BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د پاکستان قامي اسمبلۍ له مخالفتونو سره سره د پښتونخوا بېړنی حالت تصویب کړ
د پاکستان قامي اسمبلۍ په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت نافذول "په غوڅ اکثریت" سره تصویب کړ. کله چې د پارلمان مشر دا اعلان کاوه نو مخالفو ګوندونو یې د اعتراض په ډول شعارونه ورکول چې واليواکمني یا ګورنر راج ورته د منلو نه دی. له همدې پرېکړې سره د قامي اسمبلۍ غونډه تر را روانې جمعې وځنډول شوه.
د افغانستان هسکو غرنیو سیمو کې سږنۍ لومړنۍ واورې ورېدلې
دا اوونۍ د افغانستان په هسکو غرنیو سیمو کې د سږ کال لومړنۍ واورې ورېدلي دي. که څه هم د واورې اورښت له لویه سره په ښه پال نیول کېږي خو ورسره د لارو تړل کېده او د سړې څپې له امله د خوړو او سرپناه کړاو هم مل وي.
پاکستان د عمران خان ځواکمن سياسي مرکز تړلی، خو شنونکي د منفي پايلو خبرداری ورکوي
ښوونځي تړل شوي، انټرنېټ تر يوه بريده بند شوی، سړکونه د بار وړونکو کانټينرونو په وسيله تړل شوي او پوځ بېلابېلو سيمو ته رسېدلی دی. د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) سياسي مرکز خيبر پښتونخوا اوس تر بېړني حالت لاندې ده او د دې ګوند صوبايي حکومت واک هم ځنډول شوی دی. دا د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلويانو او د پاکستان د دولت ترمنځ د روانې شخړې يو بل مهم پړاو ګڼل کېږي. ځينې شنونکي اندېښنه لري چې دا اقدام به د ثبات پر ځای لا زياته بېثباتي رامنځته کړي.
کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ
ډاني پاین د وینا کولو له درکه دومره اندېښمنه وه چې د ښوونځي او پوهنتون د موضوع اورولو(پریزنټېشنونو) د معافیت لپاره یې له ډاکټره لیک راوړی و.
د خیبر پښتونخوا د واکمن والي ادعا: د خیبر پښتونخوا چارې به له "کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې
د خیبر پښتونخوا واکمن والي د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت تورن کړی چې چارې به یې "له کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې او نور دوی ته د منلو نه و. فیصل کریم کونډي چې د پاکستان حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې تر بېړني حالت او واليواکمنۍ نافذېدو سره اوس د دغه ایالت واکمن دی، دا ادعاوې پرون سېشنبه (تله۲۱/اکتوبر ۱۳) په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په ابوظبۍ کې يوازينۍ ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده. د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه چې بنګله دېش ګټلې وه لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.
له بېړني حالت وروسته په خيبر پښتونخوا کې سياسي بدلون شونی دی؟
خيبر پښتونخوا له ۲۰۱۳ کال راهيسې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) مهم سياسي مرکز پاتې شوی دی. دغه ګوند د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۴ ټاکنو کې هم په صوبه کې څرګند اکثريت ترلاسه کړی و او حکومت يې جوړ کړی و. د بېړني حالت او ګورنر راج تر نافذېدو وروسته، که څه هم تر اوسه په صوبه کې پراخ احتجاجونه نه دي ليدل شوي، خو سياسي شنونکي باور لري چې د عمران خان سياسي نفوذ او ولسي ملاتړ لا هم تر کافي بریده پياوړی دی.
افغانستان کې د بيبيسي خپرونې پر لنډو او منځنیو څپو خپرېږي
افغانستان کې د طالبانو حکومت په ټول هېواد کې پر اېف اېم څپه د بي بي سي خپرونې ځنډولې دي.
د یمن انصارالله ډله، حوثیان څوک دي؟
د یمن ویجاړونکې کورنۍ جګړه دې وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا زوروره شوه. دغه جګړه کې د ایران له ملاتړه برخمن حوثي غورځنګ، چې د هېواد د شمال لوېدیځ لویه برخه تر خپلې ولکې لاندې لري، د سعودي عربستان له ملاتړه برخمنو حکومتي ځواکونو ترمنځ سره یې سختې نښتې روانې دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
اسحاق ډار: په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان پرته بل غوراوی نه و
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار چې مرستیال لومړي وزیر هم دی، په خیبر پښتونخوا کې د اضطراري حالت او د والي واکمنۍ د اعلانېدو د پرېکړې دفاع کړې او ویلي یې دي چې "له حکومت سره له بېړني حالت پرته بل هېڅ غوراوی نه و پاتې."
د امریکا د کانګرس د غړې الهان عمر کور پلټل شوی
عمر په صومالي کې زېږېدلې او په اته کلنۍ کې له جګړې له امله له خپله ټاټوبي وتلې او امریکا ته یې پناه یووړه. هغه لومړی وار په ۲۰۱۸ کال کې د کانګرس د غړې په توګه وټاکل شوه، او هغې د راتلونکې میاشتې ټاکنو کې د بیا ټاکل کېدو لپاره خپلې ټاکنیزې منډې ترړې ګړندۍ کړې دي.
ژورو څاهګانو ته لوېدل؛ د افغان ماشومانو پټ قاتل
د افغانستان سویل چې وچکالۍ ځپلی دی، د اوبو لپاره نا هیلې پلټنې د سلګونه زرو ژورو، تنګو او نېغو څاګانو د کیندلو لامل شوې دي چې د کروندګرو ځمکې یې د مرګ په لومو بدلې کړې دي. هغه ژوره څاه چې زین الله پکې لوېدلی و، دوه کاله وړاندې وچه شوې وه. ځايي کروندګرو چې دا څاه یې کیندلې وه، د هغې خوله یې په لرګیو او خاورې پټه کړې وه، خو د وخت په تېرېدو لرګي وراسته شوي وو او خاوره شړېدلې وه.
د وينې د شکر لوړېدل "تل بد خبر نه وي"
په تېرو څو کلونو کې، موږ د دوو پام وړ پرمختګونو شاهدان یو. لومړی دا چې پر وجود روغ خلک، یا هغه کسان چې پر ناروغۍ اخته نه دي، د ورځې په اوږدو کې د وینې د شکر اندازه کولو وسایل له ځان سره ګرځوي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































