ایران کې د رژیم پرضد لاریون
د خپرېدو وخت
په ایران کې وروسته تر هغه سلګونه کسانو لاریونونه وکړل، چې ایران ومنله، اوکراینۍ مساپروړونکې الوتکه یې په تېروتنې ویشتلې چې لږترلږه ۱۷۶ کسان پکې ووژل شول. لاریونیانو د ایران د ستر مذهبي مشر په ګډون د جګپوړو چارواکو د استعفا غوښتنه کوله.