BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران - امریکا

    ژوندۍ پاڼه, د امریکا پوځ وايي ایران کې یې پر ۱۴۰ پوځي اهدافو بریدونه کړي؛ تهران: سیمه کې مو د امریکا پر پوځي اډو بریدونو سره ځواب ورکړی

    د امریکا د پوځ مرکزي قومانداني سېنټکام ویلي، یوه اوونۍ کې پر ایران درېیمه جوپه بریدونو کې شاوخوا ۱۴۰ اهداف په نښه کړي دي. ایران بیا وايي‌ د امریکا د "تېري" په ځواب کې یې په قطر، کویت، بحرین، عمان او اردن کې د دغه هېواد پر پوځي اډوهدف ګرځولې دي

  • ارجنټاین

    د فوټبال نړیوال جام: انګلنډ او ارجنټاین نیمه پایلوبو ته ووتل

    انګلنډ د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام په منځلوبو کې ناروې ته ۲-۱ ماته ورکړه او نیمه پایلو ته یې لار ومونده.‌ د انګلنډ لپاره دواړه ګولونه جود بلېنګم ووهل. هغه تېره سیالۍ کې هم دوه ګولونه کړي وو.

  • Getty Images

    د جرمني هغه ډاکتر چې ۱۵ ناروغان یې وژلي: "فکر مې کاوه له هغوی سره ښه کوم"

    جرمني کې یو ډاکتر د خپلو ۱۵ ناروغانو د وژلو په جرم په عمري بند محکوم شوی دی. د برلین یوې محکمې د دې قضیې په تړاو د پرېکړې اورولو پر مهال ویلي چې "۴۱ کلن جوهانس ایم (مستعار نوم) د ۲۰۲۱ کال له سپتمبر د ۲۰۲۴ کال تر جولای پورې په لوی لاس ۱۲ ښځینه او درې نارینه ناروغان وژلي دي." چارواکو زیاته کړې چې دا وژنې ښايي‌ د یوې لویې دسیسې یوازې یوه کوچنۍ برخه وي. د دې قضیې څارنوال ویلي، په لسګونو نورو مشکوکو پېښو کې هم د جوهانس اېم د احتمالي ښکېلتیا په تړاو څېړنې روانې دي.

  • Afghanistan

    ملګري ملتونه؛ د افغانستان نفوس به د ۲۰۲۶ تر پایه ۴۸ نیم میلیونو ته ورسېږي

    ملګري ملتونه اټکل کوي، د افغانستان نفوس به د روان ۲۰۲۶ کال تر پایه ۴۸ اعشاریه ۶ میلیونو کسانو ته ورسېږي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ "یوناما" دا شمېرې نن د جولای پر ۱۱مه، چې د نفوس له نړیوالې ورځې سره برابره ده، په یوې خبرپاڼه کې اعلان کړې دي.

  • ظاهر قدیر

    ظاهر قدیر امریکا کې محکمې ته حاضر شو

    د افغانستان جمهوري نظام ولسي جرګې پخوانی مرستیال مشر عبدالظاهر قدیر د جمعې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، چې پرې د لګېدلو تورونو لړ کې محاکمه شي. پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د ادارو له لوري د نشه يي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتنې په تور لګېدلی. خو د نوموړي وکیل او کورنۍ دغه تورونه سیاسي‌ بللي دي.‌

د ۲۰۲۶ نړیوال جام: لوبې او پایلې

د ګول وهلو زړه پورې شېبې، پایلې او بل پړاو ته د لوبډلو لار موندل

Skip لنډې ویډیوګانې and continue reading

لنډې ویډیوګانې

  • سید عبدالله نظامي
  • هوا
  • shapoor zadran
  • سیالۍ
  • د شاپور ځدراڼ جنازه کابل کې
  • وینزوېلا
  • مزار شریف
  • چین کې توپان
  • شاپور ځدراڼ
  • trump

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • میاشه

    ولې میاشې ځینې کسان تر نورو ډېر چیچي؟

    میاشې (میاسې) موږ ته د نژدې کېدو ډېر مخکې، له لرې واټنه هغه ځینې نښې احساسوي چې زموږ بدنونه یې خپروي. نو ایا ته د دې وینې څښونکو حشراتو له غوره هدفونو یې که نه میاشې چندان اغېز نه درباندې کوي؟

  • د هند او طالبانو استازي

    د طالبانو حکومت او هند د بهرنیو چارو وزارتونو له ګډې کمېټې څه غواړي؟

    د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د هند–افغانستان د ګډې کمېټې د غونډې څلورم پړاو ناسته چې د هند د بهرنیو چارو وزارت له لوري اېم انند پرکاش او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړۍ سیاسي څانګې مشر شعیب بریالي د پلاوو مشري کوله، د ۲۰۲۶ کال د جولای پر ۹مه نېټه په نوي ډیلي کې وشوه.

  • د اردوغان ډالۍ

    تومانچه له شپږو مرمیو سره؛ د ناټو مشرانو ته د اردوغان ناڅاپي ډالۍ

    د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پای کې، په دې غونډه کې هر حاضر ناټو مشر ته یوه تومانچه له شپږو جګړه‌ییزو مرمیو سره د ډالۍ په توګه ورکړه. د دغو وسلو پر هرې یوې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو نومونه کښل شوي وو او په بکس کې یې یو پاکټ هم اېښودل شوی و، خو د بریتانیا د لومړي وزیر کې‌یر سټارمر په ګډون د ناټو ځینې مشران ، ونه توانېدل چې خپله ډالۍ خپل هېواد ته یوسي.

  • رباب فاطمه

    افغانستان کې د طالبانو حکومت پر مهال درېیمه ښځه د یوناما مشرې په توګه وټاکل شوه

    سرچینو بي‌بي‌سي ته تائید کړې چې بنګله‌ دېشۍ دیپلوماته رباب فاطمه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د نوي مشرې په توګه ټاکل شوې ده.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۲ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي