BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ملګري ملتونه: خوارځواکي افغانستان کې تر ټولو زیان اړونکی ګواښ دی ځکه خلک بې وسه دي
افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان مشر جان ایلیف وايي: "له هر وخت زیات خلک د لوږې له ستونزې سره مخ دي." هغه زیاته کړه چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۱۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان نږدې ۴۰ سلنه وګړي جوړوي، له شدیدې لوږې سره مخامخ وي "هغه ډول لوږه چې د انسان ژوند له خطر سره مخ کوي." خو تر دې هم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې شدیده خوارځواکي، که درملنه یې ونه شي، د مړینې لامل ګرځي او په چټکۍ سره مخ په پراخېدو ده
حقاني وايي له قانون سرغړونکو پولیسو ته به سزا ورکړل شي، پولیس کومو ننګونو سره مخ دي؟
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې له دې وروسته به د پولیسو (شرطې) ځواکونو سرغړونې ونه زغمل شي.
د مکې مکرمې یوه جومات کې د "فحشا" په تور یو بنګلهدېشی سړی او ښځه اعدام شول
د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت وايي چې د سپېڅلي ښار مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه د "فحشا" په تور نیول شوی بنګلهدېشی سړی او ښځه اعدام شوي دي. د دغه هېواد دولتي خبري اژانس (سعودي پرېس ايجنسي) د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ویلي چې په نذر الاسلام عبدالبصیر نومي سړي او سيتي اختر نومې ښځې باندې تور و چې د مکې مکرمې په یوه جومات کې دننه یې "د فحاشۍ عمل ترسره کړی و".
منځنيختیځ کې زیاتېدونکی کړکېچ؛ د یمن پر ولسمشرۍ ماڼۍ د حوثیانو برید کې ۵ کسان وژل شوي
په یمن کې د سعودي عرب له ملاتړه برخمن حکومت د حوثیانو لخوا عدن ښار کې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ د توغندیو له برید وروسته ویلي، چې لومړی وزیر شایع الزنداني روغ رمټ او خوندي دی. حوثیانو د "المعاشیق" ولسمشرۍ ماڼۍ پر لور پنځه بالستیک توغندي توغولي وو. دوی ویلي چې دا ځای د سعودي په مشرۍ د اېتلاف د عملیاتو د مرکز په توګه کارول کېده.
امریکا کې په یوه لومړني ښوونځي کې ډزې؛ درې ماشومان او یوه ښوونکې وژل شوې
پولیسو ویلي چې د امریکا د اوریګون ایالت په یوه لومړني ښوونځي کې یوه ۱۶ کلن هلک درې ماشومان او یوه ښوونکې په ډزو وژلي او وروسته پخپله هم د یوه ځايي کس لخوا وژل شوی دی. د بېنډ ښار د پولیسو مشر مایک کرانټز ویلي، بریدګر چې نوم یې نه دی خپور شوی، د پنجشنبې ماسپښین د سېلور رېل لومړني ښوونځي پر بندو دروازو ډزې وکړې او په زور ښوونځي ته ننوت. هغه وروسته د یوه بل ځايي اوسېدونکي لخوا په ډزو وژل شوی دی.
لینډزي: بریتانیا افغانستان سره په تړاو سیمه کې د سولهییز حل ملاتړ کوي
افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي، ریچارډ لینډزي چې همدا نن یې کابل ته خپل سفر پای ته ورساوه وايي افغانستان د سیمه ییز کړکېچ هواري لپاره د خبرو او سیاسي حل ملاتړ کوي.
"خوست کې د روغتون مخې ته زېږون"؛ اېماېساېف او د طالبانو حکومت ځايي چارواکي یې په اړه څه وايي؟
په خوست کې یوه میندواره مېرمنه چې زېږون ته ډېره نږدې وه، د روغتون دروازې ته په رسېدو یې ماشوم زېږېدلی او قابله ګانو او ډاکټرانو ورته روغتیايي خدمتونه رسولي وو. ډاکټران وایي، د مور او ماشوم روغتیا ښه ده. د خوست ولایت ویاند مستغفر ګربز ویلي، د ولایت د مقام او عامې روغتیا ریاست لخوا د دې پېښې څېړنې لپاره د ټاکل شوي ځانګړي ګډ هئیت څېړنو کې موندل شوې، چې میندوارې مېرمنې د لوړ فشار ستونزه درلوده او د همدې لپاره له خپلې اړوندې ولسوالۍ د بېپولې ډاکترانو روغتون ته لېږدول کېده.
پېښور کې د ښوونځي چت د نړېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۴ ته لوړ شوی
په پېښور کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت نړېدو پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۴ ته رسېدلی دی. چارواکو ویلی، په دوی کې ۳۳ زدکوونکي او یوه ښوونکې دي. د دیر کالونۍ اپریدي اباد سیمه کې په دې مرګونې پېښه کې نږدې ۲۰ زدکوونکي ټپيان شوي هم دي. دا پېښه پنجشنبه سهار داسې مهال شوې، په ښوونځي کې د درس او تدریس بهیر روان و.
افغانستان ته له ایران او پاکستانه څومره مسلکي کارګران راستانه شوي؟
د کابل په یوه صنعتي ښارګوټي کې د پلاستیکي څپلیو او چرمي بوټونو کارخونه ده چې پخوا پکې لږ تر لږه شلو بهرنیو مسلکي کارګرانو چې ډېر یې د پاکستان وو، کار کاوه. د دې فابریکې مشر وايي، اوس ور سره یوازې دوه بهرني مسلکي کارګران پاتې دي چې د ماشینونو په تخنیکي برخه کې په کار بوخت دي. له کابو یوه کال راهیسې په دغه کارخونه کې د بهرنیو کارګرانو ځای هغو افغان مسلکي کارګرانو نیولی چې په دې وروستیو کې له ایران یا پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
عراق کې د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې بیه؛ د مرګ ګواښونه او انزوا
"راښکته شه، د خلکو په مخ کې راښکته شه!" دا د یوې عراقي ښځې چیغې دي چې په یوه ویډیويي کلیپ کې اورېدل کېږي. نوموړې هڅه کوي چې په بغداد کې د یوه له ګڼې ګوڼې ډک سړک پر سر یو سړی له خپل موټره راوباسي. ښځې دا ویډیو په خپل ګرځنده ټیلیفون ثبت کړې ده. دې مېرمنې تور پورې کړی چې موټر چلوونکي ناوړه عمل ترسره کاوه او سپک او فاش الفاظ یې کارول. موږ دا ویډیو او دې ته ورته نورې ویډیوګانې د عراق د ښځو د فعالې ساره جاسم د انسټګرام پر پاڼه ولیدې.
کرېکټ: د افغانستان او بنګله دېش ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده
د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په ابوظبۍ کې يوازينۍ ټېسټ لوبه مساوي پايته ورسېده. د دغې پنځه ورځنۍ لوبې پچه چې بنګله دېش ګټلې وه لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه کړې وه.
د خیبر پښتونخوا د واکمن والي ادعا: د خیبر پښتونخوا چارې به له "کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې
د خیبر پښتونخوا واکمن والي د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت تورن کړی چې چارې به یې "له کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې او نور دوی ته د منلو نه و. فیصل کریم کونډي چې د پاکستان حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې تر بېړني حالت او واليواکمنۍ نافذېدو سره اوس د دغه ایالت واکمن دی، دا ادعاوې پرون سېشنبه (تله۲۱/اکتوبر ۱۳) په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
کاري ناستو کې نا زړه غږېږئ؟ له خپلې بلې غونډې مخکې دا سپارښتنې ولولئ
ډاني پاین د وینا کولو له درکه دومره اندېښمنه وه چې د ښوونځي او پوهنتون د موضوع اورولو(پریزنټېشنونو) د معافیت لپاره یې له ډاکټره لیک راوړی و.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































