د بخښنې نړیوال سازمان هرات کې د ښځو پر احتجاج" ډزې" غندلي

د عکس سرچینه، UGC
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت په جبریل کې د "لسګونه مېرمنو" نیول کېدو پر ضد د اجتجاج ځپلو ته د بشري حقونو سازمانونو، نړیوالو ټولنو، سیاستوالو او د پخواني افغان حکومت غړو توند غبرګون ښودلی دی. پر دې سربېره، د طالبانو د حکومت ملاتړو پر ټولنیزو شبکو د طالبانو د حکومت د ګامونو ملاتړ کړی دی.
په دې لړ کې د بخښې نړیوال سازمان خپل غبرګون کې ویلي دي "پر احتجاج کوونکو ډزې ډېر د اندېښنې وړ دي". دې سازمان په خپله اعلامیه کې ویلي دي "د مېرمنو پر سولهییز احتجاج ډزې د خلکو د احتجاج حق، بیان ازادۍ او د مېرمنو پر حقونو برید دی. د جون پر نهمه نېټه دې احتجاج کې "دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي وو".
افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپورټر په دې پېښې اندېښنه ښودلې ده. په یوه وینا کې ده غوښتي "ددې وخت راغلی چې د خلکو په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو د بیان ازادۍ حق ته درناوی او ورته د زیان رسولو مخنیوی وشي". رچرډ بېنېټ ویلي "هغه کسان چې د تاوتریخوالي سبب کېږي باید د خپلو کړنو ځواب ورکړي".
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچرډ لېنزي د هرات پېښې ته غبرګون کې ویلي چې "ترینګلتیا باید کمه او ددې پېښې له عاملینو باید پوښتنه وشي".
په اروپايي پارلمان کې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړ کوونکې هانا نیومن د هرات پېښې ته غبرګون کې ویلي "طالبان نه دي بدل شوي". پر ایکس یوې وینا کې دې ویلي "د اړیکو عادي کول د بشري حقونو له باوري کولو پرته د منلو وړ نه دي او له ځواب ورکولو پرته هېڅ مشروعیت نهشته".
د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر مسولینو هم د هرات پېښې ته غبرګون ښودلی دی. په دې لړ کې پخواني ولسمشر حامد کرزي په دې معترضانو سره د طالبانو د امنیتي ځواکونو پر چلن اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي "ددې اړتیا ده چې د افغانستان ټولو وګړو په ځانګړې توګه ښځو سره درناوي نه ډک چلن وشي او ټولو لپاره له عزت د ډک ژوند فرصت برابر شي".
د هرات پخواني والي او تېر حکومت کې د برېښنا وزیر محمد اسماعیل خان ویلي "هرات کې د مېرمنو نیول او شکنجه د نه زغم او نه بخښلو وړ بللې ده".
ده پر ایکس لیکلي "زموږ د خلکو نیول موږ لپاره سره کرښه ده او پر مېرمنو پرظلم چوپتیا یو خیانت دی".
د پخواني پارلمان ځینو غړو د هرات پېښې ته غبرګون کې د طالبانود امنېتي ځواکونو چلن غندلی دی.
د ولسي جرګې غړې مریم سلیمانخېل پرایکس لیکلي "افغان مېرمنی یوازې د وسله وال ذهنیت پر وړاندې ودرېدلي دی، تاریخ به یاد ساتي".
د ولسي جرګې بلې غړې فوزیه کوفي ویلي دي چې "د طالبانو د ظلم تر سیوري لاندې افغانانو ته ژوند کول ډېر ګران شوي دي".
د تېر حکومت پرمهال د میدان ښار ښاروالې د هرات احتجاج کې د یو شمېر نارینه وو ګډون هرکلی کړی او ویلي یې دي "له پنځه کلنې چوپتیا وروسته هرات کې مظاهرو کې د نارینه وو ګډون نورو ته انګېزه ورکوي".
د طالبانو د حکومت مخالفو ډلو د مقاومت او ازادۍ جبهو د مظاهره کوونکو "ځپل غندلي" او ویلي یې دي" دا کړنې باید بې خوابه پاتې نه شي".
"تاسې سره دې مبارزه کې ولاړ یو"

د عکس سرچینه، د افغانستان د ښخو د سیاسي ګډون شبکه
په بهر کې افغانستان کې د بشري حقونو لپاره یو شمېر فعالو مېرمنو د هرات د اعتراض کوونکو پرضد د طالبانو د حکومت د امنیتي ځواکونو پر چلن نیوکه کړې ده.
د "افغانستان د ښځو د عدالت شبکې" پر ایکس لیکلي "د هراتي مېرمنو غږ غلی کېدی نه شي، موږ هغوی سره ولاړې یو."
یو شمېر دیني عالمانو لخوا د طالبانو د شرعي حجاب د تعریف ملاتړ

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت د "اعتراض ځپل او پر احتجاج کوونکو ډزې کول" ردوي. د هرات ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند سید مسعود حسیني "د جبریل سیمه کې یو شمېر کسانو له اسلامي حجاب - چې یو الهي امر دی سره- مخالفت درلود، د عامه نظم ګډوډول یې غوښتل".
لهدې مظاهرو وروسته یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو هم په وېډیويي پیغامونو کې د شرعي حجاب په اړه د طالبانو د حکومت د تعریف دفاع کړې ده.
په هرات کې د شیعه عالمانو د شورا مرستیال د هرات جبریل کې د مېرمنو اعتراض" غندلی" دی او دا یې د" نه منلو وړ بللی" دی.
اخوا له دې پېښې وروسته په هرات پهښار کې د تېرو ورځو پرتله د مېرمنو شتون کم رنګه و، یو شمېر مېرمنو بيبيسي ته ویلي "له دې وېرې چې د امربالمعروف او نهې عن المنکر له پوښتنو سره مخامخ نهشي ښار ته له تللو ډډه کوي".


















