د تېلو پر چاڼځای د اوکرایین له تر ټولو ستر برید وروسته مسکو اوسېدونکو د تور باران شکایت کړی

د ویډیو تشریح، Smoke engulfs Moscow skyline after refinery hit by drone
    • Author, لاورا ګوژي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د اوکرایین جګړې له پيل راهیسې په تر ټولو لوی برید کې، نژدې ۲۰۰ ډرونونه د روسیې پلازمېنې مسکو پر لور وتوغول شوي، چې له امله یې د یوه چاڼځای تر لګېدو وروسته د تېلو تور کوچني څاڅکي د ښار په ځینو برخو کې د باران په څېر رالوېدلې.

د لوګي لویې لوخړې اسمان ته پورته شوې او د سیمه‌ییز والي اندري ووروبیوف په وینا په مسکو سیمه کې ۱۷ کسان ټپیان شوي.

د مسکو د سویل ختیځ اوسېدونکو بي‌بي‌سي ته وویل چې یوه تور رنګه نری باران پر دوی ''ناوړه تور داغونه'' پرېښودل چې پر جامو یې څرګند ښکاري.

د مسکو چارواکو دا ادعا رد کړې چې ګواکې په ښار کې د ''تېلو باران'' شوی، خو د ښار رسمي ټیلیګرام چېنل د اغېزمنې شوې سیمې له اوسېدونکو وغوښتل چې کړکۍ وتړي او هغه کورنۍ چې ماشومان، زاړه کسان او د سالنډۍ ناروغان لري، باید ژر تر ژره سیمه پرېږدي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې نژدې ۱۰۰۰ ډرونونه او د اوکرایین څلور کروز توغندي شنډ او له منځه وړل شوي دي. دغه راز د هېواد په سویلي روستوف سیمه کې د تېلو یوه زېرمه هم لګېدلې، چې له امله یې یو کس وژل شوی دی.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، د ډرون دغه وروستی برید د تېرې اوونۍ د روسیې د بریدونو ځواب و، چې د کیېف یوه مهمه مذهبي نښه، پېچرسک لاورا معبد پکې اور اخیستی و. هغه ټینګار وکړ: ''موږ دا جګړه نه غواړو او هېڅکله مو نه ده غوښتې، خو که اوکرایین سوځېږي، ستاسو مسکو به هم وسوځي.''

بل لور د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف خبرداری ورکړ چې پر اوکرایین به ''په پراخه کچه'' بریدونه ترسره شي. هغه زیاته کړه چې ''له ډېر وخته قانع شوی یم چې یوازې خبرې بسنه نه کوي.''

له مسکو حلقوي سړکه د کاپوتنیا چاڼځای اور موټر چلوونکو ته له ورایه ښکارید.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له مسکو حلقوي سړکه د کاپوتنیا چاڼځای اور موټر چلوونکو ته له ورایه ښکارید.

په سویل ختیځ مسکو کې د کاپوتنیا د چاڼځای د یوې میاشتې په موده کې درېيم ځل او همدا اوونۍ کې دوهم ځل په نښه شوه، چې له امله یې اور ولګېد او تور لوګی اسمان ته پورته شول.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د یوې سترې چاودنې پر مهال د یوه زېرمتون سر والوزول شو او د تېلو د ټانک چت لسګونه متره هوا ته وغورځېد.

نږدې یو سوداګریز مرکز هم اور واخیست، چې ویل کېږي د ډرون د پاتې شونو له لوېدو وروسته دغه پېښه شوې ده.

د بي‌بي‌سي له لوري تائید شوې ویډیو کې ښکاري چې یو ډرون د یوې لوړې ودانۍ پر پورته پوړ لګېږي، ښیښې او نور توکي د هغې له مخه راپریوزي او لاندې انګړ ته تویېږي.

په بله تائید شوې ویډیو کې د موټرو د تم ځای پر غولي یو پنډ، تور او تېلو ‌ته ورته پوښ لیدل کېږي، خو د ولاړو موټرو لاندې ځمکه بیا پاکه پاتې ده.

سره له دې چې د روسیې ځایي چارواکو د ډرون بریدونو پایلو انځورونو او ویډیوګانو خپرول منع کړي، خو بیا هم په ټولنیزو رسنیو کې لسګونه ویډیوګانې خپرې شوې دي چې پکې ښکاري ډرونونه د ورځې په رڼا کې ښکاري، چې الوزي او د مسکو په څنډو صنعتي سیمو کې چاودنې رامنځته کېږي.

دا د اوکرایین یو تکراري تکتیک دی، چې لومړی ګڼ شمېر د کشفي او فریبي ډرونونه استوي، چې د هوايي دفاع سیستمونو ګڼوالی او کمزورې سیمې معلومې کړي، او وروسته اصلي هوايي بریدونه پیل کړي.