د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان پر سر د هند او پاکستان ناندرۍ او د افغان استازي ځواب

د امنیت شورا تالار ښکاري چې ګڼ استازي پکې سره راټول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف عکس
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۹ دقیقې

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې هند او پاکستان د افغانستان پر سر پر یوه بل بېلابېل تورونه پورې او توندې څرګندونې سره تبادله کړې دي چې د افغان استازي له غبرګون سره مخامخ شوې دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون دوشنبه (غبرګولی ۱۸/جون ۸) په افغانستان کې د روان وضعیت په هکله ځانګړې غونډه لرله چې د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو ګڼو استازوبرخه اخیستې وه.

په غونډه کې ویناوالو په سیمه کې د روان حالت، امنیت، انساني کړکېچ او د افغانستان پر راتلونکي تفصیلي خبرې وکړې. په افغانستان کې پر بشري حقونو او له زدکړو او کاره د ښځو د منع کېدو پر دوام اندېښنه څرګنده شوه او له افغانستان سره پر بېړنیو بشري مرستو ټینګار وشو.

روسیې د پاکستان او افغانستان ترمنځ روانې کشالې ته د حل موندلو په موخه د ډېپلوماتیکو لارو د کارولو وړاندیز وکړ او ایران د بشري مرستو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني خوشې کړي.

خو د هند او پاکستان استازو بیا د افغانستان پر سر په سیمه کې پر یوه بل د بې‌ثباتۍ او ترهګرۍ رامنځ‌ته کولو تورونه پورې کړل.

د پاکستان استازي څه وویل؟

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد پر هند تور پورې کړ چې ګواکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره یې د اړیکو د پراخېدو اصلي موخه د پاکستان "بې‌ثباته کول" دي او هند "په افغانستان کې ځينې ترهګرې ډلې دې موخې ته د رسېدو لپاره کاروي".

د پاکستان او هند استازي

د عکس سرچینه، X.com

د عکس تشریح، د عکس ښۍ خوا (د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد)، کیڼه خوا (د هند استازی هرېش پریتم)

که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستانیو چارواکو دا ډول دعوې رد کړې دي خو ښاغلي احمد د ملګرو ملتونو امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې یو ځل بیا دا تور تکرار کړ.

هغه د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي او د بلوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې (بي‌اېل‌اې) نومونو په یادولو سره چې دوی یې "فتنه خوارج او فتنه هندوستان" بولي، دعوه وکړه چې دا د هند "نیابتي ډلې" دي چې ملاتړ یې کوي او مالي مرسته ورته برابروي.

ښاغلي احمد دا ادعا هم وکړه چې د طالبانو حکومت او هند ترمنځ د اړیکو پراخېدو لامل دا دی چې پاکستان په وروستیو کې "له ترهګرۍ سره کامیابه مبارزه" پیل کړې ده نو ځکه دواړه هڅه کوي چې په ګډه دغه هېواد بې‌ثباته کړي.

پاکستان تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم تورن کړی چې ګواکې ټي‌ټي‌پي ته یې په افغانستان کې ځای ورکړی او پر افغانستان یې په همدې دعوې کولو سره څو ځله هوايي بریدونه هم کړي دي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ټي‌ټي‌پي یې د پاکستان "کورنۍ مسئله" او هلته د ناامنۍ پېښې او بریدونه یې د دغه هېواد کورنۍ ستونزه بللې او ترې غوښتي یې دي چې پخپله یې حل کړي او د خپلې ناکامۍ پړه دې پر نورو نه ور اچوي.

خو د ښاغلي احمد په څېر نږدې هر پاکستانی چارواکی پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو څه موده وروسته د اړیکو خرابېدو وروسته په پرله پسې توګه همدا تور تکراروي.

د هند استازي غبرګون

د هند استازي بیا د پاکستان د استازي څرګندونې پر "غلطو معلوماتو ولاړې" وبللې او ویې ویل چې دا هغه "تېرایستونکی پروپاګند" دي چې د "حکومت په غوښتنه او ملاتړ خپرېږي".

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د هند دایمي استازي هرېش پریتم پاکستان تورن کړ چې د خپلو ناکامیو پړه پر ګاونډيو اچول "د پاکستان پخوانی عادت" دی او د "نړۍ د تېر ایستلو دا هڅه یې ناکامه" ده.

ښاغلي پریتم پر افغانستان د پاکستان بریدونو ته په اشاره وویل چې "د عامو خلکو عام‌وژنې ته د پوځي عملیاتو نوم ورکولو سره څوک ځان له مسؤلیته نه شي خلاصولی. د عامو ښاریانو قتلول، ټپي کول او یا یتمیول ترهګرۍ سره مبارزه نه بلل کېږي".

د روږدو کسانو تابوتونه ایښي او خلک پرې راټول دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هندي او افغان استازو دواړو پر امید روغتون برید ته په اشاره وویل چې پاکستان په بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

هغه پر پاکستان د نیوکو په دوام وویل، "خبرې د نړیوالو قوانینو او اسلامي ورورولۍ کوئ خو د روژې په مبارکه میاشت کې هوايي بریدونه مو د ښکاره منافقت بېلګه ده".

خو د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد بیا په تېره مارچ میاشت کې پر افغانستان کړو بریدونو ته په اشاره ادعا وکړه چې موخه یې د عامو افغانانو په نښه کول نه و او هلته یې یوازې "ترهګر" او "په هغوی پورې اړوند د وسلو زېرمې" په نښه کړې دي چې "د پاکستان پر ضد کارول کېدې".

خو په خپله ملګرو ملتونو هم ویلي چې د پاکستان په بریدونو کې ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او د طالبانو حکومت هم په تېره مارچ میاشت کې د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز برید کې د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ویل یې ملکي خلک یې نه دي وژلي.

بي‌بي‌سي ته هم جوته شوې وه چې په هغه برید کې تر ډېره وژل شوي هغه روږدي کسان وو چې هلته یې درملنه روانه وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په وروستي رپوټ کې یادې شوې شمېرې هم د امنیت شورا په دې غونډه کې یادې شوې چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱ نېټې پورې د طالبانو حکومت د ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ د نښتو له کبله په افغانستان کې ټولټال ۳۷۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي. په دوی کې ۷۲ ښځې، ۵۵۴ سړي، ۴۸ نجونې او ۹۵ هلکان شامل دي.

یوناما په خپل هغه رپوټ کې ویلي چې دغه ډېری ملکي مرګ‌ژوبله د پاکستان له خوا د "غضب للحق" په نامه د عملیاتو له پیل وروسته رامنځته شوې چې له نيمايي زيات یې د مارچ پر ۱۶مه د پاکستان له خوا په کابل کې د "امید" په نامه د روږدو کسانو د درملنې پر يوه مرکز په هوايي برید پورې تړاو لري.

د طالبانو حکومت ويلي وو چې په دغه برید کې له ۴۰۰ ډېر ملکي وګړي وژل شوي. پاکستان بيا ادعا کړې وه چې ملکي تاسیسات او يا روغتون یې نه دی په نښه کړی.

تر دې هاخوا پاکستان د خوست، پکتیکا، کونړ، نورستان او ننګرهار په ګډون په ځينو نورو سیمو کې هم ورته بریدونه کړي دي چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مل وو.

د افغانستان استازي وینا او پاکستان ته غبرګون

 ښاغلی فایق د ملګرو ملتونو غونډه کې ناست او خبرې کوي.

د عکس سرچینه، @faiq_naseer

د عکس تشریح، ښاغلی فایق وايي چې "افغانان د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي سیالیو او سيمه‌ييزو رقابتونو د زغملو توان نه لري. افغانستان غواړي خپلواک پاتې شي او خلک یې باید د دغو سیالیو قرباني نه شي".

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د امنیت شورا په دې غونډه کې د پاکستان استازي څرګندونو ته تر ځواب ویلو مخکې مفصله وینا وکړه چې په افغانستان کې د روان بشري وضعیت، د ښځو پر حقونو او د طالبانو د حکمتوالۍ ترڅنګ پر پنځو بېلابېلو برخو ورټوله وه.

ښاغلي فایق وویل چې په افغانستان کې لا هم میلیونونه خلک د بې‌کارۍ او د کاواکه اقتصادي حالت له امله له "ژور بشري او ټولنیز ناورین" سره مخ او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

هغه ادعا وکړه چې د افغانانو لپاره د طالبانو له لوري د حکومتولۍ رامنځ‌ته شوی ماډل "ناکام شوی" او خلکو ته "ځواب‌ ورکونکی نه دی". ځکه چې د ده په وینا، واک یې "محدود او د یوې ځانګړې کړۍ" په لاس کې دی او د افغانانو او د نړیوالې ټولنې غوښتنې یې له پامه غورځولې دي.

ښاغلي فایق وویل چې په افغانستان کې لا هم له ښځو سره "سیسټماتیک تبعیض" روان دی او له تېرو شاوخوا پنځو کلونو راهیسې لا هم افغان ښځې له زدکړو او کاره محرومې ساتل شوې دي.

هغه د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او سیمه‌ييزو سازمانونو ترڅنګ، اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان نه وغوښتل چې په دې برخه کې فعال رول ولوبوي او طالبانو ته روښانه کړي چې دا "‌سخت‌دریځې تګلارې" د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي او په نړۍ کې "د اسلام حیثیت ته هم زیان رسوي".

نصیر احمد فایق د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه وویل چې "عادي کول یې نه د افغانستان د خلکو او نه هم د نړیوالې سولې او امنیت په ګټه" دی. هغه وویل چې له "ملموسو پایلو" او "پخپل چلند/تګلارو کې له بدلون راوستلو پرته باید طالبانو ته "امتیاز ور نه کړل شي" ځکه چې په وینا یې، دا به نه په افغانستان کې حکومتولي ښه کړي او نه هم بشري حقونه او سیاسي مشارکت.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د امنیت شورا په دې غونډه کې د خپلې وینا په پنځمه برخه کې ادعا وکړه چې ګواکې ناامني او هدفي وژنې پکې "زیاتې شوې دي"، او یو ځل بیا "د افراطيت او ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو له خطر سره مخ دی".

دا هغه دعوه ده چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې ردوي او وايي چې دغه هېواد اوس "له امنیته برخمن" دی اوبهرنېو وسله‌والو ډلو ته په خپله خاوره کې ځای نه ورکوي.

دوه ټپيان په چپرکټونو کې پراته دي او وینه ورته راځوړنده ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په پکتیکا کې هم د پاکستان په یوه هوايي برید کې د کرېکټ لوبغاړو په ګډون ملکي خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه. خو پاکستان ردوله.

ښاغلي فایق له پاکستان سره د طالبانو حکومت وروستیو نښتو او پر امید روغتون برید ته په اشاره وویل چې د دواړو لورو ترمنځ یې "د افغانستان بحران ته نوی او خطرناک اړخ ورکړی" چې په ترڅ کې یې د ده په وینا، ملکي وګړو ته د پام‌وړ مرګ‌ژوبله اوښتې.

ده وویل چې هغه ټول بریدونه غندي چې ملکي وګړو ته زیان رسوي، حیاتي زېربناوې ویجاړوي او د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کوي او له امنیت شورا یې وغوښتل چې د داسې بریدونو د تکرار مخه ونیسي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي فایق د پاکستان استازي د خبرو په غبرګون کې پر هغه نیوکه وکړه چې نن له هغه چا سر ټکوي چې پرون یې ملاتړ کاوه او ګواکې نن پاکستان له ډېرو هغو ستونزو سره مخ دی چې افغانستان یې کلونه مخکې خبرداری ورکړی و.

ښاغلي فایق وویل چې په افغانستان کې تېرو حکومتونو له کلونو راهیسې پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې د "ترهګرۍ پر ضد" بې‌تفاوتي او دوه‌ګونی چلند" او د طالبانو په ګډون "د نورو نیابتي ډلو ملاتړ او هغوی ته پناه ورکول خطرونه او ناوړه پایلې" لرلی شي.

ده وویل چې، "د افغانستان خلک باید د پاکستان د ناکمو سیاستونو او د طالبانو د کړنو بیه پرې نه کړي. همدارنګه افغانان د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي سیالیو او سيمه‌ييزو رقابتونو د زغملو توان نه لري. افغانستان غواړي خپلواک پاتې شي او خلک یې باید د دغو سیالیو قرباني نه شي".

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې د ښاغلي فایق او د هند او پاکستان استازو په ګډون د هېڅ ویناوال څرګندونو ته لا کوم غبرګو نه دی ښکاره کړی.

خو ویندانو یې په تېر کې د خپل حکومت عمومي دريځ داسې په ډاګه کړی چې وايي، حکومت یې "ټول‌شموله" دی او د ښځو په ګډون د خلکو هغه "ټول حقونه خوندي دي" چې د طالبانو حکومت د تعبیر او تفسیر له مخې، "اسلامي شریعت" ورکړي دي.