د مسلمان شوي هندي ځوان ښځه او خسر ولې پولیسو نیولي؟

د عکس سرچینه، AYUSH Malik Social Media
"په اسنادو کې مې نوم ایوش ملک لیکل شوی خو اوس مې خلک د محمد علي په نوم پېژني. له ماشومتوبه مې پر اسلام د پوهېدو هڅه کوله. ۲۰۱۳ کې مې نوره هم مینه ورسره پيدا شوه او ورو ورو ور مایل شوم".
دا د هند د اوترپردېش ایالت د شاملي سیمې د یوه ځوان درمل خرڅوونکي خبرې دي چې مخکېنی نوم یې ایوش ملک و خو مسلمانېدو نه وروسته یې اوس ځان ته محمد علي نوم ټاکلی دی. هغه دا خبره د ده د مېرمنې (چاندني قریشي) او خسر (اسلام قریشي) له نیول کېدو وروسته رسنیو ته کړې ده.
پولیسو هغه دواړه په دې تور نیولي چې دغه ځوان یې په زوره د مذهب بدلولو ته اړ کړی دی.
د ځايي پولیسو مشر نرېندر پرتاب سېنګ د چاندني او د اسلام قریشي نیول تایید کړي او له رسنیو سره په خبرو کې یې ویلي چې پر دوی دواړو دعوه شوې چې "د جایداد ترلاسه کولو په دسیسه کې یې هغه د مذهب بدلولو ته اړ کړی" او په وینا یې، "په دې قضیه کې ځينې نور کسان هم ښکېل دي".
پولیسو ویلي چې له دوی سره به "ډېر سخت قانوني چلند وشي" خو په خپله محمد علي ټينګار کوي چې چاندني یې رسمي یا قانوني ښځه ده او دواړو په ګډه خوښه او رضا نکاح سره کړې ده.
د اسلام منلو اعتراف
د محمد علي پلار تور پورې کړی چې د ده زوی ته ګواښونه شوي او ډارول شوی دی خو محمد علي بیا وايي چې له هېچا هم وېره نه لري او په خبره یې، "زه په حقه یم او هېچا نه هم نه ډارېږم".
محمد علي نه چې د مسلمانېدو په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل چې، "ما په خپله خوښه اسلام قبول کړی او [د هېواد] اساسي قانون ما ته د دې اجازه راکړې".
له چاندني سره د واده او لومړی ځل د هغې د لیدو په اړه محمد علي وویل چې، "اول وار مې هغه د فزیوتراپۍ مرکز کې ولیده. د نکاح وړاندیز مې ورته وکړ خو په لومړیو کې یې و نه مانه. کله چې دې ته چمتو شوه نو بیا مو نکاح سره وتړله خو اوس وضعیت دومره خراب شوی چې هغه په زندان کې ده".
دی زیاتوي، "زه خپلې ښځې سره نه بلکې له خپلې کورنۍ سره اوسېدلم. موږ غوښتل ګډ ژوند وکړو او ماشومان راوړو خو اوس حالات دې حد ته راورسېدل چې هغه یې زندان ته لېږلې ده".
خبریالانو محمد علي وپوښت چې که د خپلې ښځې او کورنۍ ترمنځ د یوه ټاکلو ته اړ شي نو دی به څوک انتخابوي؟ ده یې په ځواب کې ورته وویل، "دواړه زما کورنۍ دي او غواړم خپلوان او ښځه، دواړه راسره و اوسي. خو که کورنۍ مې له ځانه بېلوي نو هغه یې خپل کار دی مګر زه به ځان له خپلې خېلخانې بېل نه کړم".
محمد علي وايي، "ما له کورنۍ د مسلمانېدو خبره پټه کړې وه خو په تېره فبرورۍ میاشت کې مې ورته وویل چې پر اسلام مې عمل پیل کړی دی".
په قضیه کې لس تنه ښکېل بلل شوي

د عکس سرچینه، Paras Jain
پولیسو ته د روانې جون میاشتې پر شپږمه نېټه د محمد علي پلار دېوراج ملک عریضه کړې ده. په قضیه کې د ده نږور چاندني قریشي نه پرته نهه نور کسان او یو نامعلوم تن ښکېل بلل شوی دی. د چاندني کورنۍ ترڅنګ یو ملا هم تورن شوی دی.
د پولیسو مشر نرېندر پرتاب سېنګ وايي، "شاوخوا ۳۰ کلن ایوش [اوسنی محمد علي] د یوې هوسا کورنۍ زوی دی. پلار یې دېوراج ملک د ښار له لویو درمل پلورونکو دی. ایوش یې په څلورو اولادونو کې تر ټولو کشری او یوازېنی زوی دی".
د پولیسو د معلوماتو له مخې، دېوراج ملک دعوه کړې چې د ده زوی د "چاندني قریشي په مرسته د مذهب بدلولو ته په دې دسیسې او نیت مجبور کړای شوی دی چې د هغه جایداد ترې ولوټي".
دېوراج ملک دا ادعا هم کړې چې، "د ایوش او چاندني جعلي نکاحخط شاوخوا څلور کاله پخوا جوړ شوی دی".
پولیس اوس دغه سند هم ارزوي چې جعلي دی او که نه خو محمد علي په ډاګه ویلي چې دواړو په خوښه نکاح سره کړې ده.
هلته د کیسې له رسوا کېدو وروسته اوس د چاندني کورنۍ له ډېرې وېرې خپل کور نه کډه کړې ده.
د هغې تره فرمان علي بيبيسي ته وویل چې، "ورور مې [د چاندني پلار] د مېوې تجار دی او لور یې فیزیوتراپېسته [د هډوکو ډاکټره] ده. محمد علي پخپله خوښه مذهب بدل کړی او د واده وړاندیز هم هغه زما ورېرې ته کړی و. پولیسو اوس له دې قضیې سره یوطرفه چلند راخیستی دی".
هغه زیاته کړه: ''که بې پرې پلټنې ترسره شي، نو دا واقعیت به څرګند شي چې د مذهب بدلون په خپله خوښه شوی که نه.''
بل لور د محمد علي پلار دیوراج ملک ویلي: ''موږ د پولیسو په پلټنو بشپړ باور لرو او واقعیت به حتماً څرګند شي.''
قضیه د قانون د کومو مادو له مخې ثبت شوې؟

د عکس سرچینه، Parash Jain
پولیسو په خپل لومړني رپوټ کې د درغلي، جعل، جعلي اسنادو کارولو، جنايي دسیسې، ګواښ او د غیرقانوني فشار له مخې د مالي ګټې ترلاسه کولو مادو له مخې قضیه ثبت کړې ده.
د پولیسو په وینا، د مذهب بدلون او نکاح د یوې منظمې دسیسې برخه وه، خو محمد علي په تکرار سره ویلي چې ده په خپله خوښه اسلام دین منلی او نکاح یې کړې ده.
د هند اساسي قانون هر وګړي ته حق ورکوي چې په خپله خوښه دین وټاکي، هغه عملي کړي او هم یې تبلیغ وکړي.
د اساسي قانون د ۲۵ تر ۲۸ مادو پورې مذهبي ازادي د بنسټیز حق په توګه منل شوې ده، خو په ورته مهال دولت ته واک ورکوي چې که د مذهب په نوم زور، درغلي یا غیرقانوني لارې کارول کېږي، باید مداخله وکړي.
اوسمهال د دې قضیې پلټنې روانې دي او لا هم دا پرېکړه نه ده شوې چې د مذهب بدلون د خوښې له مخې شوی که د کومې سازش پایله وه.


















