د پُست نړیواله ورځ: په افغانستان کې یې خدمات څنګه دي؟

د عکس سرچینه، PostAfghan
د پوستې له نړیوالې ورځې سره هممهاله چې د اکتوبر میاشتې نهمه ده، د افغان پوسټ ادارې چارواکي ویلي چې په افغانستان کې پوستي خدمات د پراخېدو په حال کې دي.
اوس مهال په نړۍ کې هره ورځ میلیونونه لیکونه، پارسلونه او نور شیان د پوستې له لارې استول کېږي او په دې ډګر کې میلیونونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي دي.
په افغانستان کې د پوستې رسولو د خدماتو اداره یا افغان پُسټ په ۱۸۷۰ میلادي کال کې جوړه شوه او اوس مهال د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پُستي چوپړونه وړاندې کوي.
د طالبانو په حکومت کې د افغان پُسټ اداره اوس د دولتي شرکتونو د لوی ریاست په چوکاټ کې په کور دننه او له هېواده بهر، د لیکونو، اسنادو، توکو او کارګو د لیږد رالېږد برخه کې خدمات وړاندې کوي.
د دغه ریاست ویاند مولوي محمد نبي بهار بي بي سي ته ویل چې د افغان پُسټ خدمات له نړیوالو معیارونو سره برابر دي او تېر ۲۰۲۵ کال کې یې د نورو کلونو پرتله ډېر خدمات وړاندې کړي.
د هغه په وینا په تېر کال افغان پُسټ په هېواد کې دننه څه باندې پنځه میلیونه او له هېواده بهر څه باندې پنځه زره خدمات کړي.
د افغان پُسټ ادارې چارواکي وايي دمګړۍ یې د افغانستان په ۳۴۰ ولسوالیو کې ۴۴۱ نمایندګۍ فعالې دي.
په هېواد کې دننه د افغان پُسټ په خدماتو کې د خلکو کورونو ته د اسنادو لکه تذکرو، دولتي مکتوبونو، شهاداتنامو او پاسپورټونو رسولو هم شامل دي.
د چارواکو وینا ده چې اوس مهال د خلکو تر کورونو د پاسپورتونو رسولو چوپړ په څو ولایتونو کې وړاندې کېږي خو په پام ده چې ټولو ولایتونو ته وغځول شي.
د چارواکو وینا ده چې د سل افغانیو فیس په بدل کې د خلکو تر کوره د پاسپورت رسول اختیاري غوراوی دی.
د افغان پُسټ ادارې چارواکي همدا راز زیاتوي چې د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته د پوسټي خدماتو ترڅنګ د کارګو چوپړونه هم وړاندې کوي.
له افغانستانه بهر ته د توکو د لېږدولو برخه کې یو شمېر خصوصي شرکتونه هم فعالیت کوي.
په افغانستان کې د یو پي ایس اېکسپو کارګو شرکت مسوول محراب ګل مخلص بي بي سي ته ویل هغه خدمات چې افغان پُسټ یې په هېواد دننه ترسره کولای شي، خصوصي شرکتونه یې جواز نه لري.
د طالبانو حکومت کې د دولتي ادارو لوی ریاست وايي اوس مهال د افغان پُسټ پنځه اتیا سلنه چارې په عصري او کمپوټري بڼه ترسره کېږي او د چارو د لا ښه کېدو په موخه په ټول هېواد کې د پُستي کوډونو سیستم جوړ شوی چې خلک کولای شي د دوی د ویبپاڼې له لارې د خپلې سیمې پُستي کوډ ترلاسه کړي.
پُستي خدمات د هېوادونو په ټولنیز او اقتصادي پراختیا کې مهم ګڼل کېږي او همدا لامل دی چې هر کال د اکتوبر میاشتې نهمه نېټه د پُست د اهمیت په اړه د پوهاوي ډېرول لپاره د 'پُسټ نړیواله ورځ' په توګه لمانځل کېږي.
ستونزې او ننګونې

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د دولتي ادارو لوی ریاست وايي له افغانستانه نورو هېوادونو ته د مخامخ الوتنو د نشتوالي امله بهر ته د افغان پُسټ خدمات هم اغیزمن شوي.
ورته مهال کې هغه خصوصي کمپنۍ چې له افغانستانه بهرنیو هېوادونو ته د کارګو خدمات وړاندې کوي وايي که بهرني نړیوال شرکتونه په افغانستان کې فعالیت کولو ته وهڅول شي ښايي ځیني شته ستونزې ورسره هوارې شي.
طالب چارواکي وايي د پُستي خدماتو برخه کې یې وار دمخه ګڼې ستونزې هوارې کړې د نورو هغو لپاره له ځینو بهرنیو شرکتونو سره خبرې روانې دي.
د طالبانو حکومت کې د دولتي ادارو لوی ریاست وايي ګڼې هغه ستونزې چې په تېرو وختونو کې یې د افغان پُسټ چارې یې له خنډوځڼد سره مخامخولې وروستیو څو کلونو کې هوارې شوې دي.
چارواکي وايي ترانسپورتي، لوژستیکي، پر لویو د لارو امنیت، د عصري وسایلو او روزل شویو کسانو د کمښت ستونزه اوس نشته.
د دغه ریاست ویاند مولوی محمد نبي بهار زیاته کړه چې د هېواد لېری پرتو سیمو ته د لاسرسي په موخه افغان پُست ادارې خپلو پوسته رسوونکو ته موټرسایکلونه ورکړي.
خو هغه ومنله چې له افغانستانه د مخامخ الوتنو د نشتوالي له امله بهر ته د کارګو او لیکونو د استولو خدماتو برخه کې ستونزه شته چې دوی یې اوس مهال له نورو نړیوالو شرکتونو سره په همغږۍ کې ترسره کوي.

اوس مهال په افغانستان کې یو شمېر خصوصي شرکتونه هم بهر ته د کارګو د استولو برخه کې فعالیت کوي.
چارواکي د دغسې شرکتونو شمېر سلګونه یادوي. په افغانستان کې د یو پي ایس اېکسپو نړیوال شرکت مشر محراب ګل مخلص وايي که نړیوالې کمپنۍ په افغانستان کې خپلې استازولۍ پرانیزې نو تر ډېره به بهر ته د کارګو برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
په افغانستان کې د پُستي خدماتو اداره افغان پُسټ وايي د کورنیو او نړیوالو خدماتو لپاره د څار یا ټرک اینډ ټرېس Track & Trace سیستم لري او د ادرسونو ډیجټټلي کول، د کیفیت او نړیوالې همکارۍ پراختیا یې په لومړیتوبونو کې دي.
د ځینو په باور دقیق ادرسونه، مناسب ترانسپورت، خوندي انتقال، مسلکي کارکوونکي، عصري ټکنالوژي، او نړیوالو پوستي شبکو سره منظمې اړیکې کولای شي چې د لیکونو او پارسولونو د رسولو وخت کم، د ورکېدو کچه ټېټه او د خلکو باور ډېر کړي.
د طالبانو حکومت کې د دولتي شرکتونو لوی ریاست بي بي سي ته ویل چې له هېواده بهر د افغان پُسټ د کارګو خدماتو لپاره په متحده عربي اماراتو کې له ځینو نړیوالو شرکتونو سره په اړیکه کې دي او غواړي چې د همکارۍ داسې تړونونه ورسره وکړي چې خدمات یې لا پراخ، خوندي او چټک شي.
پُسټ د نړیوالې ورځې مخښینه

دا ورځ له ۱۹۶۹ کال راهیسې د پوستې د ارزښت او پُستي خدماتو برخه کې د پوهاوي لپاره لمانځل کېږي.
پُستي خدماتو په ټولنه نړۍ کې د خلکو ترمنځ اړیکې اسانه کړي او له دې امله ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
په افغانستان کې د پوستې رسولو د خدماتو اداره یا افغان پُسټ په ۱۸۷۰ میلادي کال کې د امیر شیر علي خان د واکمنۍ پرمهال جوړه شوه او په ۱۹۲۸ زیږدیز کال کې یې د پُسټ د نړیوالې اتحادیې رسمي غړیتوب واخیست.
افغان پُسټ چې اوس یې د اې پي پي یو یا اسیا پسفیک پوسټل اتحادیې غړیتوب هم اخیستی وايي چې د نړۍ ۱۹۲ هېوادونو ته پُستي چوپړونه وړاندې کوي.


















