پېښور کې د ښوونځي چت د نړېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی
په پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکو ویلی، په دوی کې ۳۳ زدکوونکي او یوه ښوونکې دي. د دیر کالونۍ اپریدي اباد سیمه کې په دې مرګونې پېښه کې نږدې ۲۰ زدکوونکي ټپيان شوي هم دي. دا پېښه پنجشنبه سهار داسې مهال شوې، په ښوونځي کې د درس او تدریس بهیر روان و.
افغانستان ته له ایران او پاکستانه څومره مسلکي کارګران راستانه شوي؟
د کابل په یوه صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیکي څپلیو او چرمي بوټونو کارخونه ده چې پخوا پکې لږ تر لږه شلو بهرنیو مسلکي کارګرانو چې ډېر یې د پاکستان وو، کار کاوه. د دې فابریکې مشر وايي، اوس ور سره یوازې دوه بهرني مسلکي کارګران پاتې دي چې د ماشینونو په تخنیکي برخه کې په کار بوخت دي. له کابو یوه کال راهیسې په دغه کارخونه کې د بهرنیو کارګرانو ځای هغو افغان مسلکي کارګرانو نیولی چې په دې وروستیو کې له ایران یا پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
عراق کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې بیه؛ د مرګ ګواښونه او انزوا
"راښکته شه، د خلکو په مخ کې راښکته شه!" دا د یوې عراقي ښځې چیغې دي چې په یوه ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي. نوموړې هڅه کوي چې په بغداد کې د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک پر سر یو سړی له خپل موټره راوباسي. ښځې دا ویډیو په خپل ګرځنده ټیلیفون ثبت کړې ده. دې مېرمنې تور پورې کړی چې موټر چلوونکي ناوړه عمل ترسره کاوه او سپک او فاش الفاظ یې کارول. موږ دا ویډیو او دې ته ورته نورې ویډیوګانې د عراق د ښځو د فعالې ساره جاسم د انسټګرام پر پاڼه ولیدې.
اذربایجان کې د حجاب د بندیز قضیه څه ده؟
په اذربایجان کې د حکومت له خوا د زده کونکو او د ښوونځیو د کارکوونکو پر حجاب اغوستلو د نا مستقیم بندیز لګولو له پرېکړې وروسته په هېواد کې اعتراضي لاریونونه پیل شوي دي.
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر کابل ته او د کورنیو چارو وزیر یې اسلام اباد ته تللي وو
د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګي ناریشکېن کابل ته تللی او هلته یې د طالبانو حکومت د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي. کابل کې د طالبانو حکومت یوې معتبرې سرچینې بيبيسي ته ویلي، دواړو لورو د اړیکو پر پراختیا او استخباراتي همکاریو بحثونه درلوده. سرچینې ونه ویل چې دې لیدنو کې کومه داسې ځانګړې موضوع وه چې د دې ناستو ولاړو اجنډا جوړوي، خو وايي د معلوماتو د راکړې ورکړې او ګډو امنیتي همکاریو پر سر خبرې شوې دي.
د پاکستان پارلمان له مخالفتونو سره سره خیبر پښتونخوا کې بېړنی حالت تصویب کړ
د پاکستان له قامي اسمبلۍ وروسته د پارلمان مشرانو جرګې (سنا) هم په خېبر پښتونخوا کې د بېړني حالت (ایمرجنسۍ) د نافذولو منظوري ورکړې ده.
د افغانستان هسکو غرنیو سیمو کې سږنۍ لومړنۍ واورې ورېدلې
دا اوونۍ د افغانستان په هسکو غرنیو سیمو کې د سږ کال لومړنۍ واورې ورېدلي دي. که څه هم د واورې اورښت له لویه سره په ښه پال نیول کېږي خو ورسره د لارو تړل کېده او د سړې څپې له امله د خوړو او سرپناه کړاو هم مل وي.
پاکستان د عمران خان ځواکمن سياسي مرکز تړلی، خو شنونکي د منفي پايلو خبرداری ورکوي
ښوونځي تړل شوي، انټرنېټ تر يوه بريده بند شوی، سړکونه د بار وړونکو کانټينرونو په وسيله تړل شوي او پوځ بېلابېلو سيمو ته رسېدلی دی. د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) سياسي مرکز خيبر پښتونخوا اوس تر بېړني حالت لاندې ده او د دې ګوند صوبايي حکومت واک هم ځنډول شوی دی. دا د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلويانو او د پاکستان د دولت ترمنځ د روانې شخړې يو بل مهم پړاو ګڼل کېږي. ځينې شنونکي اندېښنه لري چې دا اقدام به د ثبات پر ځای لا زياته بېثباتي رامنځته کړي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په ابوظبۍ کې يوازينۍ ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده. د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه چې بنګله دېش ګټلې وه لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.
د خیبر پښتونخوا د واکمن والي ادعا: د خیبر پښتونخوا چارې به له "کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې
د خیبر پښتونخوا واکمن والي د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت تورن کړی چې چارې به یې "له کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې او نور دوی ته د منلو نه و. فیصل کریم کونډي چې د پاکستان حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې تر بېړني حالت او واليواکمنۍ نافذېدو سره اوس د دغه ایالت واکمن دی، دا ادعاوې پرون سېشنبه (تله۲۱/اکتوبر ۱۳) په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
افغانستان کې د بيبيسي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې پر اېف اېم څپه د بي بي سي خپرونې ځنډولې دي.
کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ
ډاني پاین د وینا کولو له درکه دومره اندېښمنه وه چې د ښوونځي او پوهنتون د موضوع اورولو(پریزنټېشنونو) د معافیت لپاره یې له ډاکټره لیک راوړی و.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































