"په کور او دفتر کې" د طالبانو پر حکومتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي په افغانستان کې د طالبانو حکومت هغو مکتوبونو ته لاسرسی موندلی چې پکې ویل شوي د پوځي کارکوونکو په ګډون د ټولو حکومتي کارکوونکو لخوا " په کور او ادارو کې" د ځیرکونو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان شوی دی.
په دې مکتوبونو کې ویل شوي که چا له دې امره سرغړونه وکړه نو قانوني چلند به ورسره کېږي.
دغه بندیز نن د جون ۱۶مه چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم میاشتې لومړۍ نېټه چې د طالبانو د حکومت د نوي کال پیل هم دی، رسما عملي کېږي.
د تېر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت د لوړو زدکړو په حکومتي بنسټونو کې د ځیرکو موبایلونو پر کارونې بندیز اعلان کړی و.
بي بي سي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له یو شمېر دولتي کارکوونکو سره خبرې کړې دي او دوی تایید کړې چې د پوځي کارکوونکو په ګډون ټولو حکومتي هغو ته رسما ویل شوي چې نور به کارځایونه ځیرک موبایلونه نه راوړي.
ځینو دولتي کارکوونکو خو بي بي سي ته دا هم ویلي له دوی غوښتنه شوې چې ان کورونو کې دې له ځیرک موبایلونو کار وانخلي.
د طالبانو د حکومت د امنیتي برخې یوه غړي پرون د جون پر ۱۵ مه بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، نن وروستۍ ورځ ده چې دوی به له ځیرکو موبایلونو کار اخلي او له دې وروسته په دولتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو او انټرنېټ پر کارونې بندیز اعلان شوی دی.
ځینو نورو دولتي کارکوونکو هم بي بي سي ته منلې چې نن (جون ۱۶مه) کارځایونو ته د ځیرکو موبایلونو لېږدولو ته اجازه نه وه.
د طالبانو حکومت یوه کارکوونکي بيبي سي ته ویلي، د دغې پرېکړې یو دلیل دا دی چې په حکومتي ادارو کې کارکوونکي "د خلکو د ستونزو د حل کولو پر ځای تر ډېره موبایلونو سره بوخت دي."
په تېر کې د طالبانو د حکومت د ځینو ادارو محرم سندونه د ځیرکو موبایلونو په مرسته افشا شوې وې او ځینې په دې باور دي چې دغه بندیز د طالبانو د حکومت د سندونو د افشا کېدو په مخنیوي کې شوی دی.
د طالبانو حکومت د امنیتي برخې یوه کارکوونکي تېره ورځ (دوشنبه ۲۵ جوزا) له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، دا به وروستۍ ورځ وي چې دوی د ځیرکو موبایلونو د کارونې اجازه لري ځکه چې له دې وروسته په حکومتي ادارو کې د ځیرکو موبایلونو او انټرنېټ کارول بند دي.
ځینو نورو حکومتي کارکوونکو بي بي سي ته ویلي، دوی ته نن ( جون ۱۶مه) اجازه نه وه ورکړل شوې چې له ځانو سره ځیرک موبایلونه حکومتي ادارو ته یوسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
بي بي سي ته په لاس ورغلو مکتوبونو کې ښکاري چې د طالبانو حکومت د سترې محکمې پوځي معاونیت دغه امر نورو حکومتي ادارو ته کړی دی.
د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، دا بندیز د طالبانو د مشر د مولوي هبت الله اخوندزاده په شفاهي امر شوی دی.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د ادارې او منابع مرستیال سید احمد مستقیم د جون پر ۱۵ مه پر ایکس پاڼه لیکلي و "په ټویت کې زما اخرې خبرې: سمْعًا وَطَاعَةً، يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ «حفظه الله» همدا اوس د ادارې د محترم مشر له خوا راته و وویل شول چې ساده نمبرونه مو سره تبادله کړئ، د امیر المؤمنین صاحب حکم به تطبیق کېږي، د لویو موبایلونو له استعال څخه ډډه وکړئ. اطاعت زموږ ویاړ دی."
په تېرو ورځو کې هم په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي وو چې پکې ښکاره کېدل د طالبانو حکومت ځینو غړو ځیرک مبایلونه ماتوي او وایي، دا کار یې د طالبانو د مشر په امر کړی دی.
بي بي سي هڅه وکړه چې رسما په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي خو تر دې دمه چا ځواب نه دی راکړی.
په حکومتي ادارو کې د ځیرکو مبایلونو پر کارونې بندیز په داسې حال کې ترسره کېږي چې د طالبانو حکومت د مخابراتو وزارت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې څه باندې ۱۷ میلیون کسان انټرنېټ کاروي.
بل دا چې د طالبانو د حکومت ارتباطي سیستم او د اطلاعاتو خپرول هم ځیرکو موبایلونو سره کېږي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت وروستیو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۳۳ میلیونه سیم کارټونه ثبت او خلکو ته ورکړل شوي دي.


















