د دوه اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته فلسطینیو کورنیو ته د وتلو امر شوی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، اسرائیلي ځواکونو د لوېدیځې غاړې په سوېل کې د الخلیل ښار شاوخوا ۲۵۰ فلسطیني کورنۍ له خپلو کورونو وتلو ته اړې کړې دي.

دا کار د کورونو د ویجاړولو او پر تګ راتګ له پراخو محدودیتونو سره په هممهاله شوی دی.

د جمعې پر ورځ یوه برید کې د دوو اسرائیلي پوځیانو له وژل کېدو وروسته، د فلسطین ادارې د فلسطینیانو د خوندیتوب لپاره د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې ده.

د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ وویل چې په ټوله نړۍ کې یې خپلو سفارتونو او استازولیو ته لارښوونه کړې چې د هغه څه پر وړاندې چې "په الخلیل کې د اشغال د جنایتونو زیاتوالی" بلل شوی، بېړنی نړیوال ګام پورته کولو ته وهڅوي. وزارت ویلي، د اسرئیلو په تازه تاوتریخوالي کې "اجباري بېځایه کول، ویجاړول" او پر فلسطینیانو او د هغوی پر شتمنیو بریدونه پراخ شوي دي.

اسرائیلو په الخلیل کې د پوځي عملیاتو د پیل خبر ورکړی و. د اسرائیلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، د هغې سیمې د تخلیې او خلکو ایستلو کولو ګواښ وکړ چې د ده په وینا بریدګر ترې راغلي وو. هغه همدا ډول د کور پر کور پلټنو، د وسلو ضبطولو او د هغه څه د ویجاړولو ژمنه وکړه چې د وسله والو پاخه بنسټونه یې وبلل.

"عملیاتو د ښار شاوخوا درېیمه برخه په نښه کړې"

د الخلیل والي، خالد دودین، له فرانس پریس اژانس سره په خبرو کې وویل چې دغو عملیاتو د ښار شاوخوا درېیمه برخه په نښه کړې ده، او زیاته یې کړه چې اسرائیلي سرتېرو "له هغه کلي او سیمې پیل وکړ چې دواړه بریدګر ترې راغلي وو، خو هیڅ ضمانت نشته چې دا عملیات به پراخ نه‌شي."

دودین روان حالت د "هغو ګڼو لسګونو زرو وګړو ته ډله ییزه سزا وبلله چې دې موضوع سره هیڅ تړاو او شراکت نه لري."

والي اشارې وکړې چې ۱۵۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي. د الخلیل ښاروال، یوسف الجعبري، او سیمه ییز فعال، عیسی عمرو بیا وايي چې د زیانمنو شویو کورنیو شمېر شاوخوا ۲۵۰ تخمین کړی دی.

بل خوا، په الخلیل کې د التميمي کورنۍ مشر حجازي التمیمي، بي بي سي ته وویل چې اسرائیلي ځواکونو د "الجلدة" او "دير بحة" سیمو اوسېدونکي اړ کړي چې د سملاسي پوځي امرونو له مخې خپل کورونه تش او ووځي.

په یوه ټيلېفوني اړیکه کې، التمیمي وویل، سرتېري د ده کور ته ننوتل او ده او کورنۍ ته یې يوازې ۱۵ دقیقې وخت ورکړ چې ووځي. هغه زیاته کړه چې هڅه یې وکړه له هغوی سره خبرې اترې وکړي، خو یوازې دا اجازه یې ورکړه چې د کور د ملکیت پورې اړوند ځینې سندونه او ثبوت پاڼې له ځان سره واخلي.

التمیمي له خپلو زامنو او د هغوی له کورنیو سره، چې د غړو شمېر یې شاوخوا ۷۰ کسانو ته رسېږي، په یوه استوګنیزه ودانۍ کې مېشت دي. هغه د ایستلو لړۍ "ناورین ډوله او بدمرغه" وبلله او زیاته یې کړه چې دی او مېرمن یې له روغتیايي ستونزو رنځېږي، او کورنۍ اړه شوه چې عمرخوړلي کسان په لاس ګاډو او ګرځنده څوکیو کې ولېږدوي.

هغه وویل چې اسرائیلي پوځ پر شاوخوا ۲۰ کورونو تورې نښې اېښې دي، له دې پرته چې د دې کار لامل یا د دغو کورونو برخلیک روښانه کړي. هغه وايي، د یوه نږدې خپلوان کور یې په پوځي اډه بدل شوی چې په کې ځايي پلټنې ترسره کېږي.

د بېځایه شویو خلکو لپاره کورونه او تالارونه پرانیستي

د هغو کورنیو د تګلوري په اړه چې خپل کورونه یې پرېښودي، التميمي بي بي سي ته وویل چې په الخلیل کې خلکو د هغوی د هرکلي لپاره خپل کورونه پرانیستي، ترڅنګ یې د بېځایه شویو کورنیو لپاره د کورنیو میلمستونونه او د ودونو تالارونه هم پرانیستل شوي دي.

التميمي له ملګرو ملتونو د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه او په خپله خاوره او هېواد کې یې پر پاتې کېدو ټینګار وکړ.

د الخلیل ښاروال فرانس پریس اژانس ته وویل: "موږ به د هغوی لپاره سرپناه پیدا کړو، او له دغو کسانو سره بې له کومې کمۍ ټولې اړینې مرستې کوو."

اسرائیلو د شنبې پر ورځ پراخ بندیزونه ولګول چې په الخلیل کې لارې او ننوتنځایونه شاملوي، په داسې حال کې چې اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د ښار په بېلابېلو سیمو کې له خپلو کورونو تر ۳۰۰ پورې د کورنیو د ایستلو خبر ورکړی دی.

برید او پوځي ګامونه

اسرائیلي پوځ وویل چې د جمعې پر ورځ الخلیل ته نږدې په یوه برید کې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور سر سري ټپیان شوي دي، او زیاته یې کړه چې ځواکونو یې هغه دوه وسله وال فلسطینیان وژلي چې د دوی په وینا برید یې کړی و.

نتنیاهو په الخلیل د ګرځد بندیز لګولو او د لوېدیځې غاړې د بشپړ تړلو لپاره د چمتووالي لارښوونه وکړه.

روئټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د نتنیاهو له څرګندونو وروسته اسرائیلي بلډوزرونو د کورونو ویجاړول پیل کړل. ځايي اوسېدونکو ویلي هغه نښه شوي جایدادونه د برید له ترسره کوونکو سره هیڅ تړاو نه لري.

دا پېښې په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره په یو وخت کې رامنځته کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د اکټوبر پر ۱۵مه په خپور شوي راپور کې په تېرو دوو اونیو کې د اسرائیلي ځواکونو یا نويو ښارګوټو اوسېدونکو له لوري د پنځو فلسطینیانو د وژل کېدو او له ۲۴۰ د ډېرو ټپي کېدو اسناد وړاندې کړي، چې ۷۴ سلنه د ښارګوټو د اسرائیلي مېشتېدونکو د بریدونو په پایله کې ټپیان شوي دي.