حاجیان د 'ستر رکن' د ادا کولو لپاره د عرفات میدانونو ته ورځي

د عکس سرچینه، Getty Images
حاجيانو د ذي الحجې اتمه ورځ او ورپسې شپه منی (منا) کې تېره کړه، ورپسې د سې شنبې سهار لومړیو ساعتونو کې د حج تر ټولو مهم رکن ادا کولو لپاره د عرفات میدان ته ورسېدل.
دا هر څه د سختې ګرمۍ او سختو انتظامي او روغتیایي تدبیرونو سیوري کې وشول چې سعودي چارواکو یې اعلان کړی و.
حاجیان چې احرامونه یې تړلی وو د عرفات پر لور روان وو او د رحمت غره (جبل الرحمة) ته ورتلل، هغه ځای چې باور دی د اسلام پیغمبر محمد (ص) شاوخوا ۱۴۰۰ کاله مخکې خپله وروستۍ خطبه په کې ورکړې وه. په همدې حال کې د لبیک ویلو او دعا غږونه د ټول عرفات چاپېریال کې انګازې کولې.
یوې مصرۍ حاجۍ بي بي، چې عرفات ته ورسېده، ویل، "دا یو داسې احساس دی چې زه یې نشم بیانولی ... الله تعالی دې ځای ته د رسېدو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د مکان زیارت کولو نعمت را په برخه کړی دی. دا د الله تعالی له لوري یو لوی نعمت او احسان دی."
ځیرک تیلیفونونه حج په یو نړیوال ټرېنډ او رسنيز دود بدلوي، چې میلیونونه لیدونکي یې ګوري. یوه صحنه کې چې هر کال تکرارېږي، حاجیان د نمره جومات ته په ګډه او قصر يا لنډون د ماسپښین او مازدیګر لمونځونو ادا کولو او د عرفې خطبې اورېدو لپاره یو ځای شوي دي.
مسجد نمره د سپېڅلو مشاعرو له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي، او له هغه وروستۍ (وداع) يا مخه ښې خطبې سره تړاو لري چې پیغمبر محمد (ص) د حجة الوداع پر مهال ورکړې وه. د دې جومات مساحت شاوخوا ۱۱۰ زره مربع متره دی، شپږ منارې او ۶۴ دروازې لري، چې د حاجیانو تګ راتګ اسانوي.
سعودي چارواکو ویلي سږ کال له ۱.۵ میلیونو زیات حاجیان د دغه هېواد له بهره ورغلي، او رسمي راپورونه ښيي چې د ټولټال حاجیانو شمېر د تېر کال پرتله زیات دی.
د تودوخې لوړې درجې ته په کتو سعودي چارواکو د حاجیانو لپاره خپلې روغتیايي سپارښتنې زیاتې کړې دي. د روغتیا وزارت له حاجیانو غوښتي د ورځې د سختې ګرمۍ پر مهال دې د مازدیګر تر څلورو بجو پورې په خیمو کې پاتې شي او د لمر له مخامخو وړانګو دې ځانونه وساتي. دغه راز یې د شخصي چترۍ کارولو او ډېرو اوبو او مایعاتو څښلو سپارښتنه ورته کړې ده.
د سعودي روغتیا وزارت ویاند عبد العزیز عبد الباقي وايي، "د حاجیانو عمومي روغتیايي وضعیت ثابت او خوندي دی"، او زیاته کړې يې ده چې "د کومې پراخې ناروغۍ یا وبا کومې پېښې نه دي ثبت شوې."
سعودي چارواکو د ګرمۍ اغېزو کمولو لپاره اضافي اسانتیاوې هم برابرې کړې دي، په دې کې پر هغو لارو د اوبو د څاڅکو شيندلو (سپرې) ستنې هم دي چې د عرفات، مزدلفې او منی ترمنځ پر لارو درول شوې دي. پر دې سربېره، د سیوري لرونکي لارې، سړخونې او د اوبو اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د هوا پېژندنې ملي مرکز د معلوماتو له مخې، په تېرو ورځو کې په مکه کې ګرمي شاوخوا ۴۴ درجې سانتيګراد ته رسېدلې وه، او سعودي چارواکي د ګرمۍ ستړیا د حج په موسم کې د حاجیانو "لومړی دښمن" بولي.
حاجیان د عرفې ورځې له لمر لوېدو وروسته مزدلفې ته ځي، د ماښام او ماخستن لمنځونه به په ګډه کوي. شپه تېروي او په منی کې د جمراتو ویشتلو لپاره کوچنۍ کاڼي ټولوي. دا د لوی اختر (عید الاضحی) د لومړۍ ورځې د پیل نښه ګڼل کېږي.




















