ډبلیوایچ او: د تنباکو کارول هرکال په نړیواله کچه اته میلیونه کسان وژني

سړی سګرېټ څکوې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سړی سګرېټ څکوې
    • Author, عصمت بهیر
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د تنباکو نه کارولو په نړۍ‌واله ورځ (مئ ۳۱مه) د روغتیا نړیوال سازمان(ډبلیو ایچ او) ویلي، په افغانستان کې په هرو څلورو لویانو کې یو له تنباکو جوړ شیان لکه نسوار او سګرېټ کاروي.

په افغانستان کې د دې سازمان استازي اډوین سلوادور په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د تنباکو له زیانونو د افغانستان ژغورل د ټولو ګډ مسؤولیت دی.

د روغتیا نړۍ‌واله سازمان وايي، له تنباکو جوړ شوي نشه‌يي توکي لکه سکریټ، نسوار او پان د انسان روغتیا ته خطرناکې پایلې لري او په وینا یې په کلني ډول په نړۍ کې د اتو میلیونو کسانو د مرګ لامل کېږي.

د سګرېټ څکولو تاوانونه

سګرېټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سګرېټ

روغتیا پالان وايي، له تنباکو جوړ نشه‌يي توکو کارول د تنفسي، سږو، د زړه ناروغیو، د ویني د فشار او د خولې او ځینو نورو سرطانونو لامل کېږي.

همدې ناوړه پایلو ته په کتو یو شمېر کسانو له څو لسیزو سیګرېټ څکولو وروسته سیګرېټ پرېښي دي. د دوی له ډلې یو هم لیکوال او شاعر افضل ټکور دی، چې په وینا یې ۲۰ کاله مخکې یې سیګرېټ پرېښودل، خو لا یې هم په بدن کې ناوړه پایلې پاتې دي:

"میاشتې مخکې مې ډاکترانو د سږو اېکسرې وکړه او هلته یې یو داغ پیدا کړ، کله چې یې زما څخه د سګرېټ د څکولو پوښتنه وکړه، ما ور ته وویل، ما ۲۰ کاله مخکې سګرېټ پرېښې دي، ډاکترانو ویل، چې دا داغ له هماغه وخت ستاسو په سږو کې پاتی دی."

په افغانستان د سګرېټ څکولو لپاره د ځانګړو ځایونو نشتون

افغانستان ته سیګرېټ له بهره ور وړل کېږي او د ډېرو هېوادونو پرتله پکې ارزانه هم دي. هر چیري پلور کېږي او په سرپټو او عامو ځایونو کې یې خلک څکوي. خو په ګڼو هېوادونو کې هر ځای د سیګرېټو څکولو اجازه نشته، بلکې ځانګړې ځایونه ور ته جوړ شوي دي. له دې نه علاوه له قانوني پلوه هېڅ څوک نشي کولی چې دا نشه‌یې توکې پر کم عمره کسانو وپلوري.

په بریتانیا کې د زړه ناروغیو متخصص ډاکتر محمد اسماعیل له بي‌بي‌سي پښتو ویب پاڼې سره په خبرو کې هغو کسانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ماشومانو مخته سګرېټ څکوي.

"هغه کسان چې په عامو ځایونو یا د ماشومانو په مخکې سګرېټ څکوي، نو د دوی تر څنګ شاوخوا ناستو کسانو ته هم د تنباکو لوګی ضرر لري، نو باید په عامو ځایونو کې له سګرېټ څکولو ډډ وکړي."

د روغتیا نړیوال سازمان نږدې څلور لسیزې وړاندې د مې یو ۳۱مه د تنباکو د نه کارولو ورځې په نامه ونوموله چې موخه یې د تنباکو کارولو له امله د روغتیايي ستونزو په اړه د خلکو د پوهاوي ډېرول دي.