مخدره توکي دې قانوني وي کنه؟
د خپرېدو وخت
چرس دې ازاد په بازار کې وپلورل شي او سود سودا دې يې قانوني وي که څنګه؟
پر همدې او ورته پوښتنو په اتريش کې د بېلا بېلو هېوادونو وزيران غور کوي.
د نشه يي توکو کمېسيون، چې د نړيوالو نشه يي توکو د کنټرول تګلارو جوړولو عمومي اداره ده، هيله لري سياستوال پر يوه ګډه اعلاميه سره سلا شي.
خو هېوادونه سره وېشلي دي، ځينې يې د نشه يي توکو پر وړاندې د لږ ځپونکې تګلارې غوښتنه کوي، خو نور بيا د هغوی لپاره سخته سزا غواړي چې په دې ډول سوداګرۍ کې ښکېل وي.
نور جزییات په دې رپوټ کې چې ایمل پسرلی یې وړاندې کوي.