تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'زموږ فوټبال له ۲۰۱۳ کال وروسته "شاتګ" کړی دی'
د سوېلي اسیا جام سياليو کې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې له اتلولۍ دیارلس کاله وروسته، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او افسانوي لوبغاړي اسلام امیري، له بيبيسي سره په خبرو کې ويلي، د افغانستان فوټبال ټيم له هغې اتلولۍ وروسته "هېڅ پرمختګ نه دی کړی".
نوموړي چې په ۲۰۱۲ کال کې سوېلي اسيا اتلولۍ کې مهم رول درلود، په ضمني ډول یې په دې وروستیو کې د افغانستان په فوټبال کې پر شویو ځینو پرېکړو نیوکه کړې ده.
ښاغلي اميري، چې په دې وروستیو کې یې د روزونکي کورس بشپړ کړی، له بيبيسي سره په خبرو کې وایي، که ملي لوبډله یو غوره روزونکی او ښه مدیریت ولري، وضعیت به بېرته ښه شي.
له اسلام امیري سره د مرکې اوږده برخه، چې د هغه د ژوند بېلابېل اړخونه پکې څېړل شوي، د بيبيسي پښتو پر یوټیوب کانال کتلی شئ.