تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امريکا د ایران پر قشم ټاپو محدود بريدونه کړي
امريکايي چارواکو په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، امريکا د هرمز تنګي په قشم ټاپو هوايي بريدونه کړي دي.
د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې د دوشنبې په ورځ په دغه ټاپو کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
امريکايي چارواکي وايي، دغه بريدونه محدود وو او د ايران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو(سپاه پاسداران) لخوا پر يوې امريکايي الوتکې د ډزو په غبرګون کې ترسره شوي دي.
بي بي سي د تبصرې لپاره د امريکا له مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) سره، چې په منځني ختيځ کې د امريکايي پوځي عملياتو مسووليت لري، اړيکه نيولې ده.
د امريکايي رسنۍ اکسيوس خبريال باراک راويد وايي، يوه امريکايي چارواکي ورته ويلي چې د دوشنبې په شپه "د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (سپاه پاسداران) له قشم ټاپو څخه د هرمز تنګي پر سر د يوې امريکايي الوتکې پر لور توغندی وتوغاوه. له هغه وروسته امريکايي جنګي الوتکې د ځان د دفاع په موخه د ځمکې څخه هوا ته د توغنديو د ويشتلو يو سيستم له منځه يووړ."
د رپوټونو له مخې د دوشنبې په شپه په قشم ټاپو کې لږ تر لږه د پنځو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په ورته مهال سپاه پاسداران ادعا کړې چې د دوشنبې په شپه يې په قشم ټاپو کې دوه امريکايي ډرونونه"ځمکې ته کړي'' دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په امريکا کې د کانګرېس منځمهاله ټاکنې نژدې دي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره له سياسي فشار سره مخ دی، ويلي چې د ايران پر ضد د بريدونو د پراخولو لپاره ''بېړه نه لري''.
ټرمپ وايي، ايران سخت اقتصادي زيان ليدلی او زياته کړې يې ده چې امريکا ښايي د ايران د اټومي پروګرام له يوه مهم سايټ سره هم معامله وکړي، خو دا يې ''لويه مسئله نه ده'' بللې ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستيو کې د خپلې کمېدونکې عامه ملاتړ او د خپلې ګوند دننه دننه فشارونو د پای ته رسولو د غوښتنو له فشار سره مخ دی. هغه اکسیوس خبري شبکې ته پر دې موضوع د خبرو ترڅ کې وویل: "په يوه يا بل ډول به څه وکړو، خو بېړه نشته. موږ هغوی له مالي پلوه فلج کړي دي."
ټرمپ زياته کړه: "هغوی نه پيسې لري، نه تېل، او خلک يې هم له دې وضعيت څخه ستړي شوي دي."
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له منځمهالو ټاکنو يوه ورځ مخکې فاکس نيوز سره مرکه کې يو ځل بيا ويلي چې ښايي امريکا اړ شي د ايران د اټومي پروګرام اړوند، کوه کلنګ، په نښه کړي.
ټرمپ د دوشنبې په ورځ وويل چې داسې بريد "لويه خبره نه ده" او دا عمليات "په يو ساعت کې دننه" ترسره کېدای شي.
بل لور د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي وايي، د منځګړو له لارې له امريکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره ''ډېر جدي'' مذاکرات روان دي. هغه خبرداری ورکړی چې تهران د ډيپلوماټيکو او پوځي دواړو سناريوګانو لپاره بشپړ چمتووالی لري او اوس پرېکړه د امريکا په لاس کې ده چې د خبرو اترو لاره غوره کوي که پوځي اقدام.