فوټبال نړیوال جام: د 'زرین بوټ' په سیالۍ کې څوک مخکښ دي؟

فوټبال

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د زرین بوټ "ګولډن بوټ" جایزې ترلاسه کولو په تاریخ کې دا روانې هڅې په یوه په زړه پورې سیالۍ بدلېږي.

"ګولډن بوټ" په یو ډول د ډېرو ګولونو د وهولو سیالۍ ده.

د فوټبال لوبغاړي هڅه کوي چې په ټولو لوبو کې ډېر ګولونه ووهي او پای کې بیا د "ګولډن بوټ" جایزه خپله کړي.

لیونل مېسي په دوو لوبو کې د پنځو ګولونو په وهلو سره مخکښ دی.

کیلیان امباپې او ارلینګ هالاند هر یو څلور ـ څلور ګولونه کړي او په دویم مقام کې دي.

دا په نړیوال جام کې یوازې دویم ځل دی چې درېیو لوبغاړو له دوو لوبو وروسته څلور یا تر دې زیات ګولونه کړي دي او له ۱۹۵۴ کال راهیسې لومړی ځل داسې کېږي.

دا د څو ساعتونو په اوږدو کې د ګولونو یوه هېښوونکې ننداره وه چې د نړۍ له غوره فوټبال ستورو څخه ولیدل شوه.

د لېونل مېسي انځور دی، اسماني رنګه ټاپ یا بالا تنه یې اغوستې، یو لاس یې جګ کړی، پر لاس یې شنه خالونه هم وهلي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، لېونل مېسي

لومړنی هم مېسي و، چې د ارجنټاین لپاره یې د اتریش په مقابل کې په دوه ګولونو سره د نړیوال جام د ګولونو ریکارډ مات کړ.

په دې عکس کې د فرانسې د فوټبال لوبډلې غړی امباپې ښکاري چې اسماني رنګه بالا تنه یې اغوستې، پر کمیس یې ۱۰ لیکل شوي، ده خپل دواړه لاسونه پورته کړي او خوښ ښکاري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فرانسې د فوټبال لوبډلې یو غړی امباپې

وروسته امباپې په ورته توګه همداسې وځلېد او خپله ۱۰۰مه نړیواله لوبه کې یې د عراق پر وړاندې د فرانسې د بریا لپاره دوه ګولونه ووهل، چې د باران له کبله دا لوبه د یو څه ځنډ لپاره ودرول شوه.

په دې عکس کې د فوټبال په نړیوال جام کې د ناروې د لوبډلې یو غړی ایرلنډ هالاند ښکاري چې تور رنګه کمیس یې اغوستی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د فوټبال نړیوال جام کې د ناروې د لوبډلې یو غړی اېرلنګ هالاند

وروسته بیا د اېرلنګ هالاند وار و، چې دوه ګولونه یې وکړل او د ناروې لپاره یې د سېنېګال پر وړاندې بریا کې رول ولوباوه او بل پړاو ته یې لاره ومونده. دا د هغه د نړیوال جام د لوبو لپاره ښه پیل بلل کېږي.

د ۲۰۲۶ کال فوټبال فیفا نړیوال جام کې د جون ۲۲ مه یو ځل بیا د ارجنټاین لیونیل میسي او د فرانسې ستوري کیلین امباپې په نوم شوه.

نړیوال جام

د عکس سرچینه، Getty Images

دواړو خورا ښه لوبه وړاندې کړه او خپلې خپلې لوبډلې یې بریا ته ورسولې.

اوس ارجنټاین او فرانسه دواړه د خپلو ګروپونو په سر کې دي، ځکه چې دوی خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ ګټلې دي او بل پړاو ته رسېدلي دي.

په همدې وخت کې، د فرانسې فوټبال ستوری کیلین امباپې هم وروسته پاتې نه شوو.

د ای ګروپ په سیالیو کې فرانسې عراق ته په ۳-۰ په اسانه سره ماتې ورکړه او د شپږو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د ډلې سر ته ورسېده.

امباپې په ۱۴مو او ۵۴مو دقیقو کې ګولونه وکړل. فرانسه هم د شپږو امتیازونو سره د خپلې ډلې په سر کې ودرېده.

اوس امباپې په نړیوال جام سیالیو کې ټولټال ۱۶ ګولونه لري.

هر څوک یو څه کولای شي او بل یې تر هغه ښه کولای شي، دا خبره د اوس لپاره د دې سیالۍ په هکله ویل کېدای شي.

او دا هر څه له دې مخکې دي چې که هري کېن د خپلې لومړنۍ لوبې دوو ګولونو کې نور هم زیات کړي، ځکه انګلنډ د سې شنبې پر ورځ له ګانا سره مخامخ کېږي.

داسې یو زیاتېدونکی احساس شته چې ګواکې موږ یو ځانګړی څه ووینو، ځکه چې د نړۍ غوره لوبغاړي د لوبې په تر ټولو لویه سیالۍ کې نوي ریکارډونه جوړوي او زاړه ماتوي.

د فرانسوي فوټبال کارپوه جولین لورانس بي بي سي سپورت ته په دې هکله وویل:

"کله چې خبره د سترو ستورو شي، نو هغوی تل توپ غواړي. زما په اند، یوه برخه یې دا ده چې دوی یوازې د ګولډن بوټ (د زیاتو ګولونو جایزه) پسې نه دي، بلکې ځینې یې د تاریخ تر ټولو لوی ریکارډ ته هم رسېدل غواړي."