وروستی, له ایران سره د جګړې پر سر لانجه؛ امریکا له جرمني خپل پنځه زره سرتېري وباسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اعلان کړی چې متحده ایالات به شاوخوا ۵ زره سرتېري له جرمني وباسي.
دا اقدام د ناټو له خپل نژدې ټلوال سره د خبرداري پیغام په توګه لیدل کېږي، په داسې حال کې چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اروپا ترمنځ د ایران جګړې په اړه اختلافات زیات شوي دي.
ډونلډ ټرمپ د روانې اونۍ په پیل کې ګواښ کړی و چې په جرمني کې به د امریکا پوځي حضور کم کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې نوموړي د جرمني له صدراعظم فریدریش مېرتس سره لفظي شخړه وکړه.
مېرتس ویلي وو چې ایران د هغو خبرو اترو پر مهال "متحده ایالات شرموي" چې موخه یې د امریکا او اسرائیل له خوا له ایران سره د دوو میاشتو راهیسې روانه جګړه پای ته رسول دي.
بل لور ته، د پنټاګون ویاند شون پارنېل ویلي چې "تمه کېږي د ځواکونو د ایستلو بهیر له شپږو تر ۱۲ میاشتو پورې بشپړ شي."










