بلوچستان: د پولیسو پر یوه مرکز او دولتي دفترونو وسلهوال برید شوی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
- Author, محمد کاظم، بي بي سي اردو، کوټه
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۱ دقیقې
د بلوچستان د کچهي ضلعې یا ولسوالۍ د بھاګ ناړۍ په سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو کسانو پر پولیسو مرکز (تاڼه) او نورو دولتي دفترونو برید کړی دی.
د برید پر مهال د وسلهوالو او پولیسو ترمنځ د ډزو تبادله وشوه، چې له امله یې پنځه ملکي وګړي ټپیان شول.
د حکومتي چارواکو په وینا، ټپیان د درملنې لپاره د کوټې او د سند ایالت بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د بھاګ ناړۍ یوه اوسېدونکي نور احمد بي بي سي ته وویل، وسلهوالو د ښار ځینو برخو ته تر ننوتلو وروسته د پولیسو مرکز او نور ځایونه په نښه کړل.
د هغه په خبره، له برید وروسته د ښار بېلابېلو سیمو کې یو تر یو نیم ساعت پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي وايي، د پولیسو او د ترهګرۍ ضد ځواک (اې ټي ایف) سرتېرو دغه برید شنډ کړی دی.
هغه د پولیسو او اې ټي ایف ځواکونو ستاینه وکړه او وايي، د سختدریځۍ او وسلهوالې جګړې د ختمولو لپاره به ټول موجود امکانات وکارول شي.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزی وايي، بریدکوونکي د بلوچ لبریشن ارمي (بي ایل اې) له ډلې سره تړاو لري.
د هغه په وینا، په ځوابي عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلهوال ټپیان شوي او ملګرو یې له ځان سره وړي دي.
بل لور، د اعلی وزیر د رسنیو ځانګړی سلاکار شاهد رند وايي ټپیان د درملنې لپاره د سکر، لاړکانه او کوټې بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا، د ټپیانو درملنه د متخصصو ډاکټرانو تر څارنې لاندې روانه ده او د بلوچستان حکومت هغوی ته ټولې ممکنه روغتیايي اسانتیاوې برابروي.
بھاګ ناړۍ په اداري لحاظ د بلوچستان د کچهي ولسوالۍ برخه ده.


















