ملګري ملتونه وايي له یو نیم میلیون بېرته ستنو شویو افغانانو سره د قانوني اسنادو جوړولو کې مرسته کوي

د ویډیو تشریح، یونیسف: افغانستان کې له نیمايي ډېر زېږېدلي ماشومان د زېږد پاڼې (برټ سرټيفیکټ) نه لري
    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, کابل
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (یو این ایچ سي ار) مشر عرفات جمال وايي راتلونکو درې کلونو کې به څه دپاسه یو نیم میلیونو هغو افغانانو سره د سندونو او پېژندپاڼو جوړولو کې مرسته وکړي چې سملاسي هیڅ قانوني اسناد نه لري.

کابل کې یوې خبرې ناستې ته ښاغلي جمال وویل "سږ کال ۷۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې لومړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري."

هغه وویل له نورو مرستو سره په خوا کې د هویت مسله هم یو مهم څه دي چې کولی شي له دغو خلکو سره د دوی راتلونکي ژوند کې مرسته وکړي چې له مخې کار، زدکړو او نورو اسانیو ته لاسرسی ولري.

نوموړي وویل، په ۲۰۱۶ کال کې د دوی اداره ۲۱۶ اعشاریه څلور میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې د بېرته ستنو شویو کورنیو لاسنیوی پرې وکړي.

هغه وویل له دغو پیسو یوازې ۵۶ اعشاریه اوه میلیونه یې د مې تر ۳۱ نېټې دوی ته رسېدلي دي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکی وايي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبره له ایران او پاکستانه څه د پاسه شپږ میلیونه افغانان خپل ټاټوبي ته ستانه شوي دي.

د ښاغلي جمال په وینا " افغانستان د ډله ییزې ستنېدنې له یوه خورا لوی بار سره مخ دی."

ملګري ملتونه وايي، خپل هېواد ته ستانه شوي افغانان د نړیوالې ټولنې سختې پاملرنې ته اړتیا لري.

کار او سرپناه د ستنو شویو کورنیو یو له پام وړ ننګونو دي چې ډېر ترې شکایت کوي او وايي بې کاري او د کور نشتوالی د دوی د مېشتېدا او عادي ژوند پر وړاندې چارې ستونزمنوي.

که څه هم افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د هېواد بېلابېلو برخو کې د تازه ستنو شویو افغانانو لپاره د کور ځمکې وېشې او هېواد ته له رارسېدو سره لومړنۍ مرستې هم ترلاسه کوي، خو د هویت او پېژندګلوۍ خبره یوازې تر ستنېدونکو کورنیو نه پاتې کېږي.

یونیسف: افغانستان کې له نیمايي ډېر زیږېدلي ماشومان زیږدپاڼې نه لري

کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبري کنفرانس

کابل کې وربلل شوې خبري ناستې ته افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړیوال صندوق یا یونیسف چارسمبالې مشرې اندریا جیمز وویل "دې هېواد کې له نیمايي ډېر زېږېدلي ماشومان د زېږد پاڼې (برټ سرټيفیکټ) نه لري."

مېرمن جیمز وايي، هویت د دغو ماشومانو اړتیا نه، یو قانوني حق دی. هغې له افغانو میندو پلرونو وغوښتل چې د زېږون پر مهال د خپلو ماشومانو دغو حقونو ته جدي پام وکړي.

په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ پر وخت هم افغانانو ته په اسانۍ زېږدپاڼې او نور قانوني اسناد نه ورکول کېږي، ځکه خو د زده کړو او کار لپاره هم له ناقانونه لارو کار اخلي او یا په لږ مزد کار کوي چې که پرې د هغو هېوادونو حکومتي ادارې خبر شي جریمه کېږي.

افغانستان کې لوی شمېر میندې له روغتیايي پاملرنې پرته زېږون کوي او ډېر لږ ماشومان د زېږد پاڼه ترلاسه کوي.

په ټولیز ډول ډېر افغانان زېږد پاڼه وروسته د ژوند په اوږدو کې د اړتیا پر وخت جوړوي. ډېر کله د روغتیايي اسانیو او زدکړو پر وخت د زېږد پاڼو نه درلوده یې چارې سختوي.