تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د راستنېدونکو بهیر د افغانستان د وګړو شمېر لس سلنه لوړ کړی
- Author, ببرک احساس
- دنده, بي بي سي کابل
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
ملګري ملتونه وايي، افغانستان ته له کډوالۍ د ستنېدونکو افغانانو بهیر د هېواد د وګړو شمېر تر لس سلنې لوړ کړی، په داسې هېواد کې چې لا له مخکې محدودې سرچینې او کمزوري چوپړونه یې د لا پراخې بې وزلۍ او بشري ناورین لامل شوې دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، افغانستان د کډوالو د بېرته راستنېدو له یوې نوې او بېسارې څپې سره مخ دی. د دی سازمان په وینا یوازې په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه له دوه اعشاریه اته میلیونو ډېر کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
دی بهیر سره د هیواد د وګړو شمېر په بی سارې کچه لوړ شوی دی. د ملګرو ملتونو په وینا، اوس تر ټولو لویه ننګونه ټولنه کی د دغو راستنېدونکو لپاره د ژوند اسانۍ دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو دا څپه به په ۲۰۲۶ کال کې هم دوام وکړي.
اټکل کېږي چې سږ کال به شاوخوا دوه میلیونه نور کسان هم هېواد ته راستانه او یا په زوره را وګرځول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام مشره سټیفاني لوس وايي، په ټولنه کې د دې کسانو مېشتېدا د کورونو او بنسټي چوپړونو له ښه لاسرسي سره تړلې ده:
د هغی په خبره "ډېر راستنېدونکي یوازې هغه څه له ځان سره راوړي چې پورته کولی یې شي، او په ډېر زیانمن حالت کې وي. دا لوی شمېر پر خدمتونو، په ځانګړي ډول پر کورونو او د معیشت پر فرصتونو سخت فشار راوړي.
دوی تر ډېره "هغو سیمو ته ځي چې په کې کورنۍ اړیکې لري، خو ډېر یې کلونه له هېواده لرې او ګوښي پاتې شوي وي او د اوسېدو ځای ځایګئ یی نه وي."
هغې زیاتوي چې وروسته له دغه راستنېدونکو ډېر شمېر کسان ښارونو ته مخه کوي، خو ښارونه د دې فشار منلو جوګه نه دي.
هغه وایی "موږ وینو چې ډېر خلک د سرپناه، د کار فرصتونو او اساسي خدماتو په لټه کې ښارونو ته ورځي. په کابل او نورو لویو ښارونو کې، چې په وروستیو کلونو کې په چټکۍ پراختیایی وده کړی ، اټکل کېږي چې تر ۷۰ سلنې پورې ښاري سیمې غیرپلاني او نارسمي دي. په دې سیمو کې خدمتونه محدود دي؛ خلک مناسبو کورونو ته لاسرسی نه لري، د اوبو، حفظ الصحې او روغتیا اړوند اسانتیاوې کمې دي، او ښوونځیو او روغتونونو ته هم کافی لاسرسی نشته. له همدې امله د ژوند شرایط ډېر سخت دي، او دا سیمې د بېلابېلو خطرونو پر وړاندې د مقاومت وړ نه دي."
افغانستان په کور د ننه هم د بېځایه شویو له پراخ کړکېچ سره مخ دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له درې میلیونو ډېر کسان په کور دننه کې بېځایه شوي، چې د هېواد شاوخوا شپږ سلنه نفوس جوړوي.
د دې ادارې په وینا، د پخوا په پرتله، د بېځایه کېدو اصلي لامل اوس جګړه نه، بلکې د اقلیم بدلون دی؛ افغانستان د اقلیمی بدلون د ډیرو زیان ګالونکو هیوادونو په کتار کی شمېرل کېږی
ملګري ملتونه وايي، راستنېدونکي هېواد ته د راتګ پر مهال نږدې هر څه ته اړتیا لري.
د دې سازمان په وینا، که څه هم بېړنۍ مرستې ورکول کېږي، خو اصلي ننګونه په ټولنه کې د هغوی ادغام او بیا مېشتېدنه ده چې د راستنېدونکو افغانانو د ژوند حالت لا پسې پېچلی کوي.