ملګري ملتونه: تېر کال په هر ساعت کې پنځه ښځې د خپلو مېړونو یا د کورنۍ غړو لخوا وژل شوې

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ملګرو ملتونو دوو اړوندو ادارو په خپل ګډ راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۷ زره ښځې او نجونې د ژوند د ملګري یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د نشه يي توکو او جرمونو پر ضد د مبارزې ادارې په ۲۵ مخیز راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ له ۷۸ زرو وژنو څخه ۶۰ سلنه د ښځو د ژوند د ملګرو یا د کورنۍ د غړو لخوا شوې دي.

د دغو شمېرو له مخې، په اوسط ډول هر ساعت پنځه ښځې او یا هره ورځ ۱۲۹ ښځې وژل شوې دي.

دا راپور، چې د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، وايي چې ''کور د ښځو او نجونو لپاره تر ټولو خطرناک ځای دی.''

ملګري ملتونه وايي چې د نړۍ په هېڅ سیمه کې ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ له وژل کېدو خوندي نه دي.

د راپور له مخې، افریقا کې د هغو ښځو د وژنې تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې دي چې د مېړونو یا د کورنۍ د غړو لخوا وژل شوې دي. امریکا دویم او اسیا درېیم ځای لري.

ملګرو ملتونو د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په مناسبت د ''۱۲۹ بیرغونه، ۱۲۹ ښځې'' په نوم یو پروګرام پیل کړی او د ښځو د جنسیت پر بنسټ د وژنو د سملاسي پای غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې اجرائیه مشرې، مونیکا جوما، ویلي: ''موږ له ډېره وخته راهیسې د اندېښنې وړ شمېرې وینو.''

هغې زیاته کړې: ''زیانمن باورونه، ناسم ټولنیز دودونه او د ساتنې د میکانېزمونو کمزوري، داسې چاپېریال رامنځته کوي چې پکې د مېرمنې، لور، مور یا خور وژل د زغم وړ ګڼل کېږي.''

نوموړې ویلي چې د دې وضعیت بدلون په ټولنه کې په ټولو کچو دوامدارو اقداماتو ته اړتیا لري.

هغې وویل: ''موږ باید د مخنیوي لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو، د کورني تاوتریخوالي د عاملینو پر وړاندې په اغېزمنو پروګرامونو پانګونه وکړو، د ښځو ساتنه یقیني کړو او د هغوی بشري حقونه او کرامت خوندي وساتو.''

ملګري ملتونه وايي: ''باید ډاډ ترلاسه شي چې ښځې د تاوتریخوالي پېښې په خوندي ډول راپور کړي، خوندي وساتل شي او له ناوخته کېدو مخکې لازم ملاتړ ترلاسه کړي.''

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې مشرې، سیما بحوث، ویلي: ''موږ باید سملاسي اقدام وکړو، چې هېڅ د خطر نښه له پامه ونه غورځول شي، هېڅ قرباني بې‌ ساتنې پاتې نه شي او هېڅ مجرم له حساب ورکولو تېښته ونه کړي.''

ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د ښځو د وژنو کچه راکمه شوې ده.