اروپا ته د طالبانو حکومت د پلاوي یو ورځنی سفر؛ 'د افغان کډوالو او دیپلوماتیک حضور' په اړه خبرې

د‌ طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند

د عکس سرچینه، MOFA

د عکس تشریح، د‌ طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

بي بي سي ته یوې سرچینې تایید کړې چې اروپا ته د طالبانو د حکومت د پلاوي یو ورځنی سفر پای ته رسېدلی دی او د سرچینې په خبره مشخصو مسایلو باندې خبرې شوې دي.

ویل کېږي دغه سفر " د اروپايي ټولنې په بلنه" نن سه شنبه (۲۳ جون) ترسره شو.

سرچینه وایي، د طالبانو د حکومت پلاوي د یوې ورځنۍ ویزې د ترلاسه کولو لپاره څو ورځې په ترکیه کې تېرې کړې وې.

ویل شوي، چې په دې خبرو کې به د غیرقانوني کډوالو ایستل کېدو چارې، د قونسلي چارو او تعامل څرنګوالی د بحثونو موضوعات وو.

ویل کېږي د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د دوی د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.

په دې ډله کې په بهرنیو چارو وزارت کې د څلورمې سیاسي ادارې (اروپا) مشر او د کورنیو چارو وزارت ځینې استازي هم وو.

په ورته وخت کې سرچینو بي بي سي ته تایید کړې چې د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت لخوا د شپږو دیپلوماتانو پر منلو هم هوکړه کړې ده.

د جرمني حکومت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د بلجیم بېرغ

د عکس سرچینه، Getty Images

مخکې د بلجیم بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د طالبانو حکومت یوه پینځه کسیز پلاوي ته یې د ګډوالۍ په تړاو د اروپايي ټولنې په ناسته کې ګډون لپاره ویزې صادرې کړې دي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، له دغه وزارته دوشنبه (د جون ۲۲مه) په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې "دا ویزې له جغرافیايي او زماني اړخه محدود اعتبار لري؛ یوازې بلجیم... او یوې ورځ" لپاره دي.

خو د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله ویل شوي، چې د دې لیدنې کره نېټه د امنیتي لاملونو له کبله نه اعلانېږي.

پخپله د طالبانو حکومت تر اوسه رسمآ اروپا ته د خپلو استازو د سفر او د دې ناستې د ایجنډا په اړه څه نه دي ویلي.

دا په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راوروسته لومړی ځل دی، چې اروپايي ټولنه د دوی د حکومت د استازو کوربتوب کوي.

اروپايي ټولنه که څه هم د طالبانو له حکومت سره دیپلوماتیک اړیکي او راشه درشه نه لري، خو یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې په دې وروستیو کې د دې ټولنې د غړو هېوادونو لږترلږه لسو استازو ته د افغانستان یو کلنې ویزې صادرې شوې دې.

د بلجیم بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې بروکسل کې دې ناستې ته د طالبانو حکومت کوم چارواکي وربلل شوي.

خو د طالبانو په حکومت کې یوې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، چې د دغه پینځه کسیز پلاوي مشري د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي او دا چې سې‌شنبه (د جون ۲۳مه) به "له ترکیې د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته روان شي."

بي‌بي‌سي ته ویل شوي چې د طالبانو حکومت دغه استازي له څو ورځو راهیسې ترکیه کې دي، او هلته یې هم د ملګرو ملتونو د ځینو ادارو په ګډون بېلابېلو خواو سره کتنې کړې.

دې سرچینې بي‌بي‌سي ته ویلي، د طالبانو حکومت د هغو افغان کډوالو ورستنېدو ته چمتووالی ښودلی چې د جرمنو له کبله یې د ایستل کېدو پرېکړه شوې، خو د اروپايي‌ ټولنې غړي غواړي هغه افغانان هم خپل هېواد ته ستانه کړي چې د پناه غوښتنې قضیې یې رد شوې دي.

د یادونې ده جرمني لا مخکې څو ځله افغانستان ته داسې افغان پناه غوښتونکي ستانه کړي، چې د جرمونو له کبله محکوم او له دغه هېواده یې د ایستل کېدو پرېکړه شوې وه.

افغانستان ته د کډوالو او پناه غوښتونکو ستنول داسې ګام دی چې د بشري حقونو د ځینو مدافع بنسټونو له غبرګون او نیوکو سره مخامخ شوی.

دوی خبرداری ورکوي چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د کډوالو ستنول هغوی له خطر سره مخامخولی او د اروپايي ټولنې ارزښتونه کمزوري کولی شي.

اروپايي کمېسیون، چې د اروپايي ټولنې د اجرائیوي قویې په توګه عمل کوی، اعلان کړی چې دغه ناسته تخنیکي ماهیت لري او د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په معنا نه ده.

طالبانو واک ته له راستنېدو راهیسې د لوړو زدکړو او کار په ګډون د ښځو فردي او ټولنیزې ازادۍ پرله‌پسې محدودې کړې دي.

د بشري حقونو د مدافع بنسټونو او فعالانو غبرګون

تجمع زنان افغان در مادرید اسپانیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، در روزهای گذشته پناهجویان افغان نیز با برگزاری تجمعاتی با این تصمیم اتحادیه اروپا مخالفت کردند

اروپايي ټولنه په داسې حال کې د طالبانو حکومت د استازو کوربتوب ته چمتووالی کوي، چې د بشري حقونو ځینو سازمانونو او فعالانو له دې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت له استازو سره د خبرو اترو له پلانه تېر شي.

په دې لړ کې د بشري حقونو د څار ادارې یوې افغانې څېړونکې فرشتې عباسي ویلي، "له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د بشري حقونو په ساتنه او ځواب وینه متمرکز وي، نه خطرناک ځای ته د افرادو پر ستنولو."

د بښنې نړیوال سازمان کې د اروپايي بنسټونو د دفتر مدیرې ایو ګدي هم ویلي چې "تر اوسه له افغانستانه د اروپايي ټولنې د کارکوونکو په ګډون د خلکو د تښتېدو د نهیلې کوونکې صحنو یاد تازه دی."

هغه زیاته کړې: "د تصور وړ نه ده چې اروپايي ټولنه دې اوس هڅه وکړي – افغانستان ته، چې په دې موده کې یوازې لا پسې خطرناک شوی، کسان وباسي."

په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر ریچارد بېنېټ هم پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې "بشري حقونو او د کډوالۍ قانون ته درناوی ضروري دی. افغانان باید بېرته یوه ناخوندي حالت ته ستانه نه کړل شي. په بروکسل کې به له طالبانو سره ناسته افغانانو، په ځانګړې توګه ښځو ته سپکاوی وي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

د نجونو د زدکړو د حق فعالې او د سولې نوبل جایزې پښتنې ګټونکې ملالې یوسفزۍ هم پر خپله ایکس پاڼه خپاره کړي بیان کې ویلی چې "اروپايي ټولنه باید داسې رژیم ته مشروعیت ورنه کړي، چې په نړۍ کې د بشري حقونو د یوه تر ټولو ناوړه ناورین مسوول دی. له طالبانو سره هر ډول تعامل باید د افغان ښځو او نجونو له حقونو پیل او پر همغوی پای ومومي."

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

بشري کړکېچ

له ۲۰۲۱ کال راهیسې زرګونو افغانانو د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه اخیستو غوښتنه کړې.

د دې ټولنې قوانین که څه هم پر جدي جرمونو د محکومیت او یا امنیت ته د ګواښ ګڼل کېدو پر مهال د افرادو د شړلو اجازه ورکوي، خو د افغانانو په تړاو ستونزه دا ده، چې دوی د طالبانو په رسمیت نه پېژني او راشه درشه ورسره نه لري.

بلخوا د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د کډوالۍ اړوندو تګلارو او سیاستونو له سختېدو سره کډوالو ته د پناه ورکولو عمومي کچه هم ټیټه شوې ده.

افغانستان دمګړۍ له پراخ بشري کړکېچ سره مخامخ دی. د ملګرو ملتونو اړوندې ادارې وايي، په دغه هېواد کې له هرو درېیو یو تن چې ۱۷ میلیونه کسان کېږي، د خوړو خوندیتوب نه لري.

په تېرو کلونو کې له ایران او پاکستانه په زور د میلیونونو افغان کډوالو ایستل کېدو بشري وضعیت لا پسې خراب او کړاو زیات کړی دی.