د طالبانو حکومت دفاع وزارت: پاکستان کې مو د داعش پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

د داعش بیرغ- عکس د سوریې یا عراق دی ۲۰۱۵

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د طالبانو حکومت ددفاع وزارت وايي، تېره شپه یې هوايي ځواکونو بلوچستان او خیبر پښتونخوا ایالتونو کې د "داعش" پر اړوندو څو مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي‌.

دفاع وزارت وايي بریدونه د بلوچستان په ګلستان او شکراب سیمو او د خیبر پښتونخوا د اورکزو ولسوالۍ په قمبرخېل سیمه کې د داعش – خراسان پر مرکز شوي، چې دفاع وزارت " (ساعین بالفساد (داعشیان) او د شر او فساد مرکز" بللی دی.‌

د سرچینې په خبره، هلته د داعش-خراسان څانګې مرکز کې ځینې مهم مشران او مطلوب اهداف ویشتل شوي دي.

د وزارت په ویناپاڼه کې د په نښه شویو کسانو بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

دفاع وزارت زیاتوي دا هغه مرکزونه دي "چې د ځینو شریرو استخباراتي کړيو په مرسته په کې د افغانستان پر خاوره بریدونه پلانېدل".

د سرچینې په وینا، د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې مهم هدفونه په بریالیتوب ویشتل شوي او ټینګار یې دا دی چې "له دې وروسته به افغانستان د خپل امنیت او ثبات پر وړاندې هیڅ ډول ګواښ او تهدید ته وخت ورنه کړي او له خپلو ټولو امکاناتو په استفادې به یې په نطفه کې له منځه یوسي".

د طالبانو دفاعي سرچینه زیاتوي،‌ بلوچستان کې بریدونه د قلعه عبدالله ولسوالۍ د ګلستان سیمې او د چاغي ولسوالۍ د ګردي ځنګل په شکر آب سیمه کې شوي، چې په وینا یې د " د شر و فساد او ساعین بالفساد ګډ مراکز پکې په نښه شول."

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت ته نژدې سرچینو د خیبر درې یوه سیمه کې د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې د دوه مهمو قومندانانو د وژنې ادعاوې کړې وې، خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت په څرګند ډول له کرښې پورې د هوايي بریدونو خبره کوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

افغانستان جنګي الوتکې نه لري، خو د لندن مېشت د ستراتېژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه شپږ الوتکې او ۲۳ چورلکې لري.

همدارنګه ویل کېږي چې د طالبانو ځواکونه ډرونونه هم لري چې له پاکستان سره په جګړو کې ترې کار اخیستل شوی دی.

خو د تلفاتو په اړه یې جزیات ور نه کړل.

د پاکستان پوځ او د اطلاعاتو وزارت سملاسي کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ۲۰۲۱ کې افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو راپدېخوا له پاکستان سره د افغانستان اړیکي ډېر ترینګلي شوي دي، چې وخت -ناوخت یې ترمنځ نښتو کې لسګونه کسان وژل شوي دي.

د چین په منځګړیتوب د کړکېچ د کمولو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده ورکړې.

پاکستان پر افغانستان تورې پورې کوي چې هغو وسله‌والو ته یې پټنځایونه ورکړي د پاکستان دننه د بریدونو پلانونه جوړوي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې وسله‌واله ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ده.

پاکستان تېره اونۍ د افغانستان پر ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. افغان طالبانو وویل چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان، چې ۱۱ یې ماشومان وو، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

غبرګون

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړی استازي زلمي خليلزاد پاکستان کې د افغان طالبانو د برید په غبرګون کې له پاکستانه غوښتي چې ډیپلوماسۍ ته لومړیتوب ورکړي او "دواړه هېوادونه دې داسې هوکړې ته ورسېږي چې د هېڅ یوه هېواد خاوره به د داسې ډلو یا کسانو له خوا نه کارول کېږي چې د بل هېواد امنیت ته ګواښ پېښ کړي."

خلیلزاد پر خپل اېکس لیکلي، افغانستان ویلي چې د داسې هوکړې لپاره چمتو دی. ترکیې وړاندیز کړی چې د څارونکي په توګه خپل خدمتونه وړاندې کړي او په انقره کې یو عملیاتي مرکز ولري.

زلمي خلیلزاد له ځینو عربي هېوادونو او ترکیې هم غوښتي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا کمولو لپاره خپلې هڅې وکړي:

"زه له قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ترکیې او نورو هېوادونو غواړم چې خپلې هڅې بیا پیاوړې کړي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې اوږدمهالې ستونزې په حل کې مرسته وکړي".