ټرمپ: له ایران سره مذاکرات ښه روان دي، خو د باور وړ نه دي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، له ایران سره خبرې سمې روانې دي او ایران جوړجاړی غواړي. د امریکا ولسمشر د شنبې په ورځ په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل چې له ایران سره د خبرو په اړه د ده اصلي اندېښنه دا ده، چې پر ایران ډېر باور نه شي کېدای.

هغه وویل: ''ستونزه دا ده چې هغوی ډېر د باور وړ نه دي. تړون کوي، خو وروسته له هغه شاته کېږي.''

د قطر په منځګړیتوب د روانو مذاکراتو په اړه ټرمپ وویل: ''موږ بیړه نه لرو.''

کله چې له هغه وپوښتل شول چې ایا امریکا به پر ایران بیا برید وکړي که نه، ټرمپ په ځواب کې وویل: ''دا څومره احمقانه پوښتنه ده؟ که فرضاً زه داسې څه کوم، نو ایا تاسې ته به یې ووایم؟ زه نه شم کولی دا درته ووایم.''

ټرمپ یو ځل بیا ادعا وکړه چې امریکا د ایران سمندري ځواک، هوايي ځواک او د وسلو د تولید وړتیا له منځه وړې ده.

هغه وایي: ''له ایران سره د خبرو بهیر اوس مهال ښه روان دی، خو اصلي ستونزه دا ده چې هغوی ډېر د باور وړ نه دي. موافقه کوي، خو وروسته په اسانۍ سره له خپلو ژمنو شاته کېږي او تړون ماتوي.''

د ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال دي چې ایراني چارواکو څو ځله هغه او د هغه اداره تورنه کړې چې خپلو ژمنو ته یې وفاداري نه ده کړې او د خبرو پر مهال یې پر ایران بریدونه کړي دي.

ټرمپ په فلوریدا کې په خپل استوګنځي کې خبریالانو ته وویل: ''موږ د هغوی اټومي تاسیسات له کاره ایستلي دي. لا هم باید یو یا دوه نور ځایونه وڅېړو، خو دا کار په لسو دقیقو کې ترسره کولی شو.'' هغه د 'کوه کلنګ' تاسیساتو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: ''ښايي هغه هم وګورو. موږ کولی شو دا ټول کارونه ډېر ژر ترسره کړو.''

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې ډونلډ ټرمپ لا تر اوسه پر ایران د پوځي برید په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

بل لور ایراني چارواکو د شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امریکا د هر ډول برید په صورت کې به سخت او پراخ غچ اخیستونکي بریدونه وکړي.

محسن رضايي: که جګړه بیا پیل شي، د امریکا ښکرونه به مات کړو

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي محسن رضايي وايي، که جګړه بیا پیل شي، ایران به امریکا ته سخت ځواب ورکړي.

هغه د شنبې په ورځ له ایراني ټلویزیون سره په مرکه کې وویل: ''که ډونلډ ټرمپ او امریکا ته سزا ور نه کړل شي، سبا به هر هېواد فکر وکړي چې پر ایران برید کول بې پایلې دي.''

رضايي زیاته کړه چې ایران به داسې ویره رامنځته کړي چې هېڅ هېواد ونه شي کولی په اسانۍ سره د ایران پر ضد د برید جرأت وکړي.

هغه په تونده لهجه وویل: ''که جګړه بیا ونښلي، موږ به د امریکا ښکرونه مات کړو، چې ووینو چې دا بې‌شکره غویی په نړۍ کې څه کولی شي.''

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي دغه راز وویل چې ایران د امریکا د ''یو اېس اېس جورج واشنګټن'' الوتکه وړونکې بېړۍ پر ضد د خپلو بېړیو ضد توغندیو ازموینه کړې ده.