یوې نجلۍ ته څنګه د "جنسي تېري" نشهيي درمل پېچکاري شول؟
یوې نجلۍ ته څنګه د "جنسي تېري" نشهيي درمل پېچکاري شول؟
د خپرېدو وخت
د ټېلر کلټر په نوم ۱۸ کلنې نجلۍ یوازې شل ثانیې وخت درلود چې له نشه یا بېهوښه کېدو مخکې خپلو خورلڼو ته ځان ور وسوي. هغه د شپې یوه کلب کې تشناب ته تللې وه، هلته یې د یوه سړي لاس له لاس سره لګېدلی و او وروسته پوه شوه چې نشهيي درمل یې په ستن کې ور پېچکاري کړي دي. دا بدنامه درمل جياېچبي یا ګاما هایډروکسایبوټرېټ نومېږي چې د جنسيتېري لپاره د کارېدونکې دوا په نوم هم یادېږي. اغلې کلټر د سکاټلېنډ ده او د فوټبال یوه تازهکاره لوبغاړې ده. له دې پېښې وروسته ورته د اېچایوي او تور زېړي واکسینونه هم وهل شوي او وايي چې اوس په ډېر لږ تمرین هم د ستړیا احساس کوي. ډېره ګرځېدای راګرځېدای هم نه شي او په خوب کې ډارېږي. دا ناوړه درمل ښايي یو چا ته په ناپامۍ کې په څښاک کې ورکړل شي، یا په ستن کې ورته پېچکاري شي او یا هم د برېښنايي سېګرټو په لوګي کې ورکړل شي.



