BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
کور پاڼه
وګورئ
واورئ
برخې
کور پاڼه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
حقیقت موندنه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
حقیقت موندنه
کشمیري زعفران تر ټولو ګران بیه مساله ده
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۶ مرغومی ۱۳۹۲ - ۲۷ ډیسمبر ۲۰۱۳
کشمیري زعفران تر ټولو ګران بیه مساله ده
د عکس تشریح،
د هند تر ولکې لاندې کشمیر د لوړ معیار زعفرانو تولید لپاره مشهوره سیمه ده. عکاس عابد بټ کشمیر کې د زعفرانو کروندې ته تللی او هڅه یې کړې، وپوهيږي، چې دغه ګران بیه بوټی څنګه کرل کېږي.
د عکس تشریح،
د سوداګرۍ لپاره په هند، ایران او اسپانیا کې تر ټولو ډېر زعفران کرل کېږي، خو د کشمیر زعفران تر ټولو د لوړ معیار هغه بلل کېږي او بیه یې هم تر نورو لوړه ده.
د عکس تشریح،
زعفران تر ټولو مخکې یونان کې وکرل شول، خو له پیړیو راهیسې کشمير هم کې کرل کېږي.
د عکس تشریح،
د زعفرانو کروندو ته د سیالانیانو پام هم اوړي. د واورینو غرونو منځ کې عنابي رنګه زعفران خوږه خوشبو شیندي.
د عکس تشریح،
د کوچنی ښار پامپور په خواوشا کې زرګونه هیکټره کروندو کې زعفران کرل کېږي. دغه ځای ته د کشمیر له دوبني مرکز سرینګر نه د ګاډي نیم ساعت لاره ده. ډېر کله پامپور د کشمير زعفران ښار هم بلل کېږي.
د عکس تشریح،
مېرمنې له زعفرانو هغه ریښې باسي، چې وروسته د مسالې په توګه ورنه کار اخیستل کېږي.
د عکس تشریح،
د یوه پاونډ زعفرانو تر لاسه کولو لپاره ۷۵۰۰۰ زعفران ګلونو ته اړتیا ده.
د عکس تشریح،
دغه مساله د درملو جوړولو لپاره کاروول کېږي او په کشمیري خوړو کې ترې کار اخیستل کېږي. یو شمېر خلک باور لري، چې زعفران جنسي غریزه زیاتوي.
د عکس تشریح،
دا ویړیا مساله نه ده، د یوې کیلو بیه یې شاوخوا ۱۸۰ زره روپیو یا ۲۹۵۰ امریکايي ډالرو ته رسيږي.
د عکس تشریح،
کشمیریان په قهوه جوړولو کې هم زعفران کارووي.
د عکس تشریح،
دغه قهوه کې دارچیني، لاچي، لونګ او زعفران له اوبو سره اېښول کېږي، چې بادام او شات هم ورسره یو ځای کېږي او دغسې ډېر غوره خوند او رنګ مومي.
لنډې ویډیوګانې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
01:11
ویډیو,
کونړ کې چارواکي: د پاکستان هوايي بریدونو ډېر قربانیان ښځې او ماشومان دي
, موده1,11
00:29
ویډیو,
د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې ډزې؛ مرستیال ولسمشر څنګه له صحنې وایستل شو؟
, موده0,29
00:26
ویډیو,
د سپینې ماڼۍ مېلمستیا کې له ډزو وروسته د ولسمشر ټرمپ د ایستل کېدو شېبه
, موده0,26
00:34
ویډیو,
په امریکا کې ځواکمنو بوړبوړکیو لږترلږه ۱۰ کسان ټپيان کړي
, موده0,34
00:39
ویډیو,
بریتانیا کې د لاله ګلونو د یوه بڼ له نندارې خیریه چارو لپاره پیسې راټولېږي
, موده0,39
01:14
ویډیو,
ایا دا ویډیو چې ایراني ځواکونه پکې یوه کښتۍ نیسي، جعلي ده؟
, موده1,14
00:48
ویډیو,
د مکسیکو تاریخي هرم سره پر سیلانیانو تر برید وروسته شېبه
, موده0,48
01:36
ویډیو,
د پسته لیق چاپېریالي اندېښنې
, موده1,36
00:37
ویډیو,
امریکايي ځواکونو لخوا د ایران د کارګو بېړۍ د نیول کېدو شېبه
, موده0,37
00:44
ویډیو,
کینیا کې یو چینايي سړی د مېږیانو د قاچاق په تور زنداني شوی
, موده0,44
01:05
ویډیو,
کونړ کې د سرو زرو لټون
, موده1,05
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology