تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اندونیزیا ساحلونو ته څېرمه د "کثافاتو ټاپو"
د ډرون په مټ اخیستل شوي انځورونه د جاکارتا د ساحلونو مخې ته د کثافاتو لوی ډېران ښيي.
په جاکارتا کې سیمهییز چارواکي په منظمه توګه د ځانګړو کښتیو او درنو ماشینونو په وسیله د سیمې د پاکولو عملیات ترسره کوي، خو د چارواکو په وینا بیا هم کثافات پرلهپسې راټولېږي.
ځايي اوسېدونکي وایي چې دغه کثافات د سیمې د کب نیوونکو پر ورځني ژوند ناوړه اغېز کوي.
په جاکارتا ښار کې هره ورځ شاوخوا له ۶۰۰۰ تر ۷۰۰۰ ټنه پورې کثافات تولیدېږي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دا اندازه د ښار د کثافاتو د راغونډولو ځایونو له ظرفیته زیاته ده.