ملګري ملتونه: د مرستو کمښت میلیونونه افغانان له خطر سره مخ کوي

افغانستان

د عکس سرچینه، UN Humanitarian and UN Afghanistan

    • Author, سیدعبدالله نظامي
    • رپوټ له:, کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر( اوچا) د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د تمویل پراخېدونکې تشه په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر پر وړاندې ګواښ دی او دا چې سږ کال د اړتیا وړ پیسو یوازې یوه برخه تر اوسه ورسېدلې ده.

د دې ټولنې په وینا، افغانستان کې مرستندویه ادارو د ۲۰۲۶ کال د بشري مرستو لپاره د اړتیا وړ له۱.۷۱ ملیارده ډالرو یوازې ۲۶۹ ملیون ډالر ترلاسه کړي دي، چې د می تر پایه دغه کچه ۱۶ سلنه ښودل شوې ده.

اوچا په یوه بیان کې ویلي "د تمویل پراخېدونکې تشه په افغانستان کې د ژوند ژغورونکي بشري ملاتړ چاره ګواښي."

دغه ادارې خبرداری ورکړ چې په سم لاسي ډول د لا ډېرملاتړ پرته به مېلونونه خلک د اړینو مرستو له ترلاسه کولو بې برخې پاتې شي.

د مرستو د کمېدا خبره داسې مهال رامخې ته کېږٍي چې افغانستان تېرو وروستیو کلونو له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.

د طبیعي پېښو پراخېدو، د بېرته راستنېدونکو لوی شمېر، پر کور دننه بې ځایه کېدنو، پاکستان سره وروستی کړکېچ او د لارو بندېدل. ددې نه ترڅنګ په نړیواله کچه افغانستان کې د طالبانو حکومت ګوښي پاتې کېدو دې هېواد کې د ډېرو خلکو ژوند چاره سخته کړې ده.

امریکا میشتي څیړنیز بنسټ "ډاټا فار افغاستان" لخوا یوه وروستۍ ارزونه کې اټکل شوی چې په دې هېواد کې به له ۱۱ میلیون ډیر خلک د ۲۰۲۶ کال په اوږدو کې د بحران کچې یا د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.

بشري ادارو په وار وار خبرداری ورکړی چې د تمویل کمښت کولی شي په داسې وخت کې د خوړو مرستې، روغتیایي پاملرنې، د تغذیې خدمتونو او نورو اړینو چارو کې خنډ او ځنډ پېښ کړي داسې یوه ټولنه کې چې د وګړو لویه برخه یې پر نړیوالو مرستو پایي.

د طالبانو د حکومت غبرګون

 عبداللطیف نظری

د عکس سرچینه، دکتور عبداللطیف نظری

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري بي‌بي‌سي ته وویل، د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې بندیزونه او بانکي محدودیتونه لرې کړي.

د ملګرو ملتو دې راپور ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري بي‌بي‌سي ته وویل، د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې غواړي چې بندیزونه او بانکي محدودیتونه لرې کړي او هم نړیوالو اغېزمنو بنسټونو سره خپلې مرستې زیاتې کړي، خو دې سره سره ښاغلي نظري ومنله چې " هغه څه چې د اوچا په راپور کې خپاره شوي، په حقیقت کې د افغانستان د واقعیت یوه برخه انځوروي".

عبداللطیف نظري زیاته کړه، د افغانستان بل واقعیت دا دی چې "موږ په اقتصادي برخه کې ښه پرمختګونه لرو. موږ د وړو او منځنیو صنایعو په پراختیا او د افغانستان د اقتصاد په تنوع راوستلو کار کړی دی. زموږ کورني تولیدات زیات شوي او د خدماتو سکتور پیاوړی شوی دی او له ګاونډیو هېوادونو سره زموږ سوداګریزې اړیکې هم پیاوړې کېږي. نو هغه اندېښنه چې ځینې رسنۍ یې خپروي، زموږ له نظره اوس په هغه کچه نه ده. زموږ اقتصادي وضعیت تر کنټرول او مدیریت لاندې دی".

د طالبانو حکومت دغه چارواکي په افغانستان او سیمه کې د اقلیمي بدلونونو پدیده، وچکالي، سېلابونه او زلزلې په افغانستان کې د خلکو د ستونزو د ډېرېدو لاملونه وبلل، خو په وینا یې "موږ د دې ستونزو د کمولو لپاره د دوامدارې کرنې د پراختیا په اجنډا کې راوستې ده. کرنه او بزګرۍ ته وده ورکول د خوړو امنیت تأمینولو او د بزګرانو د عاید زیاتولو کې مرسته کولی شي. موږ هڅه کوو چې د افغانستان کرنه میکانیزه شي او له دې لارې د کرنې په برخه کې د تولید زیاتوالی ووینو".

نوموړي زیاته کړه چې د کارمنانو د توانمندۍ او فني او مسلکي زدکړو له لارې د مهارتونو لوړول د کارموندنې بهیر زیاتېدو کې مرسته کولی شي.

ښاغلي نظري زیاته کړه دا چې د افغانستان زېربناوې تر ډېره سمې نه دي رغول شوې، د طالبانو حکومت په تېرو پنځو کلونو کې د زېربناوو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. ده زیاته کړه "لکه څنګه چې تاسو هم وینئ، د ترانسپورت، انرژۍ، اړیکو او په ځانګړي ډول د سړکونو د جوړولو او بیا رغونې او د کلیو او ښارونو د نښلولو په برخه کې مهم او مثبت ګامونه اخیستل شوي دي. نو موږ هیله لرو چې د افغانستان د زیربناوو په پیاوړتیا سره به په افغانستان کې پانګونه جذب شي، او دا به هم د بېکارۍ ستونزې ته پای ورکړي یا لږ تر لږه د بېکارۍ کچه راکمه کړي او هم به د کارموندنې او پانګونې په جلب کې مهم رول ولوبوي."

د اقتصاد وزارت دغه چارواکی وايي، د ستونزو موجودیت مني، خو وايي د کمولو لپاره یې پرمختګ شته. "موږ د افغانستان د اقتصادي پراختیا پنځه کلنه ستراتیژي طرحه کړې ده او د عملي کولو کار روان دی".

عبداللطیف نظري په سیمه کې روانه جګړه او بدلونونه هم پر افغانستان له منفي اغېز سره غوټه وبلل چې په خبره یې یوازې د افغانستان داخلي وضعیت د اقتصادي ستونزو لامل نه دی شوی. دی وايي "باید ووایم چې ځینې هېوادونو بشري مسایل سیاسي کړي او اجازه یې نه ده ورکړې چې بشري مرستې خپل انساني بڼه وساتي. دا حالت ځینې ستونزې رامنځته کړې دي".