وروستی, ټرمپ کانګرس ته: اوربند دا معنا نه چې چې زه به د ایران جګړې ته د کانګرس تصویب ته اړ یم

د عکس سرچینه، Getty Images
ولسمشر ډونلډ ټرمپ کانګرس ته ویلي چې له ایران سره د امریکا جګړه د روان اوربند له امله "پای ته رسېدلې" ده او هغه استدلال کړی چې د دې شخړې لپاره د قانون جوړوونکو رسمي اجازه ته اړتیا نه لري.
هغه د کانګرس مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي: "له ۲۰۲۶ کال د اپرېل له ۷مې نېټې راهیسې د امریکا د ځواکونو او ایران ترمنځ هېڅ ډول د ډزو تبادله نه ده شوې. هغه جګړه چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۸مه پیل شوې وه، پای ته رسېدلې ده."
دا په داسې حال کې ده چې د هغه له خوا کانګرس ته د ایران پر ضد د بریدونو د رسمي خبر ورکولو ۶۰مه ورځ وه.
د امریکا د قانون له مخې، ولسمشر مکلف دی چې له داسې خبر ورکولو وروسته د ۶۰ ورځو په ترڅ کې د پوځ کارول پای ته ورسوي، که کانګرس د دوام اجازه ورنه کړي.
ټرمپ په خپلو جمعې ورځو لیکونو کې زیاته کړې:
"زه د خپلې قانوني او اساسي دندې له مخې، د بهرني سیاست د مشري، د اعلی قوماندان په توګه او د اجرائیه رئیس په حیث، د امریکا د وسله والو ځواکونو د لارښوونې واک لرم او دې ته به دوام ورکړم."












