ژوندۍ پاڼه, ټرمپ وایي 'لېونیانو' ته به د اټومي وسلو لرلو اجازه ورنه کړي او مجتبی خامنهيي 'اقتصادي مقابلې' غوښتې
د امریکا ولسمشر وایي چې هېواد به یې هېڅکله 'لېونیانو' ته د اټومي وسلو د لرلو اجازه ورنه کړي او ټینګار یې کړی چې امریکا به 'د هرې هغې وسلې د ختمولو لپاره لاس په کار شي چې نړۍ ګواښلی شي'. بل لور ته، د ایران د ستر رهبر زوی مجتبی خامنهيي له خلکو غوښتي چې 'اقتصادي مقابله' وکړي او د جګړې د پایلو په درشل کې 'د دولت د دوښمنانو هڅې ناکامې کړي.'
لنډیز
د امریکا دفاع وزیر پیت هېګېسټ وايي د دوی لخوا له ایران سره پر جګړې شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالره لګښت شوی
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي پنټاګون له دوی سره د جګړې د لګښتونو په اړه "دروغ" وایي
د ایران اسلامي جمهوریت د مشرتابه دفتر د نړیوالو چارو مرستیال محسن قمي ویلي، مجتبی خامنهيي په بشپړه توګه صحتمن او د چارو پر سمبالولو بوخت دی
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي: پاکستان د دوی او امریکا ترمنځ د خبرو اترو رسمي منځګړی دی
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي د اسرائیل د تېرې ورځې بریدونو کې ۱۵ کسان وژل شوي
ژوندی پوښښ
وروستی, "د ایران د جګړې له امله میلیاردونه خواړه له خطر سره مخ دي"
د عکس سرچینه، Getty Images
د سرې (کیمیاوي کود) یا ښېرازۍ د یوه ستر نړیوال تولیدوونکي مشر ویلي، د ایران د جګړې له امله د سرې او د هغې د مهمو خامو موادو د عرضې ګډوډي ښايي په نړۍ کې هره اونۍ تر ۱۰ میلیارده خوړو پورې اغېزمن کړي او بېوزله هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني.
د "یارا" شرکت اجرائیه رئیس سویین توره هولسېتر بي بي سي ته ویلي، په خلیج کې جګړې او شخړو، چې د هرمز تنګي له لارې یې سمندري لېږد بند کړی، د نړۍ د خوړو تولید له خطر سره مخ کړی دی.
هغه خبرداری ورکړ چې د سرې د کم استعمال له امله د حاصلاتو کمېدل ښايي د خوړو لپاره د سختې سیالۍ سبب شي.
هغه له اروپايي هېوادونو هم وغوښتل چې د بیو د جګړې اغېزې دې پر هغو هېوادونو په دقت وارزوي چې "تر ټولو ډېر زیانګالي" دي.
هغه روسیې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستي سفر ته په اشارې سره وویل
ایران او روسیه د ستراتېژیک مشارکت د هوکړهلیک پر بنسټ په سیاسي، امنیتي او
اقتصادي برخو کې پراخې همکارۍ لري، او دا چې ایران په
اوسنیو شرایطو کې هڅه کوي چې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي او خپل دریځ روښانه کړي.
عراقچي روسیې ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد
له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم لیدلي وو.
د ایران بهرنیو چارو
وزارت ویاند همداراز زیاته کړه، چې د دوی هېواد له روسیې او
چین سره د همدغو ډیپلوماتیکو همکاریو پایله کې پر دې توانېدلی پر هغه څه ته چې نوموړي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې "د سیمې د ځینو هېوادونو مکارانه اقدام" وباله، غلبه ومومي.
هغه وویل: "په ډېرو دغو بریدونو کې زموږ له تر ټولو غوره وسلو کار
اخیستل شوی او موږ له دغو وسلو او همدارنګه د دفاعي توغندیو لوی شمېر
کاروو. دا مهمات په یوه شپه کې نه شي تولیدېدای."
سناتور کېلي زیاته کړه چې د بودجې
وړاندې شوی غوښتنلیک هم ښيي چې د دفاع وزارت له همدې ستونزې سره مخ
دی او د دغو سیسټمونو د ځای پر ځای کولو لپاره یې د روښانه مهالوېش غوښتنه وکړه.
ښاغلي هېګسیټ په ځواب کې وویل: "دا هماغه پوښتنه ده چې باید وشي." هغه
ټینګار وکړ چې د وسلو د زېرمو بیا رغونه د وسلو د سیستم د ډول له مخې ممکن له څو
میاشتو تر څو کلونو پورې وخت ونیسي.
وروستی, واشنګټن به شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو ۹۲.۵ میلیونه بېرله تېل په پور ورکړي
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې د
پنجشنبې په ورځ وویل غواړي د انرژۍ شرکتونو ته د ستراتیژیکو نفتو له زېرمو تر ۹۲ اعشاریه ۵ میلیون بېرله
خام نفت پور ورکړي.
دا اقدام د هغه نړیوال تړون
برخه ده چې موخه یې د ایران د جګړې له امله د نفتو د لوړو شویو بیو او د بازارونو
د بېثباتۍ ارامول دي.
د
پنسلوانیا ایالت جان فېټرمن یوازینی ډیموکراټ سناتور و چې د دې مسودې پر ضد یې
رایه ورکړه، په داسې حال کې چې د مېن ایالت سوزان کولینز او د کینټکي ایالت رنډ
پال، چې دواړه جمهوري غوښتونکي دي، د پرېکړې په ملاتړ رایه ورکړه.
د سوزان
کولینز رایه د پام وړ بلل شوې، ځکه دا لومړی ځل و چې هغې د دې قانوني مسودې ملاتړ
وکړ. هغې پر اېکس (X) ولیکل: "لکه څنګه چې مې د ایران د شخړې
له پیل راهیسې ویلي، د ولسمشر واک د وسلهوالو ځواکونو د اعلی قومندان په توګه
مطلق نه دی."
هغې زیاته
کړه: "اساسي قانون کانګرس ته د جګړې او سولې اړوند پرېکړو کې اساسي رول
ورکوي، او د جګړې صلاحیتونو قانون د ۶۰ ورځو
یوه روښانه موده ټاکي څو په بهرنیو شخړو کې د امریکا د مداخلې تصویب یا پای ته
رسېدل وټاکل شي. دا موده یوازې سپارښتنه نه ده، بلکې یو اساسي شرط دی."
سوزان کولینز ټینګار وکړ چې "د ایران پر
ضد هر ډول اضافي پوځي اقدام باید روښانه ماموریت، د لاسته راوړلو وړ هدفونه او د
جګړې د پای ته رسولو څرګنده ستراتیژي ولري. ما تر هغې وخته د دغو پوځي عملیاتو د
پای ته رسولو په ملاتړ رایه ورکړې، څو داسې وضاحت وړاندې شي."
وروستی, پر اوربند سربېره اسرائیلو د لبنان سوېل کې خونړي بریدونه کړي
د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د
عامې روغتیا وزارت ویلي، د پنجشنبې په ورځ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د لبنان په جنوب کې لږ تر لږه
نهه کسان وژل شوي، چې دوه پکې ماشومان
هم دي. په
ورته وخت کې د اوربند له اعلان سره سره، چې اوس یې دویمه اونۍ
روانه ده، لا هم د اسرائيلو بریدونه دوام
لري.
د وزارت
په وینا، په دې بریدونو کې ۲۳ کسان
ټپیان شوي، چې په هغوی کې اته ماشومان او اوه ښځې هم دي.
له بلې
خوا، حزبالله ویلي چې د اسرائیلي
ځواکونو پر ضد یې په جنوب کې بریدونه کړي، چې پکې د بنت جبیل په ولسوالۍ کې پر
عسکرو د ډرون برید هم شامل و.
دا نښتې
په داسې وخت کې روانې دي چې اسرائیل
په لبنان کې خپل پوځي عملیات روان
ساتلي، سره له دې چې د اپرېل په ۱۶مه
اوربند اعلان شوی و، وروسته له هغه چې د لبنان او اسرائیلو سفیرانو په واشنګټن کې مستقیمې خبرې کړې وې.
د لبنان
ولسمشر جوزف عون د هغه څه په اړه نیوکه کړې چې هغه یې "د اوربند پرلهپسې
سرغړونې" بللې دي او ویلي یې دي چې بریدونه، د کورونو نړول او د عبادتځایونو
ویجاړول لا هم دوام لري "سره له دې چې اوربند نافذ دی".
هغه
زیاته کړه: "پر اسرائیلو
باید فشار راوړل شي چې نړیوال قوانین او
کنوانسیونونه مراعات کړي او د ملکي وګړو،
امبولانس کارکوونکو، مدني دفاع او بشري مرستو سازمانونو په نښه کول بند کړي."
د
پنجشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ د لبنان په
جنوب کې د ۱۵ کلیو د تخلیې خبرداری هم ورکړ. دا کلي تر ډېره د اسرائیلو
له لوري د اعلان شوې "ژېړې کرښې" له سیمو بهر وو؛ هغه سیمې چې پر پوله شاوخوا ۱۰ کیلومتره غځېدلې ده او وایي هلته د ګواښونو پر ضد
عملیات کوي.
اسرائیل وایي دا اقدامات د هغه څه په غبرګون کې دي چې دوی یې
د حزبالله له خوا د اوربند د تړون سرغړونې بولي. حزبالله په رسمي ډول د اوربند
په تړون کې نه و شامل، خو ویلي یې وو که اسرائیل هم ورته درناوی وکړي، دوی به یې مراعات کړي.
وروستی, د "صمود کاروان" بېړیو درول؛ اسپانیا اسرائیل له "بیا له نړیوال قانون په سرغړونه" تورن کړ
د عکس سرچینه، Reuters
د اسپانیا لومړي وزیر پېډرو سانچیز د پنجشنبې په ورځ اسرائیل تورن کړ
چې "بیا یې له نړیوال قانون سرغړونه کړې". دا وروسته له هغه دي چې
د یونان ساحل ته نژدې یې د "نړیوال مقاومت بېړۍ کاروان" شاوخوا ۲۰ کښتۍ ونیولې او
نژدې ۱۷۵ د فلسطین پلوي فعالان یې ونیول، چې په هغوی کې اسپانویان هم وو.
سانچیز پر اېکس ولیکل:
"اسرئیل بیاځلي نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي، ځکه چې په هغه اوبو کې یې پر
یوه ملکي بېړۍ برید کړی چې د هغوی پورې اړه نه لري." هغه له اروپايي ټولنې
وغوښتل چې "سملاسي د همکارۍ تړون وځنډوي او د اسرائیلو له لومړي
وزیر بنیامین نتنیاهو وغواړي چې د سمندري قانون درناوی وکړي."
تر دې مخکې د اسپانیا د بهرنیو چارو
وزارت د اسرائیلي پوځ هغه اقدام په سختو ټکو غندلی و چې د یونان د کریټ ټاپو په څنډو کې
ترسره شوی و او ویلي یې و چې په دې کاروان کې اسپانوي اتباع هم موجود وو.
اسرائیلي چارواکو مخکې ویلي وو چې هغه ۱۷۵ فعالان چې دوی نیولي (د تنظیموونکو په وینا ۲۱۱ تنه)، د شاوخوا
شلو کښتیو له منځه نیول شوي او وروسته به یونان ته ولېږدول شي. دا کاروان له ۵۰ زیاتو کښتیو جوړ و چې په وروستیو اونیو کې له مارسیل (فرانسه)،
بارسلونا (اسپانیا) او سیراکوزا (ایټالیا) روان شوی و.
وروستی, متحده عربي اماراتو پر خپلو وګړو ایران، لبنان او عراق ته د سفر بندیز ولګاوه
د عکس سرچینه، Getty Images
متحده عربي اماراتو "په
سیمه کې د وروستیو پرمختګونو په رڼا کې" خپلو اتباعو ته د ایران، لبنان او عراق د
سفر کولو بندیز لګولی دی.
پر ایکس یوه
بیان کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته لارښوونه کړې چې
له دغو هېوادونو څخه ژر تر ژره بېرته ستانه شي.
وروستی, له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه؛ د فیفا مشر نړیوال جام کې د ایران پر ګډون ټینګار وکړ
د عکس سرچینه، FIFA/FIFA via Getty Images
د فیفا مشر ټینګار کړی چې ایران به د ۲۰۲۶ نړیوال جام کې ګډون وکړي
او سیالۍ به یې د پلان له مخې په امریکا کې ترسره شي.
هغه دا
څرګندونې په داسې حال کې کړې چې مهدي تاج او ورسره پلاوی یې، چې کاناډا ته روان
وو، دې هېواد ته له ننوتو پرته بېرته له هوايي ډګره استانبول ته ستانه شول او د
فیفا په کانګرس کې، چې د بېلابېلو هېوادونو استازي پکې ګډون لري، حاضر نه وو.
له ایران
او امریکا ترمنځ د جګړې او اوربند د وضعیت د دوامداره ناڅرګندتیا له امله، په
نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې لا هم د لوړېدو په حال کې دي او اوس د شمالي برنټ
نفتو د هر بېرل بیه د ۱۲۰ ډالرو پولې ته رسېدلې ده.
د انرژۍ نړیوالې ادارې رئیس وایي، نړۍ په
منځني ختیځ کې د جګړې له امله د نفتو د بیو د سخت لوړوالي په نتیجه کې له "سترې انرژۍ او اقتصادي ننګونې" سره مخ شوې او "د تاریخ له تر ټولو ستر انرژۍ کړکېچ" سره مخامخ ده.