د جګړې له پیل راهیسې د امریکا بریدونو کې د ایران له ۵۰ ډېرې پوځي اډې زیانمنې شوې

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د جګړې له پیل راهیسې، د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د ایران له پنځوسو څخه ډېرې پوځي اډې زیانمنې شوې دي.
دغو اډو ته د اوښتي زیان د کچې اټکل ګران دی، ځکه د جګړې په اوږدو کې امریکا هڅه وکړه چې د سیمې د سپوږمکۍ پوښښ محدود کړي.
دا انځورونه چې د بي بي سي د حقیقت موندنې (وریفای) څانګې له خوا څېړل شوي، ښيي چې له دولسو په ډېرو ځایونو کې ځغاستلیکې او الوتکې هم په نښه شوې دي.
دا داسې کار و، چې د کارپوهانو په وینا له امریکا سره یې مرسته وکړه چې د ایران د هوايي حریم بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.
امریکايي چارواکي وايي، د فبرورۍ په اته ویشتمه د نښتې له پیل راهیسې، دوی په ټول ایران کې له ۱۳ زرو ډېر هدفونه په نښه کړي دي.
که څه هم د ښکېلو خواوو ترمنځ له لنډمهالي اوربنده یوه میاشت تېرېږي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادعا کوي چې ایران یې په پوځي ډګر کې مات کړی دی.
بي بي سي د پلینټ شرکت د پخوانیو انځورونو او همدارنګه د نورو نړیوالو ادارو د انځورونو په کارولو سره، په ټول ایران کې ۵۱ پوځي مرکزونو ته اوښتی زیان ثبت کړی چې هوايي اډې، سمندري تاسیسات او د سپاه پاسداران اړوند تاسیسات په کې شامل دي.
د بېلګې په توګه، د مارچ د اومې په بریدونو کې د مهراباد نړیوالې هوايي اډې په پوځي برخه کې لږ تر لږه ۱۷ الوتکې ویجاړې شوې او په اپریل میاشت کې د شیراز په هوايي اډه کې ۱۳ الوتکې په نښه شوې دي.
دا انځورونه دغه راز د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو د قوماندانۍ مرکز او همدارنګه د تهران په ختیځه څنډه کې د دغو ځواکونو عمومي قومانداني ته د اوښتي پراخ زیان ښکارندویي کوي.
دا تحلیل احتمالاً یوازې د زیانونو د یوې برخې ارزونه ده، ځکه چې د ایران ډېری تاسیسات محرمانه ماهیت لري.
د جېنز خصوصي استخباراتي شرکت د اټکل له مخې، په ایران کې په ټولیزه توګه د پوځي او پاسداران ځواکونو اړوند ۱۹۷ اډې شته.

د عکس سرچینه، Getty Images
کارپوهانو د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې ته ویلي، تهران د دوی پر سمندري او هوايي ځواکونو د دغو خورا درنو او پرله پسې ګوزارونو سره سره په سیمه کې امریکا او د هغه متحدانو ته د زیان اړولو وړتیا لري.
د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې لخوا د څېړل شویو انځورونو ځینې یې ښيي چې تهران له دغه نازک اوربند څخه په ځینو مهمو توغندیزو اډو کې د تونلونو د ورودي لارو د ترمیم لپاره ګټه اخیستې ده.
د دغو انځورونو پر بنسټ، د تبریز د توغندیزې اډې سړکونه له کنډوکپرو پاک کړل شوي او هغه تونلونه چې د امریکا او اسراییل په بریدونو کې زیانمن شوي وو، ظاهراً بیا کیندل شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA
پر پوځي اډو سربېره، په ایران کې ډېرې ملکي ودانۍ هم په نښه شوې دي چې په امریکا کې د مېشتو بشري حقونو د فعالانو د خبري اژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه له یو زر ۷۰۰ څخه ډېر کسان په کې وژل شوي دي.
د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې دا هم موندلې چې تهران د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د امریکا لږ تر لږه ۲۰ پوځي اډو ته زیان اړولی چې په اتو هېوادونو کې له کوربه هېوادونو سره د ګډو تاسیساتو په نښه کول هم په کې شامل دي.
د هوايي دفاع پرمختللو سیسټمونو، د تېلو لېږدونکو الوتکو او د رادار سیستمونو ته د اوښتي مالي زیان کچه سلګونه میلیون ډالرو ته رسېږي.






















