د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په مکسیکو کې په جشن او سندرو پیل شوې

Performers during the opening ceremony before the match

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, ویل ګرانټ
    • دنده, د مکسیکو، مرکزي امریکا او کیوبا لپاره د بي بي سي خبریال
    • Author, کواسي ګیامفي اسیدو
    • Author, ناردین سعد
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د فوټبال ۲۰۲۶ کال نړیوال جام سیالۍ رسماً په مکسیکو سیټي کې پیل شوې او د پرانیستې مراسمو کې رنګونه، کلتوري نندارې او د موسیقۍ نړیوالې ستورې شکیرا په ګډون د ګڼ شمېر مشهورو هنرمندانو سندرې شاملې وې.

زرګونه مینه ‌وال د ډېرې لیوالتیا او خوښۍ په فضا کې د مکسیکو ښار مشهور ازتیکا لوبغالي ته ورسېدل، چې له ۴۰ کلونو وروسته په خپل هېواد کې د نړیوال جام سیالۍ وګوري.

د دې سیالیو لپاره چمتوالی اسانه چاره نه وه، ځکه د هوايي ډګر او ازتیکا لوبغالي د بیا رغاونې چارې، د خلکو اعتراضونه او د نشه ‌يي غدیو تاوتریخوالي چې څو میاشتې مخکې په مکسیکو کې شوي وو، د چمتووالي برخه کې ستونزې رامنځته کړې وې.

خو د پنجشنبې په ورځ داسې ښکاريده چې دا ټولې ستونزې تر شا پاتې شوې او اوس فوټبال په مکسیکو کې د پام اصلي مرکز ګرځېدلی دی.

 مشهورې سندرغاړې شکیرا د پرانیستې مراسمو کې سندره وویله

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، مشهورې سندرغاړې شکیرا د پرانیستې مراسمو کې سندره وویله

جاویر پیریز د پرانیستې مراسمو لپاره له خپلې کورنۍ سره ورغلی و او بي‌بي‌سي ته یې وویل چې اوسنۍ خوشحالي یې پر ټولو مخکنیو ټولو ستړیو- ستونزو غلبه کوي.

هغه وايي: ''موږ نېکمرغه وو چې د ځانګړو ټکټونو ترلاسه کولو ته مو لاسرسی وموند، او دا یو بې‌ سارې تجربه ده. ما مخکې هېڅکله د نړیوال جام سیالۍ نه دی لیدلې، دا چې خپله کورنۍ مې هم له ځان سره راوستله، ډېر خوندور احساس دی.''

هغه زیاته کړه: ''زه یوازې غواړم چې مکسیکو ښه پیل وکړي، نن لوبه وګټي او ډېر ګولونه ووهي! بیا به وګورو چې تر کومه ځایه رسېدای شو!''

جاویر پیریز او کورنۍ یې د ازتیکا لوبغالي مخې ته

د عکس سرچینه، Will Grant / BBC

د عکس تشریح، جاویر پیریز او کورنۍ یې د ازتیکا لوبغالي مخې ته
Fireworks display during the Opening Ceremony ahead of the FIFA World Cup 2026 Group A match between Mexico and South Africa at Mexico City Stadium on June 11, 2026 in Mexico City, Mexico

د عکس سرچینه، Getty Images

Dancers in colourful traditional Mexican dresses perform at the opening ceremony.

د عکس سرچینه، Reuters

مکسیکو ‌له امریکا او کاناډا سره یو ځای د ۲۰۲۶ نړیوال جام کوربتوب کوي. د شمالي امریکا دغه نور کوربه هېوادونه به هم د جمعې په ورځ خپلې پرانیستونکې مراسم ترسره کړي، خو نن ټوله توجه د مکسیکو پر جشنونو متمرکزه ده.

د سویلي افریقا پر وړاندې د کوربه هېواد له لوبې مخکې، په لوبغالي کې نندارچیانو ته د نړۍ د مشهورو سندرغاړو په زړه پورې موسیقۍ نندارې وړاندې شوې، چې پکې شکیرا، د کولمبیا جې بالوېن، د افروبیټس ستوری برنا بوی، د لاتیني موسیقۍ ستوری ډیني اوشن او فېر اولویرا شامل وو.

د مراسمو په پیل کې یوه هنرمن اعلان وکړ:

''مکسیکو ته ښه راغلاست''

هغه زیاته کړه:

''مکسیکو تاسو ته د زړه له کومې په موسکا هرکلی وایي. موږ د تنوع، میراث او ویاړ یو ملت یو. فوټبال همداسې یو ګډه جذبه لري، چې نسلونه سره یو ځای کوي. دا جام یوازې د یوه لوبغاړي یا یوه هېواد نه دی، بلکې د ټولو دی.''

هنرمندانو دودیز کالي اغوستي وو، او ځینو نورو زرین رنګه جامې اغوستې وې او لوی زرین فوټبالونه یې پر سرونو نیولي وو.

لوبغالی له مینه‌ والو ډک و، چې هر یو یې په رنګارنګ کالیو کې راغلي وو، او ډېرو یې د مکسیکو د ملي لوبډلې د رنګونو کالي اغوستي وو.

ټیلا د سویلي افریقا ملي ترانه وړاندې کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ټیلا د سویلي افریقا ملي ترانه وړاندې کړه.
Mexico fans inside the stadium before the match

د عکس سرچینه، Reuters

Performers during the opening ceremony before the match

د عکس سرچینه، Reuters

ټیلا د سویلي افریقا ملي سرود زمزمه کړ

د اوپرا نړیوال ستورې اندریا بوچېلي او د کي-پاپ ډلې ډیمون هنټر سندرغاړي "ایجای" د سیالیو رسمي ترانه ډي این اې وړاندې کړه. دا سندره د چهارشنبې پر ورځ رسما خپره شوې وه.

مکسیکويي سندرغاړي فرنانډیز، چې د مشهور هنرمند ویسینته فرنانډیز زوی دی، د مکسیکو ملي ترانه د لوبغالي له نږدې ۸۰ زره مینه‌والو سره یوځای په ګډه زمزمه کړه.

د سویلي افریقا ګرامي ګټونکې ستورې ټایلا هم د خپل هېواد ملي سرود وړاندې کړ.

ټایلا، چې مشهوره سندره واټر او د فیفا سندره ګېم ټائم یې ویلي، ټاکل شوې د جمعې په ورځ د امریکا د پرانیستې مراسمو کې په لاس‌انجلس کې بیا دریځ ته وخېژي او هلته به له کیټي پېري، فیوچر، لیزا او انیټا سره په ګډه هنر نندارې ته وړاندې کړي.

فیفا د دغو مراسمو لپاره د نړۍ ګڼ نامتو هنرمندان راغوښتي، چې له دې ډلې ډېری یې له ۱۸ سندرو جوړ شوي د ۲۰۲۶ نړیوال جام رسمي البوم برخه هم دي.

Colombian singer and producer J Balvin performs during the opening ceremony

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کولمبیا سندرغاړی او پروډیوسر جي بالون د پرانیستې مراسمو کې.
Performers during the opening ceremony before the match REUTERS

د عکس سرچینه، Reuters

This view shows the Mexican and South African flags during the opening ceremony ahead of the 2026 World Cup Group A football match between Mexico and South Africa at the Mexico City Stadium in Mexico City

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

Italian singer Andrea Bocelli and South Korean-American singer and songwriter Ejae perform during the opening ceremony
ایټالوی سندرغاړی اندریا بوچالي او امریکایۍ-سویلي کوریایۍ سندرغاړې ایجايي په پرانیستې مراسمو کې سندره وویله.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، ایټالوی سندرغاړی اندریا بوچالي او امریکایۍ-سویلي کوریایۍ سندرغاړې ایجايي په پرانیستې مراسمو کې سندره وویله.
Mexican Air Force helicopters with a Mexican flag fly over the opening ceremony ahead of the 2026 World Cup Group A football match between Mexico and South Africa

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

اضافي معلومات له ازتیکا لوبغالي د بي بي سي سپورټس الیزابیت کانوای