یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي

یونیسف: په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي
د خپرېدو وخت

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې خوارځواکۍ سره مخ دي او په ټول هېواد کې د تغذیې کړکېچ لا پسې ډېرېږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې 'یونیسف' په وینا، په ټول افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیده او حاده توګه خوارځواکي لري.

د یونیسف د افغانستان د څانګې استازي تاج‌الدین اویوالې وویل، له دوی "یو میلیون ماشومان له ژوند ګواښوونکې شدیدې حادې خوارځواکۍ سره مخ دي؛ دا د خوارځواکۍ تر ټولو سخته بڼه ده".

هغه چې له کابله یې د جنیوا خبریالانو ته خبرې کولې، وویل: "که درملنه ونه شي او موږ ژر اقدام ونه کړو، دغه یو میلیون ماشومان د مړینې له خطر سره مخ دي."