BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
د امریکا او ایران د کړکېچ کمولو هڅې: د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي
د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني چې د بهرنیو چارو وزیر هم دی، نن(پنجشنبه) تهران ته ځي. قطری وزیر به د امریکا او ایران ترمنځ د ګواښونو په شرایطو کې د ډیپلوماتیک بهیر د بیا رامخې ته کولو هڅه وکړي. دا وروسته له هغې ده چې واشنګټن د ایران پر سوداګریزو ملګرو د بندیزونو په لګولو سره د اقتصادي فشارونو د زیاتولو ګوتڅنډنه وکړه.
زورورو سېلابونو د نیپال او تبت د پولې په سیمو کې له ۱۶۰ ډېر کسان وژلي، سلګونه سیلانیان بې درکه دي
په نیپال کې د سختو سېلابونو او ځمکښوېدنې له کبله تر ۱۶۰ ډېر کسان مړه شوي او سلګونه سیلانیان بې درکه دي. د نیپال سیلګرۍ تنظیم کوونکې ادارې مسوولین وايي، په بې درکه شویو سیلانیانو کې له ۱۰۰ ډېر هندیان، ۵۴ امریکایان، ۳۳ برېتانویان او نژدې ۱۰۰ نیپالیان شامل دي.
د سپټمبر یولسمې بریدونو د 'اصلي طراح' په توګه به د تورن خالد شیخ محمد محاکمه په ۲۰۲۸ کال کې پیل شي
ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۸ کال د جون په میاشت کې خالد شیخ محمد، چې د امریکا حکومت یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې ترهګریزو بریدونو له اصلي طراحانو ګڼي، د دغو بریدونو له څه باندې ۲۵ کلونو تېرېدو سره هممهاله محاکمه شي.
د کابل هوايي ډګر د برید پنځمه کلیزه؛ پنټاګون وايي، د دې پېښې په تړاو یې محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی
د امریکا د دفاع وزارت لوړپوړی سلاکار شان پارنل وایي، د ده څېړنیز ټیم د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې د کابل هوايي ډګر د خونړي برید په اړه محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښونکې خوارځواکۍ سره مخ دي
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري.
د اسلام اباد یوه روغتون کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي
د پاکستان حکومت یوه ویناپاڼه کې ویل شوي، له اورلګېدنې وروسته اور وژوونکې ډلګۍ سیمې ته رسېدلي او د ژغورنې عملیات روان دي. چارواکو ویلي، اور کابو شوی او د روغتون د ماشومانو له څانګې ټول ناروغان د بېړنۍ درملنې څانګې ته لېږدول شوي دي.
د سمندري لارو پر سر د چین او امریکا سیالۍ؛ ایا تر هرمز تنګي وروسته د پاناما کانال وار دی؟
په داسې حال کې چې د ایران د جګړې له غځېدو سره د نړۍ پر مهمه سمندري لار، هرمز تنګي د کښتیو تګ راتګ لا ټکنی دی، تازه زرګونه کیلومتره لېرې په یوه بل ستراتېژیک سمندري تنګي، پاناما کانال کې کړکېچ مخ په ډېرېدو دی. دا یوه داسې مهمه سمندري لار ده، چې ارام او تلانتیک سمندرونه سره نښلوي. د امریکا متحدو ایالتونو ویلي چې په پاناما کانال کې د چین د نفوذ ډېرېدل کولی شي نړیواله سوداګري او امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
عایشه وهاب: امریکا باید له طالبانو سره دیپلوماتیک تعامل ولري
د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغانټبره ټاکل شوې استازې عائشه وهاب له واشنګټن غواړي چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک تعامل وکړي. هغې ویلي، امریکا باید پرته له دې چې کومه ډله په واک کې وي، خپلې اړیکې او ډیپلوماسي وساتي. د امریکا د کانګرس دې راتلونکې غړې د طالبانو مخالفې ډلې "جګړهمارې ډلې" وبللې او استدلال یې وکړ چې د افغانستان ستونزې یوازې تر طالبانو پورې محدودې نه دي.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۷ اګست ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, د اوونۍ بحث, ۱۶:۳۰, ۲۶ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
د اوونۍ پر مهمو مسايلو تفصيلي بحث
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۶ اګست ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۶ اګست ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.















































