تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان له زېمبابوې د شل اوريزو لوبلړۍ وګټله
افغانستان زېمبابوې ته په دويمه شل اوريزه لوبه کې د ۱۹ منډو په توپير ماته ورکړه او له دې بریا سره یې دغه لوبلړۍ هم وګټله.
زېمبابوې د پچې له ګټلو سره افغانستان ته لومړی د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغانستان د پيل څلور وېکټې يوازې په پنځو منډو له لاسه ورکړې خو وروسته عظمت الله عمرزي او اعجاز احمدزي لوبه کابو کړه.
عمظت الله عمرزي د ۱۱۶ چټکو منډو په جوړولو سره او د يوې وېکټې په اخيستو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د ده تر څنګ اعجاز احمدزي ۵۲، راشد خان ۲۵ او صديق الله اتل ۱۷ منډې وکړې.
د زېمبابوې برډ اېونز او کونډای مټيګيمو هر يوه دوې دوې وېکټې، اېنېسټ مسوکو، وېنسېنټ مسيکيسا او لوبډلمشر سکندر رضا يوه يوه وېکټه واخيسته.
په توپ اچوونه کې بيا د افغانستان لپاره عبدالله احمدزي دوه لوبغاړي، فريد احمد، عظمت الله عمرزي او راشد خان يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
دا لوبې د افغانستان په کوربتوب کېږي په شارجه کې ترسره کېږي. د دغې شل اوريزې لوبلړۍ لومړۍ افغانستان په ۳۷ منډو ګټلې وه.
د عمرزي سليزه
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر عظمتالله عمرزي د زېمبابوې خلاف په روانه سیالۍ کې چټکه سلیزه وکړه.
هغه په ۱۹م اوور کې د سکندر رضا په توپ پر ۱۱۶ منډو تر سوځېدو مخکې ۱۲ شپږېزې او ۵ څلوریزې ووهلې.
عمرزي په داسې حال کې په ۴۴ توپونو سلیزې ته ځان ورساوه، چې پنځوسیزه یې په ۳۱ توپونو کړې وه.
دا په شل اووریزو سیالیو کې د هغه لومړنۍ سلیزه ده. له سره په نړیوالو شل اووریزو سیالیو کې د عمرزي د مجموعي منډو شمېر هم پر ۱۰۰۰ واوښت.
د یادونې ده چې عظمتالله عمرزی په یو ورځنیو سیالیو کې د نړۍ لومړۍ نمبر الراونډر دی.
هغه نن په داسې حال کې توپ وهنې ته راغی، چې د افغانستان نیمه لوبډله (۵ لوبغاړي) سوځېدلې وه او یوازې ۳۸ منډې شوې وې.
د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان کرېکټ بورډ د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، محمد اکرم، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمت الله عمرزی، راشد خان، مجيب الرحمان، عبدالله احمدزی او فرید ملک غوره کړي دي.
په تېره لوبه کې راشد خان د دوو وېکټو په اخيستو او د چټکو ۳۰ منډو په جوړولو سره د سيالۍ غوره لوبغاړی اعلان شوی و. د ده تر څنګ اعجاز احمدزي ۵۲ او شاهد الله کمال ۴۶ منډې کړې وې.
افغان لوبډلمشر ابراهيم ځدراڼ، له تېرې لوبې وروسته راشد خان او اعجاز احمدزي ستايلي وو، نوموړي وويل، "په پيل کې وضعيت يو څه نازک و، خو په منځنيو اورونو کې مو له حالته ښه ګټه پورته کړه، اعجاز احمدزي ښه توپوهنه وکړه، موږ په کورني کرېکټ کې څارلی، پر ځان یې ډېر کار کړی دی. همدارنګه د راشد خان د لوبې ختمول هم جوت وو."
ابراهيم ځدراڼ همدا ډول زياته کړه، "له لوبغاړو سره انګېزه شته او موږ په همدې برخه کې کار کوو. په لوبډله کې وړتيا شته... یوه ورځ به موږ د جدول په سر کې وو."
له همدې لوبلړۍ وړاندې افغانستان له زېمبابوې او بنګله دېش سره د يو ورځنيو لوبلړۍ لرله چې افغانستان وګټله او ورسره د کرېکټ نړيوالې شورا په نوملړ کې له انګلنډ چې د کرېکټ بنسټ اېښودنکی دی مخکې او اووم ځای ته پورته شول.
په نوې درجه بندۍ کې ښکاري چې انګلنډ دمګړۍ په یو ورځنیو سیالیو کې ۹۳، افغانستان ۹۴، او شري لنکا بیا ۹۵ نمبرې لري.
افغان لوبډلې خپلې وروستۍ اووه واړه نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ ګټلې دي.
په دې کې له بنګلهدېش او زېمبابوې سره د وروستۍ درې هېوادیزې لوبلړۍ سیالۍ هم شاملې دي، چې افغانستان پکې خپلې ټولې لوبې وګټلې.
د يادولو وړ ده چې د همدې شل اوریزو لوبلړۍ له پايته رسېدو سره سم به له زېمبابوې سره لومړۍ ټېسټ لوبه د نومبر مياشتې پر پنځمه او دويمه د همدې مياشتې پر ۱۳ نېټه پیل شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ، دا لوبلړۍ د افغانستان، بنګله دېش او زېمبابوې کرېکټ بورډونو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتيا او پراختيا کې مهمې بولي.