د بدخشان زیباک کې نښتې؛ د طالبانو حکومت: "یاغیان چترال ته تښتېدلي" خو د ازادۍ جبهه وايي جګړه روانه ده

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د افغانستان په شمال ختیځ کې، د بدخشان ولایت او خیبر پښتونخوا د چترال ترمنځ سیمه کې د وسله والو مخالفو ډلو سره په نښته کې پنځه "مخالفين" وژل شوي دي.
په بدخشان کې د طالبانو حکومت د پوځ د "عمر ثالث" فرقې مطبوعاتي دفتر، د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په توپخانه سیمه کې نښته تایید کړې ده.
بل پلو د "ازادۍ جبهې"، چې د طالبانو د حکومت یوه وسله واله مخالفه ډله ده، ادعا کړې، د دوی غړو د پنجشنبې ورځې له سهار راهیسې د بدخشان په زېباک ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو پر پوستو "ناڅاپي" بریدونه کړي او "جګړه لاهم روانه ده."
خو د طالبانو حکومت د پوځ د یوې قطعې په خبرپاڼه کې چې د حریت پر ویبپاڼه خپره شوې راغلي: "یو شمېر یاغیانو (هغه اصطلاح چې طالبان یې د خپلو پوځي مخالفینو لپاره کاروي) چې د پاکستان پوځ لخوا په چترال سیمه کې اډه ورکړل شوې وه، غوښتل د چترال د شاه سلیم له لارې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ ته ننوځي."
د ازادۍ جبهې ادعا کړې، د طالبانو ځواکونه "د زېباک سرحدي لارې شاوخوا لوړو کې له خپلو مرکزونو او پوستو په شا تمبول شوي دي" او تر اوسه د طالبانو لخوا "د ازادو شویو ستراتیژیکو سیمو د بېرته نیولو لپاره څو ځله هڅو، هېڅ پایله نه ده لرلې."
په بدخشان کې د طالبانو د حکومت د پوځ چارواکو بریدګر "یاغیان" بللي او ویلي یې دي، د هغوی د پنځو تنو له وژل کېدو او څو نورو تر ټپي کېدو وروسته، "بېرته چترال ته وتښتېدل."
د حریت ورځپاڼې د طالبانو د دغې سرچینې له قوله، د پنځلسمې سرحدي لوا قوماندان ملا عبدالجمیل رحماني وژل رد کړي او ویلي یې دي، هغه روغ جوړ دی.
د ازادۍ جبهې، چې پخوا یې د افغانستان په نورو برخو کې د طالبانو ځواکونو سره نښتې کړې دي، ادعا کړې، په بدخشان کې د یوه قومندان په ګډون د طالبانو ځینې غړي وژل شوي او ۳۷ تنه نور یې ټپیان دي.
دې جبهې دغه راز ویلي، د دوی یو غړی هم په نښتو کې وژل شوی دی.
تر اوسه هېڅ خپلواکې سرچینې دواړو خواوو ته د اوښتو تلفاتو ادعاوې نه دي تایید کړې.
د بدخشان د زېباک ولسوالۍ یوې سیمه ییزې سرچینې بي بي سي ته وویل، "له پرون راهیسې د توپخانې، د سرحوض بالاده په سیمه کې جګړه روانه ده چې د خیبر پښتونخوا له چترال سره ګډه پوله لري."
هغه وویل رپوټونه ښيي، چې د طالبانو د سیمه ییز حکومت څو قومندانان د جګړې ځای ته ورغلي دي.
دا پېښه یوه اونۍ وروسته له هغه شوې چې د "سپاهیان میهن" په نوم یوې نوې جوړې شوې ډلې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ ودانۍ څو ساعته نیولې وه.
د بدخشان د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند بي بي سي ته ویلي و، "د جمعې په شپه، کله چې د ولسوالۍ لوړ پوړي چارواکي په رخصتۍ وو، یو شمېر غیر مسؤلو او مغرضو کسانو د ولسوالۍ پر ودانۍ برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو له ور رسېدو سره سم په څو ساعتونو کې بېرته وشړل شول."




















