وروستی, عراقچي: امریکا د ایران د جګړې د لګښتونو په اړه دروغ وايي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي د امریکا دفاع وزارت له دوی سره د جګړې د لګښتونو په اړه "دروغ" وایي.
د یادونې ده چې د امریکا دفاع وزیر پیت هېګېسټ ویلي وو چې د دوی لخوا له ایران سره پر جګړې شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالره لګښت شوی.
خو د ایران بهرنیو چارو وزیر دغو شمېرو ته په شارې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: "پنتاګون دروغ وایي. د نتنیاهو قمار تر اوسه امریکا لپاره په مستقیم ډول ۱۰۰ میلیارد ډالره لګښت لرلی دی؛ تر هغې څلور برابره لوړ چې ادعا یې شوې."
ښاغلي عراقچي زیاته کړه: " امریکايي مالیهورکوونکو لپاره غیرمستقیم لګښتونه تر دې هم لوړ دي. هرې امریکایۍ کورنۍ لپاره میاشتنی لګښت ۵۰۰ ډالرو ته رسېږي او په چټکۍ سره د ډېرېدو په حال کې دی."
نوموړي وویل چې د "لومړی اسرائیل" تګلارې معنا "وروستی امریکا" ده.
د یادونې ده چې امریکا دفاع وزیر پېت هېګېست د استازو جرګې د وسلهوالو خدمتونو کمېټې له مشاجرې ډکه غونډه کې د ایران پر ضد جګړه کې د خپلو کړنو دفاع کړې وه.
هغهوویل چې تر اوسه د دې جګړې لګښت شاوخوا ۲۵ میلیارد ډالره اټکل شوی او دا چې دغه لګښت د نوموړ په وینا "د ایران له لوري د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي ارزښت درلود."