فرانسه کې په خلکو د موټر خېژولو پېښه کې دوه کسان وژل شوي؛ 'ګومان کېږي چې قربانیان افغانان وو'

راپورونه وايي، له یوې شخړې وروسته بریدګر په قصدي ډول خپل موټر د کان سټېشن مخې ته د خلکو د ګڼې‌ګوڼې پر لور وروست.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، راپورونه وايي، له یوې شخړې وروسته بریدګر په قصدي ډول خپل موټر د کان سټېشن مخې ته د خلکو د ګڼې‌ګوڼې پر لور وروست.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د فرانسې اې ایف پي خبري اژانس د فرانسوي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې هغه دوه کسان چې د فرانسې په شمال کې د یوه موټر حملې په پېښه کې وژل شوي، ښايي افغانان وو.

دا پېښه د چهارشنبې په ماښام (اګست ۲۶مه) د نورماندۍ په کان ښار کې هغه مهال رامنځته شوه، چې یوه بریدګر خپل موټر په قصدي ډول د هغو خلکو پر لور تاو کړ چې ځايي اسټېشن ته نژدې راټول شوي وو. یو سړی د پېښې په ځای کې ووژل شو او بل د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

په دې پېښه کې لس نور کسان ټپیان شوي دي، چې د ځینو روغتیايي وضعیت خورا نازک ښودل شوی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو یو کس یې د دې پېښې په تړاو نیولی دی، چې په روسیه کې زېږېدلی. دغه کس د پولیسو د پراخ لټون په ترڅ کې ونیول شو، ځکه چې له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلی و.

چارواکي وايي، څارګرو ادارو د یاد کس په هکله مخکې معلومات نه درلودل، خو د ترافیکي سرغړونو له امله پولیس ورته مخکې هم متوجه وو.

د پېښې شاهدان وايي، مشکوک کس په یوه سیمه ییزه میخانه کې تر شخړې وروسته پر پلي لارویو موټر وخېژاوه.

د کان ښاروال، اریستید اولیویه، وايي، پلټونکي هڅه کوي معلومه کړي چې موټر چلوونکی ولې دا کار کړی.

د کان د امنیتي ادارو یو لوړپوړی چارواکی برونو کوتانسو وايي، تر اوسه داسې نښې نشته چې دا پېښه دې ترهګریز انګیزه ولري، خو پلټنې لا هم دوام لري.

هغه اې ایف پي ته وویل داسې ښکاري ټول قربانیان د ۱۷ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکي نارینه وو.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د پېښې په ځای کې ګڼ خلک د پولیسو موټرو او امبولانسونو شاوخوا راټول شوي او امنیتي ځواکونو یوه پراخه سیمه کلابند کړې ده.