تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړ

د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند له سختې ماتې سره مخامخ شوی او مخالف ډيموکرات ګوند يې پر وړاندې له ډېرو څوکیو ګټلو سره مخکښ روان دی. د رایو شمېر لا هم روان دی او تر څو شېبې مخکې پورې په مشرانو جرګه کې ډيموکراتانو ۵۴ څوکۍ ګټلې دي خو جمهوريتیانو ۴۴. همداراز د استازو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو د ۱۳۹ څوکیو په بدل کې ډیموکرات ګوند ۲۲۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

لنډیز

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, عبدالرحمن السید څومره پېژنئ؟

    د ډیموکراټ ګوند نوماند عبدالرحمن السید د میشیګن ایالت د استازیتوب لپاره د امریکا د مشرانو جرګې څوکۍ وګټله. نوموړي خپل جمهوريپال سیال مایک راجرز ته ماتې ورکړه او د امریکا په تاریخ کې د لومړي مسلمان په توګه د مشرانو جرګې یا سنا غړیتوب ترلاسه کړ.

    نو عبدالرحمن السید څومره پېژنئ؟

  2. وروستی, د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ ډیموکراتانو د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کړ

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکو ګوند له سختې ماتې سره مخامخ شوی او مخالف ډيموکرات ګوند يې پر وړاندې له ډېرو څوکیو ګټلو سره مخکښ روان دی.

    د رایو شمېر لا هم روان دی او تر څو شېبې مخکې پورې په مشرانو جرګه کې ډيموکراتانو ۵۴ څوکۍ ګټلې دي خو جمهوريتیانو ۴۴.

    همداراز د استازو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو د ۱۳۹ څوکیو په بدل کې ډیموکرات ګوند ۲۲۸ څوکۍ ترلاسه کړې دي.

    په دې توګه ډيموکراتانو اوس د دواړو جرګو (استازو جرګې او مشرانو یا سنا جرګې) کنټرول ترلاسه کړی. دا په دې معنا ده چې د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پرمهال به اوس دواړه جرګې د ډیموکراتانو په لاس او واک کې وي.

    ډيموکرات ګوند ان په ځينو هغو ټاکنیزو حوزو کې هم بری خپل کړی چې د جمهوري‌ غوښتونکو د نفوس اصلي ایالتونه بلل کېدل، لکه ټېکزاس، جنوبي کارولینا او کېنساس...

    کېنساس هغه ایالت دی چې وروستی ځل پکې شاوخوا ۱۰۰ کاله مخکې یو ډيموکرات نوماند بریالی شوی و.

    وړاندې ډونلډ ټرمپ‌ ویلي وو چې د ایران جګړې د ده ګوند (جمهوریتیانو) د نوماندانو برخلیک اغېزمن کړی.

    خو د ایران پارلمان مشر بیا ویلي وو چې امریکایانو له دې ټاکنو سره په ډاګه کړه چې "جګړه نه غواړي".

  3. وروستی, عبدالرحمن السید؛ د امریکا سنا جرګې ته د لومړني مسلمان بریالي کېدل

    د ډونلډ ټرمپ د مخالف ډيموکرات ګوند نوماند عبدالرحمن محمد السید لومړنی مسلمان امریکایی شو چې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې له میشیګن ایالته سنا جرګې ته بریالی کېږي.

    هغه په یوه داسې یالت کې د سنا کلیدي څوکۍ وګټله چې د دغو ټاکنو لپاره یوه مهمه او له ګوندي اختلافونو ډکه ټاکنیزه حوزه بلل کېږي.

    له دې بري سره ښاغلی السید د امریکا په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو.

    محمد السید څوک دی؟

    عبدالرحمن محمد السید مصري الاصله امریکایی مسلمان او شاوخوا ۴۲ کلن دی.

    دی په روانو منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي نوماند مایک راجرز پر وړاندې په میشیګن ایالت کې د امریکا د ډيموکرات ګوند له لوري د مشرانو یا سنا جرګې ته نوماند دی.

    ښاغلی السید د ټرمپ له سیاسي مخالفانو بلل کېږي او تر ټاکنو وړاندې یې ترمنځ لفظي ناندرۍ هم رامنځ‌ته شوې وې.

    پلویان یې څه وايي؟

    پلویان یې بري ته خوشاله دي. په میشیګن کې ځينو رایه‌ورکوونکو بي‌بي‌سي ته ویلي چې دوی "راتلونکي ته هیله‌من" دي او باوري دي چې هغه به "په ریښتیا هم زموږ لپاره مبارزه وکړي".

    یو بل کس د السید ټاکل کېدل د امریکا لپاره یوه "تاریخي او مهمه شېبه" وبلله او درېیم کس بیا بي‌بي‌سي ته وویل چې، "دا زموږ لپاره ډېر د ویاړ ځای دی چې په غرور او پراخه سینه ووایو چې اوس یو څوک زموږ د ملاتړ لپاره شته".

  4. وروستی, د امریکا منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟

    په دې لنډه ویډيو کې زموږ همکار هدایت الله همیم دې ته لنډه کتنه کړې چې د امریکا په منځمهالو ټاکنو کې د ټرمپ لپاره کوم څه په خطر کې دي؟

  5. وروستی, قالیباف: امریکایانو جګړې ته "نه" وویل

    په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په اړه چې د ډونلډ ټرمپ ګوند پکې له سختې ماتې سره مخامخ دی، په غبرګون کې ایران ویلي چې امریکایانو ښکاره کړه چې جګړه نه غواړي.

    دا څرګندونې د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف کړې دي. هغه پرخپله اېکس‌پاڼه لیکلي، "امریکایانو جګړې ته نه وویل او موږ د دې پیغام ملاتړ کوو".

    ښاغلي قالیباف همداراز لیکلي چې که امریکايي چارواکي د خلکو دا پیغام له پامه وغورځوي نو بیا به "زموږ نه ویل د دوی خوبونه وتښتوي".

    د ایران دغه چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې چې د ایران جګړې د دغه هېواد په منځمهاله ټاکنو کې د ده د ګوند جمهوريت غوښتونکو نوماندانو برخلیک اغېزمن کړی دی.

    خو ښاغلي ټرمپ ټینګار کړی چې امریکایان د ده د کارونو په "ارزښت" پوهېږي. هغه همداشان خبرداری ورکړی چې ښايي‌ تر دې ټاکنو وروسته په ایران باندې نوي بریدونه وکړي.

  6. وروستی, د امریکا منځمهاله ټاکنو په اړه څومره پوهېږئ او ولې یې منځمهاله بولي؟

    په امریکا کې ميليونو وګړو د سې شنبې په ورځ په منځنمهاله ټاکنو کې ګډون وکړ. داسې ټاکنې چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د پاتې مودې پر برخلیک به د پام وړ اغېز ولري.

    منځمهاله ټاکنې څه دي؟

    کانګرېس له دوو برخو جوړ دی د استازو جرګه (ولسي جرګه) او سنا (مشرانو جرګه). ټاکنې هر دوه کاله پس کېږي. کله چې دا ټاکنې د ولسمشر د څلور کلنۍ دورې په منځ کې ترسره شي، منځمهاله ټاکنې بلل کېږي.

    د کانګرېس يوه مهمه دنده د فدرالي قوانينو جوړول او تصويبول دي، یعني هغه قوانين چې په ټول هېواد کې پلي کېږي.

    د منځمهاله ټاکنو پايلې به څرګنده کړي چې کوم سياسي ګوند به پر کانګرېس کنټرول ولري، د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند او که د اپوزېسيون دېموکرات ګوند. له دې ټاکنو وروسته به دا هم روښانه شي چې ولسمشر به خپل پلانونه په اسانۍ پلي کړي او که به له ستونزو سره مخامخ شي.

    د دې ټاکنو پايلې دا هم څرګندولی شي چې د امریکا وګړي تر دې دمه د اوسني ولسمشر له کړنو او کاري فعاليتونو څومره خوښ دي.

    په دې اړه یو جلا او مفصل رپوټ پر بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼه دلته لوستلی شئ:

  7. وروستی, ټرمپ ومنله چې د ایران جګړې په منځمهاله ټاکنو باندې اغېز لرلی

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ منلې چې د ایران جګړې هلته پر روانو منځمهاله ټاکنو اغېز درلودلی.

    هغه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې د ټاکنیز بهیر پرمهال د تېلو بیو زیاتوالی جمهوري غوښتونکو ته زیانمن تمام شو، ځکه چې په وینا یې، خلک "خوښ نه وو" چې په تېلو یې ډېرې پیسې ورکولې.

    ښاغلي ټرمپ پر ایران د لا نورو بریدونو پلان ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "موږ باید یو لوی اقدام وکړو" او ښايي دا به یو "دروند ګوزار" وي.

    که څه هم هغه دا روښانه نه کړه چې دا "دروند ګوزار" به څه وي خو ویې ویل چې، "دوی [ایران] به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي".

    ټرمپ په مرکه کې همداشان وویل چې هغه د ټاکنو پایلې د خپلې ولسمشرۍ پر وړاندې "ګوزار" نه ګڼي.

    خو اټکلونه دا دي‌چې د ده ګوند (جمهوریت غوښتونکي) به د کانګرس دواړه جرګې له لاسه ورکړي.

    ټرمپ ویلي چې ډیموکراتانو له ډېرو کلونو راهیسې د داسې یوې لویې بریا ترلاسه کولو هڅه کوله او بالاخره یې دا هدف ترلاسه کړ.

    ده د دې "ښه کار" له امله هغوی ته مبارکي هم ورکړه.

    ډونلډ‌ ټرمپ د تېرو دوو کلونو پرمهال خپلې لاس‌ته راوړنې یادې کړې او په ځانګړي ډول یې د اقتصاد پیاوړتیا او په جنوبي پوله کې امنیت ټینګول خپلې "مهمې بریاوې" وبللې.

  8. وروستی, عکسونه؛ ډيموکراتان په ټاکنو کې د خپلو بریاوو خوښي نمانځي

    په دغو عکسونو کې هغه شېبې وینئ چې د ډيموکراتانو نوماندان او پلویان یې په بېلابېلو ایالتونو کې د خپل بري شېبې نمانځي او خوښ برېښي.

  9. وروستی, د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ د ډونلډ ټرمپ ګوند له تاریخي ماتې سره مخ دی او ډیموکراتان پر استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ته ور نږدې دي

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ګوند (جمهوري غوښتونکي) له تاریخي ماتې سره مخامخ شوی او ډيموکراتان د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول ترلاسه کولو ته نږدې شوي دي.

    په روانو ټاکنو کې دا پرمختګ وروسته له هغه ممکن شوی چې ډیموکراتانو په ټېکزاس، کېنساس، اوهایو او جنوبي کارولینا ایالتونو کې تر جمهوري غوښتونکو ډېرې رایې ترلاسه کړې دي. دا هغه ایالتونه دي چې دوه کاله مخکې ډونلډ ټرمپ په ډېره اسانۍ ټاکنې پکې ګټلې وې.

    اټکلونه دا دي چې ډیموکراتان به د امریکا د دواړو جرګو کنټرول ترلاسه کړي.

    د رایو شمېر لا هم روان دی او خلک د وروستیو پایلو اعلان ته شېبې شماري.

  10. وروستی, ډونلډ ټرمپ: که پر رای‌پاڼې زما نوم وای نو ټاکنو کې به بریا زموږ وای

    داسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ شېبه په شېبه د ټاکنو پایلې څاري او پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) غبرګون ورته څرګندوي.

    تېره شپه (سې‌شنبه) یې لیکلي، "پر رای‌پاڼو زما نوم نه و، که وای نو په بې‌ساري او غوڅ اکثریت سره به بریالي شوي وای".

  11. وروستی, د استازو جرګه کې اوسمهال وضعیت څنګه دی؟

    په امریکا کې د بي‌بي‌سي همکارې رسنۍ سي‌بي‌ایس د اټکل له مخې، ډيموکراتان د استازو جرګه د لږترلږه ۲۳۹ څوکیو او جمهوري غوښتونکي د لږترلږه ۱۶۱ څوکیو ترلاسه کولو ته ور نږدې دي.

    د استازو جرګې د ټولو څوکیو پایلې لا نه دي په ډاګه شوې او رای‌شمېرل روان دي.

  12. وروستی, د ټاکنو پایلې به کله اعلانېږي؟

    په امریکا کې د رایې ورکولو بهیر له پای ته رسېدو سره لومړنۍ نښې څرګندوي چې اقتصادي وضعیت د منځمهاله ټاکنو پر مهال د رایه ورکوونکو تر ټولو مهمه اندېښنه وه.

    داسې ښکاري چې دا موضوع به د ډیموکراتانو په ګټه تمامه شي او د کانګرېس د کنټرول بېرته ترلاسه کولو لپاره به د هغوی له هڅو سره مرسته وکړي.

    د امریکا د منځمهاله ټاکنو د رایې ورکولو بهیر د امریکا پر وخت د ماښام په اوو بجو په ویرجینیا، جورجیا او جنوبي کارولاینا ایالتونو کې او ترې یو ساعت وروسته په کنټکي او انډیانا ایالتونو کې هم د رایې ورکولو بهیر پای ته رسېدلی و.

    له دوی یې جورجیا او اوهایو ایالتونو هغه سیمې بلل کېږي چې د سنا مجلس د راتلونکي جوړښت په ټاکلو کې مهم رول لري.

    د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې ميليونونو امریکايانو خپلې رايې وکارولې. له دې ټاکنو وروسته به معلومېږي چې د کانګرېس کنټرول به د کوم ګوند په لاس کې وي.

    په امریکا کې هر ايالت د خپلو ټاکنو د ترسره کولو بشپړ مسوولیت او د رايو د شمېرلو او پروسې بشپړولو لپاره ځانګړي اصولو او مقرارت لري.